د افغانستان ولسي جرګې د افغان ولسمشر له وروستۍ پرېکړې چې د پروژو د تطبیق ځنډوونکي شرکتونه نغدي جریمه شي هرکلی وکړ.
د دې جرګې د مالي او بودجې کمېسیون منشي نظري ترکمن ازادي راډیو ته وویل چې د پروژو د تطبیق ځنډوونکي شرکتونه که جریمه شي پراختیايي کارونه چټک کېږي او هم به د بودجې او وخت له بېځایه لګښته مخنیوی وشي.
افغان ولسمشر د شنبې په ورځ د تدارکاتو د ملي کمېسیون په غونډه کې امر وکړ چې د پروژو په تطبیق کې له دلیل پرته د ځنډ راوستونکي شرکتونه دې نغدي جریمه شي.
صفيالله ستانکزي له ښاغلي ترکمن سره مرکه کړې او په سر کې یې د ولسمشر د وروستۍ پرېکړې د اغېزې په اړه پوښتنه کړې ده.