د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱۲ زمری ۱۴۰۰ کابل ۰۰:۱۲

شجاع: په بلخ کې سلګونه کسان د محلي زورواکو له خوا مسلح شوي


د بلخ ولایتي شورا غړي د محلي دولت چارواکي د غېر قانوني وسله والو ګروپونو په رامنځته کولو او نا مسووله کسانو ته د وسلو په وېشلو تورنوي.

د بلخ ولایتي شورا مرستیال شجاع الدین شجاع ازادي راډیو ته ویلي دي چې د بلخ محلي چارواکو د ولسي پاڅون کوونکو په چوکاټ کې په غېرقانوني توګه سلګونه کسان مسلح کړي دي.

د یادې شورا یو بل غړی ابراهیم خیر اندیش وايي چې د بلخ سرپرست والي دا وسلې په بېلابېلو سیمو کې خپلو کسانو ته وېشلي دي.

هغه وویل:

"ّپه بلخ کې وسلې پرته له زورواکو نور څوک نه شي وېشلای.له زور واکو څخه مو منظور څوک دی؟د بلخ والي، نه مې پرېږدئ باید حقیقت په ډاګه کړم، همدا د بلخ والي صاحب دی. ډېری دا وسلې کومو سیمو کې وېشل شوي؟په همدې شولګره کې شولګره کې خلک وايي چې د دوی په سیمو کې یې ډېر خلک مسلح کړي او نور په بلخ ولسوالۍ کې یې مسلح کړي دي."

د دې شورا مرستیال شجاع الدین شجاع وايي چې یادې شوې وسلې د بلخ په ۱۴ ولسوالیو کې غېرمسوول کسانو ته ورکړل شوي دي چې ډېری وخت بیا دا کسان د ولسي پاڅون کوونکو ځواکونو په چوکات کې مسلح شوي دی.

ښاغلي شجاع زیاته کړه:

"کله چې موږ کلیو ته ورشو، هلته وینو چې ۵ یا ۱۰ کسان پاڅون کوونکو ته اړوند دي، خو هلته موږ سلګونه وسله وال وینو او دوی د ملي پاڅون کوونکو په چوکاټ کې له غیرقانوني وسله والو ملاتړ کوي."

د بلخ ولایتي شورا د استازو په خبره چې دې ولایت کې د غیر قانوني وسله والو حضور د ناامنۍ سبب شوي او دا مسلح ځواکونو له عام ولسه عُشر او زکات ټولوي.

د دې شورا غړي وايي چې د طالب وسله والو حضور او د غیر قانوني وسله والو شتون هغه دوه عمده عامل دي چې د بلخ امنیت ته یې ګواښ متوجه کړی دی.

په همدې حال کې د بلخ سرپرست والي عطا محمد نور ویاند منیر فرهاد ازادي راډیو ته په خبرو کې دا ادعاوې بې بنسټه وبللي.

منیر فرهاد وویل چې د ولسي پاڅون کوونکو په ځواکونو کې شامل کسان قانوني وسله وال دي چې د بلخ امنیتي ارګانونو سره یې هویت ثبت او راجستر شوی دی.

منیر فرهاد وویل چې د ولسي پاڅون کوونکو په ځواکونو کې شامل کسان قانوني وسله وال دي
منیر فرهاد وویل چې د ولسي پاڅون کوونکو په ځواکونو کې شامل کسان قانوني وسله وال دي

ښاغلي فرهاد وویل:

"ولسي پاڅون کوونکي او یا هم محلي پولیس چې په هر ځای کې دي، په مجموع کې له ملي امنیت او د بلخ امنیې قومندانۍ سره ثبت او راجسټر شوي دي."

دا په داسې حال کې ده چې تر دې مخکې هم د بلخ ولایتي شورا استازو د محلي حکومت چارواکي د قدرت په انحصاري کولو او د غیرقانوني وسله والو څخه په ملاتړ تورن کړي دي.

راپور: مجیب الرحمن حبیب زی

XS
SM
MD
LG