د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۵۱

نيپال د ١٣ نيپاليانو پر وژل کېدو له کاناډا وضاحت غواړي


امريکايۍ سټارس اينډ سټرايپس "Stars and Stripes" ورځپاڼې په خپله تازه ګڼه کې په افغانستان کې د نويو زېږېدلو ماشومانو د مړينو په اړه ليکنه خپره کړې چې تر پخوا يې اندازه کمه شوې ده.

د ليکنې په پيل کې راغلي له څو لسيزو افغانستان د تر ټولو نېستمنو افريقايي هېوادونو تر څنګ د نويو زېږېدلو او وړو ماشومانو لپاره نامصئونه ځاى بلل شوى دى.

د مطلب په حواله ناامني، بېوزلي، غيرمعياري صحي خدمات او د ښځو د تعليم د کچې ټيټوالى په افغانستان کې د ډېرو نويو زېږېدلو ماشومانو د مړينې سبب کېږي.

سټارس اينډ سټرايپس ورځپاڼه ليکي، خو په تېرو ١٥ کلونو کې د لوېديځ په ملاتړ دافغان حکومت د هڅو له کبله د ماشومانو د ژغورنې بهير ډېر ښه شوى دى.

په مطلب کې لولو، د طالبانو تر څلور کلنې واکمنۍ وروسته چې ښځې يې په کور پورې منحصرې کړې وې، په ٢٠٠٠میلادي کال کې له هرو زرو نويو زېږېدلو ماشومانو نژدې ١٠٠ تنه يې تر يوکلنۍ مخکې مړه کېدل.

په ليکنه کې د ملګرو ملتونو ارقامو ته هم اشاره شوې چې د افريقايي هېوادونو د ماشومانو د مړينې ارقام په کې تر افغانستان زيات ښوول شوي، په سيراليون کې په هرو زرو ماشومانو کې ١٤٩، ورپسې په انګولا کې ١٣٨ او په لايبريا ١٢٩ ماشومان مړه کېدل.

د سټارس اينډ سټرايپس ورځپاڼې په مطلب کې راغلي، خو نن سبا چې د افغان ښځو لپاره صحي خدمات پراخ شوي، ورسره د نويو زېږېدلو ماشومانو د مړينې اندازه هم راکمه شوې ده.

د مطلب په حواله د ٢٠٠١ او ٢٠١٥میلادي کلونو ترمنځ موده کې په ټول افغانستان کې په هرو زرو نويو زېږېدلو ماشومانو کې له ٤٥ نيولې تر ٦٦ پورې مړه شوي دي.

دغه راز په هرو زرو ماشومانو کې چې عمرونه يې تر ۵ کلونو کم دي، له ۵۵ نيولې تر ٨٧ تنه يې مړه شوي دي.

نشنل پوسټ:

له کاناډا خپرېدونکې ورځپاڼې نشنل پوسټ په کابل کې د ١٣ نيپالي ساتونکو پر وژل کېدو تبصره خپره کړې چې اوس يې په باب د نيپال حکومت له کاناډا د وضاحت غوښتنه کړې ده.

نشنل پوسټ ليکي، د نيپال دولتي چارواکي په داسې حال کې له کاناډا وضاحت غواړي چې د دغو ١٣ نيپالي ساتونکو پر وژل کېدو په دې هېواد کې د خلکو غوسه او خواشيني زياته شوې ده.

د مطلب په حواله، دغو نيپاليانو په کابل کې د کاناډا سفارت ته کار کاوه چې په کابل غوندې ناامنه ښار کې يې په يوه ناخوندي ميني بس کې سفر کاوه.

د دغو نيپالي ساتونکو پر موټر د دوشنبې سهار وختي ځان وژونکى بريد وشو او د نيپال په حکومت کې يې داسې انتقادونه اوچت کړل چې ګواکې د کاناډايي ډيپلوماتانو غفلت- د دغو ساتونکو د وژنې سبب شو.

کاناډايي ورځپاڼې نشنل پوسټ ليکلي چې په کابل کې د دوشنبې په ورځ په هغه ځان وژونکي بريد کې د ١٣ نيپاليانو تر څنګ دوه هندي ساتونکي هم وژل شوي وو.

په پېښه کې چې وسله والو طالبانو يې مسووليت منلى، شپږ نيپاليان ټپيان شول.

په مطلب کې لولو چې نيپالي ډيپلوماتانو د کاناډا په پلازمېنه اوتاوا کې له خپلو کاناډايي سيالانو سره د هغه بريد پر مسئله بحثونه کړي دي.

XS
SM
MD
LG