سټارز اېنډ سټرایپس امریکايي خپرونه د افغانستان په لوېو لارو کې وروستیو ناامنیو ته په اشاره په خپل یو عنوان کې لیکي:
"سره له دې چې د برمته نیولو پېښې زیاتې شوي خو بیا هم ناټو د افغان ځواکونو له خوا د تالاشي او کنټرول د پوستو د کمولو ملاتړ کوي."
خپرونه لیکي، ناټو د افغان ځواکونو د نوې ستراتیژي چې په لوېو لارو کې یې خپلې پوستې کمې کړي دي ملاتړ کوي.
خو د مسافرو د برمته نیولو وروستۍ پېښه په هلمند کې وشوه چې وسله والو کسانو د څو موټرو شاوخوا شپیته مسافر ښکته کړل.
وروسته سیمه ییزو چارواکو وویل چې ټول دغه کسان د چهارشنبې په ورځ خوشې کړای شول.
سټارز اینډ سټرایپس خپرونه د افغانستان د دفاع وزارت د مرستیال ویاند جنرال محمد رادمنش له قوله لیکي چې:
"د تالاشي د کوچنیو دوو، درېیو، یا پنځه کسیزو پوستو په ځای موږ پیاوړي مراکز جوړوو چې ډېر ځواکمن وي او د دې توان ولري چې دښمن په شا کړي."
جنرال رادمنش خپرونې ته ویلي چې دا پلان په دې معنی نه دی چې ټولې پوستې به له منځه ځي بلکه د امنیت لپاره وړې پوستې منحل کیږي.
د ناټو ویاند، مایکل لاوهورن دغه نوې ستراتیژي اغېزناکه ګڼلې او خپرونې ته یې ویلي دي چې دغه وړې پوستې چې پخوا به په سپکو وسلو سمبال وې، دښمن به یو آسان هدف ګانه او افغان ځواکونو ته په کې ډېر تلفات اوښتي دي.
سټارز اېنډ سټرایپس خپرونه د جنرال مایکل لاوهورن له قوله لیکي چې افغان ځواکونو د دغو پوستو د سرتېرو په ادغام لاس پورې کړی چې په نتیجه کې به يې ګڼ شمېر محارب ځواکونه برابر شي.
وال سټریټ ژورنال ورځپاڼه هم د افغانستان په هکله یو ورته مطلب کې لیکي چې امریکا افغان ځواکونو ته د نوېو هیلی کوپټر په رانیولو کې له ستونزو سره مخامخ ده.
ورځپاڼه زیاتوي:
کوم بندیزونه چې واشنګټن د اوکراین د شخړې په ارتباط په روسيې لګولي د افغانستان د پوځ د رغولو هلې ځلې یې ستونزمنې کړي دي.
د جمهوررئیس باراک اوباما د ۲۰۱۴ کال فرمان له روسیې سره سوداګري منعه کړې ده.
اوس دا ګرانه ده چې د افغانستان د اردو د هغو MI-17 ډوله هیلی کوپترو په ځای چې په جنګونو کې لګیدلي یا تخنیکي عوارض يي پیدا کړي له روسیې نوې الوتکې را ونیول شي.
وال سټریټ ژورنال لیکي چې په افغانستان کې د نړیوال ایتلاف د هوايي ځواکونو قوماندان جنرال جیف تالیافیرو هیله لري چې واشنګټن په دې هکله په څو راتلونکو اونیو کې تصمیم ونیسي.
د امریکا د دفاع وزارت یو ویاند دا څرګنده کړې نه ده چې په کومو بدیلو لارو غور کیږي خو دومره یې وویل چې موضوع تر څېړنې لاندې ده نو ځکه یې په هکله څه نه شي ویلی.