د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۴۴

د سنچارک اوسېدونکي: زورواکي خلک ځوروي


د سرپل ولایت اوسېدونکي په خپلو سیمو کې د محلي زورواکو او نا قانونه وسله والو له حضوره شکایت لري.

دوی وایي چې یادو محلي زور واکو د دوی کرنیزې ځمکې غصب کړي دي او په زراعتي ځمکو کې یې سړکونه ایستلي دي.

د سرپل ولایت د سنچارک ولسوالۍ د توکذار سیمې اوسېدونکو ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې نا قانونه وسله وال د دوی په سیمو کې خلک ځوروي او سربېره پر دې چې د دوی د استوګنې کورونه یې ویجاړ کړي دي د دوی په غصب شوېو ځمکو کې یې سړکونه هم جوړ کړي دي.

صدیق د توکذار سیمې یو اوسېدونکی دی هغه یې په اړه وویل:

"دلته نه حکومت شته او نه هم قانون چلیږي، زور مندانو د خلکو لسګونه کورونه ویجاړ کړل او په کرنیزو ځمکو کې یې د خپل کور په خوا سړکونه ویستل، زموږ ستونزو ته څوک پام کوي."

دا خلک وايي چې د مولوي نیک محمد او مولوي غلام سخي په نومو دوه تنه غیر قانوني وسله وال قومندانان دي چې د دوی ځمکې او کورونه یې تخریب کړي دي او په کې یې سړکونه ایستلي دي.

د سنچارک ولسوالی د توکذار سیمې اوسېدونکي وايي چې خپله ستونزه یې له دولتي چارواکو سره هم شریکه کړې، خو تر دمه ورته هېڅ ډول رسیدګي نه ده ترسره شوې.

خالد د توکذار سیمې د دویمې ناحیه اوسېدونکی دی، هغه آزادي راډیو ته داسې وویل:

"موږ ولسوالۍ ته عارض شو او له هغې ځای څخه ولایت ته له ولایته بیا لاړو ادارې امور ته او هلته مو د ولسمشره د خساره دې ترلاسه کولو فرمان راوړ، دلته چې راغلو یو تعداد زور واکي، غلدر او وسله وال کسان دي وايي د ولسمشر فرمان نه چلیږي، د خدای په لحاظ خپله غږ چا ته ورسوو."

دوی وايي، کوم سړکونه چې د دوی پر کرنیزو ځمکو راکښ شوي دي، له ماسټر پلان او قانوني نقشې پرته سړکونه دي چې زور واکو پرې د وسلې په مټو تحمیل کړي دي.

بیا یې هم په اړه خالد وايي:

"سل جریبه ځمکه یې تخریب کړې ده، کورونه یې ویجاړ کړل او په کې یې سړک تېر کړ، دا هېڅ قانوني نقشه نه لري او پر ماستر پلان نا برابر کار دی، خو زور واکي قانون تر پښو لاندې کوي."

د سرپل ولایت د سنچارک ولسوالۍ د خلکو دا ستونزه مو د یاد ولایت له چارواکو سره هم شریکه کړه، د سرپل والي ویاند ذبیح الله اماني یې په اړه آزادي راډیو ته داسې وویل:

"والي صاحب پرېکړه کړې ده، چې سیمې ته یو هیات واستوي، او دا په ډاکه کړي چې کوم لوری حق او کوم بل یې نا حق دی، بې له شکه چې مونږ د خلکو ستونزه حل کوو."

دا په داسې حال کې ده چې تر دې دمخه هم د سرپل ولایت اوسېدونکو په خپلو سیموې د محلي زور واکو د شتون په اړه شکایت کړی او ویلي دی چې زرګونه جریبه کرنیزه ځمکه یې د نا قانونه وسله والو له خوا غصب شوې ده.

مجیب الرحمن حبیب زی

XS
SM
MD
LG