د افغانستان د مشرانو جرګه وايي، د ملارسول او ملاهبت اله کسان د هېواد په ځینو ولایتونو کې په ازاد ډول فعالیت کوي خو حکومت یې مخه نه نیسي.
د دغې جرګې رييس فضل الهادي مسلمیار د یکشنبې په ورځ د جرګې په عمومي غونډه کې وویل، که حکومت په ځینو ولایتونو کې د ناامنیو پر وړاندې نور هم بې تفاوته پاتې شي، په هېواد کې به ناامني له دې هم زیاته شي.
ښاغلي مسلمیار زیاته کړه:
"په شمال کې د حکومت د بې پروایۍ له امله ناامني زیاته شوې ده، زه پر حکومت غږ کوم. د شمال د ناامنیو په هکله چې له وکیل صاحبانو سره دلایل موجود دي له جرګې سره دې يې شریک شي چې امنیتي مسوولین را وغواړو او ورسره یې مطرح کړو. همدا اوس په بادغیس او فراه ولایتونو کې د ملارسول او ملاهبت اله کسان په ازاده توګه فعالیت کوي خو حکومت یې پر وړاندې بې تفاوته دی، له امنیتي مسوولین څخه دې په دې اړه پوښتنې وشي."
فاریاب، کندز، بادغیس، فراه، بغلان او هلمند هغه ولایتونه دي چې د یو شمېر سناتورانو په وینا، له شاوخوا یوې میاشتې راهیسې په کې ناامني زیاته شوې ده.
مشرانو جرګه له حکومته غواړي چې دې ولایتونو ته دې تازه دمه او په ضروري وسلو سمبال ځواکونه ولیږي.
په دې اړه د دفاع وزارت ویاند دولت وزیري د یکشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، افغان ځواکونو د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې وسله وال مخالفین ځپلي او پر وړاندې یې اوس هم عملیات روان دي.
ښاغلي وزیري زیاته کړه:
"موږ په ټولو سیمو کې پلان شوي عملیات پیل کړي، په هر ځای کې چې امنیت کمزوری دی عملیات په کې کوو. اوس هوايي ځواکونه هم عملیات کوي. د ملارسول او ملاهبت اله د کسانو ترمنځ اوس هم جنګ روان دی، خو په کوم ځای کې چې موږ ته دغه ډلې محسوسې شي عملیات په کې پر مخ وړو."
دولت وزیري وايي، همدا اوس د هېواد په ۱۴ ولایتونو کې ۱۷ عملیات روان دي.
سربېره پر دې په هغو سیمو کې چې د ناامینو ګواښ په کې زیات دی هلته د ده په خبره د کمانډو ۱۱ پوځي عملیات پیل شوي دي.
د دفاع وزارت دا هم وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې يې ۱۷ هوايي عملیات په کونړ، ننګرهار، هلمند، فراه، هرات، بادغیس، غور، کندز او فاریاب ولایتونو ترسره کړي چې مخالفې لوري ته یې درانه زیانونه اړولي دي.
راپور: خان محمد سیند