د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۰۲

افغان پولې سره د مرکزي اسیا هېوادونو د پوځي حضور زیاتوالی


د مرکزي آسیا هېوادونو په دې وروستیو کې له افغانستان سره په پولو خپل پوځي حضورپیاوړی کړی دی.

تاجکستان د روانې میلادي میاشتې په پیل کې اعلان وکړ چې له افغانستان سره په پوله یې نور سرتېري ځای پرځای کړي دي.

ازبکستان خپل سرحدي ځواکونه د تیارسۍ په حالت کې راوستي او ترکمنستان هم په تېره مارچ میاشت کې پراخ پوځي تمرینات چې د دې هېواد په تاریخ کې یې سابقه نه درلوده، ترسره کړل.

د دغو اقداماتو هدف څه دی؟

دغه اقدامات د هغو ګواښونو د مخنیوي لپاره شوي چې له افغانستانه د طالبانو او د اسلامي دولت ډلې په څېر وسله والو ډلو متوجه کړي دي.

د ستراتفورکامنتري په لیکنه، داسې ښکاري چې د افغانستان په شمال کې د سخت دریځو وسله والو فعالیتونه په زیاتېدو دي.

له راپور سره سم په تېرو څو میاشتو کې په سیمه کې د وسله والو فعالیتونه او له مرکزي آسیا سره د افغانستان د پولې په اوږدو کې په نښتو کې د پام وړزیاتوالی راغلی دی.

داسي ښکاري چې دغه حالت تاجکستان زیات اندېښمن کړی چې له افغانستان سره په پوله یې ډېرسرتېري ځای پرځاې کړي دي.

د ازادي راډیو د تاجکستان د څانګې خبریال طاهرسفر د تاجکستان د اندېښنو په اړه وویل:

د ازادي راډیو د تاجکستان د څانګې خبریال طاهر سفر
د ازادي راډیو د تاجکستان د څانګې خبریال طاهر سفر

"په دې وروستیو کلونو کې اندېښنې زیاتې شوي چې مرکزي آسیا په تېره بیا تاجکستان به بې ثباته شي، ځکه موږ په تېرو میاشتو کې د دې شاهد و چې د تاجکستان په پوله د تاجکستان د امنیتي ځواکونو او د قاچاق وړونکو او سخت دریځو ډلو ترمنځ نښتې وشوې."

یوازې تاجکستان نه دی چې روان وضعیت ته اندېښمن دی بلکې ازبکستان هم ورته اندېښنه لري.

د ازادی راډیو د ازبکستان د څانګې خبریال سراج الدین اسلام د ازبکستان د یوه چارواکي له قوله وویل چې ویلي یې دي، د ازبکستان شاوخوا ۶۰۰ اتباع په افغانستان او سوریه کې جنګېږي.

د اسلام په وینا د ازبکستان چارواکي دې ته اندېښنه لري چې دغه سخت دریځي د ازبکستان په دننه کې فعالیتونو ته مخه نه کړي.

د افغانستان او تاجکستان ترمنځ سرحد
د افغانستان او تاجکستان ترمنځ سرحد

هغه زیاته کړه:

"موږ وینو چې د افغانستان په شمال او جنوب کې د طالبانو فعالیتونه زیاتېږي او داعش هم په یو شمېر ولایتونو لکه تخار، کندوز او بدخشان کې ډېر پیاوړی شوی چې دغه حالت البته د ازبکستان د حکومت لپاره د اندېښنې وړ دی."

د راپورونو له مخې دغه حالت د دې سبب شوی چې ازبکستان خپل سرحدي ځواکونه د تیارسۍ په حالت کې راولي.

د ستراتفور کامنتري په لیکنه له افغانستانه د یو شمېر امریکایي سرتېرو وتل او په سیمه کې په وروستیو کلونو کې د اسلامي دولت ډلې حضورد دې سبب شوی چې په سیمه کې د وسله والو فعالیتونه زیات شي.

د افغانستان پولې ته نږدې د ترکمنستان د سیمو امنیت هم د ترکمنستان د چارواکو لپاره ډېرمهم ګڼل کېږي.

د ازادي راډیو د ترکمنستان د څانګې خبریال تویمای رات بوګاییف د هغو اقداماتو په اړه چې ترکمنستان د سخت دریځو وسله والو د ګواښونو په وړاندې د مقابلې لپاره کړي، وویل:

"ترکمنستان په دې وروستیو کې د خپلې خپلواکۍ د اخیستو راپدیخوا په ټول هېواد کې پوځي تمرینات ترسره کړل او چارواکو رسماً اعلان وکړ چې له دې کاره یې هدف له تروریستانو د هېواد ساتنه ده."

د بوګاییف په وینا د ترکمنستان ولسمشر قربان قلي بیردي محمدوف هم په هرو دوو یا درې میاشتو کې افغانستان پولې ته نږدې د ترکمنستان له سیمو لیدنه کوي.

د ازبکستان ولسمشر اسلام کریموف څه موده وړاندې اعلان وکړ چی له افغانستانه د یو شمېر امریکایي سرتېرو وتل به د سیمې د هېوادونو پر وضعیت اغېز وکړي.

XS
SM
MD
LG