د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۴۱

غني: د عرب امارات سوداګر دې په افغانستان کې پانګونه وکړي


افغان ولسمشر متحده عربي اماراتو ته د سفر پر مهال په دغه هېواد کې له میشتو افغان او عربي سوداګرو وغوښتل چې په افغانستان کې پانګونه وکړي.

د افغان ولسمشر مرستیال ویاند وايي چې حکومت له بل هر وخت زیات دا مهال کوښښ کوي چې بهرنیو پانګه والو په افغانستان کې پانګې اچونې ته وهڅوي او له دې سره د هېواد اقتصاد وده کړي.

شاه حسین مرتضوي د جمعې په ورځ ازادي راډيو ته وویل، متحده عربي اماراتو ته د افغان ولسمشر د سفر عمده هدف د افغانستان د کرنېز اقتصاد د ودې په برخه کې د عربي سوداګرو پانګونې ته هڅول دي.

ښاغي مرتضوی وویل چې محمد اشرف غني په دغه سفر کې په اماراتو کې د افغان سوداګرو د ستونزو په اړه بحث وکړ او دوی یې په خپل هېواد کې پانګې اچونې ته وهڅول.

مرتضوی وویل چې محمد اشرف غني په دغه سفر کې په اماراتو کې د افغان سوداګرو د ستونزو په اړه بحث وکړ
مرتضوی وویل چې محمد اشرف غني په دغه سفر کې په اماراتو کې د افغان سوداګرو د ستونزو په اړه بحث وکړ

ښاغلي مرتضوي زیاته کړه:

"دغه سفر د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي همکارېو د پراختیا په هدف شوی، افغانستان علاقه لري چې امارات په افغانستان کې د کرنې په اقتصادي وده کې پانګونه وکړي، ولسمشر به په دغه سفر کې له افغان سوداګرو سره د دوی پر ستونزو هم خبرې وکړي او دوی به وهڅوي چې په افغانستان کې پانګونه وکړي."

دا مهال لسګونه افغان سوداګرو په متحده عربي اماراتو کې په بېلابېلو برخو کې میلیونه ډالره پانګونه کړې.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د یوه دولتي پلاوي په مشرۍ د تېرې پنجشنبې په ورځ په یو ورځني سفر د متحده عربي اماراتو پلازمینې ابوظبۍ ته ولاړ.

له دې وړاندې افغان حکومت او متحده عربي امارتو په خپل منځ کې د همکارېو ستراتیژیک توافقنامه لاسلیک کړې چې له مخې يې متحده عربي امارت له افغانستان سره په اقتصادي، سیاسي او فرهنګي برخو کې همکاري کوي.

د اقتصادي چارو افغان کارپوه اذرخش حافظي ټینګار کوي چې لومړی باید افغان حکومت په اقتصادي برخه کې پرتې ستونزې حل کړي، څو بهرنیان په افغانستان کې پانګې اچونې ته وهڅیږي.

حافظي ټینګار کوي چې لومړی باید افغان حکومت په اقتصادي برخه کې پرتې ستونزې حل کړي
حافظي ټینګار کوي چې لومړی باید افغان حکومت په اقتصادي برخه کې پرتې ستونزې حل کړي

ښاغلي حافظي زیاته کړه:

"دوبۍ د افغانستان لپاره د نړیوالې سرمایې په یو پول بدلېدای شي، خو په افغانستان کې د پانګې اچونې د جلب لپاره زمینه نه ده مساعده، تر اوسه د اقتصادي وضعیت لپاره اساسي کرښې نه دي تعین شوې، نو ممکنه نه ده چې په داسې یوه حالت کې موږ بهرني پانګوال په افغانستان کې پانګې اچونې ته وهڅوو، په لومړي سرکې باید په هېواد کې دننه د افغان سوداګرو امنیت خوندي شي چې بهرنیو پانګوالو لپاره یو ښه مثال وګرځي."

که څه هم ښاغلي حافظي په دې باور دی چې په افغانستان کې د اماراتو پانګه اچونه به افغانستان ته زیاتې ګټې ولري، خو ټینګار کوي چې افغان حکومت باید په دې برخه کې بهرنیو پانګوالو ته لازم فرصتونه برابر کړي.

اذرخش حافظي وايي، که د افغانستان د اقتصادي ودې لپاره یوه روښانه لاره تعقیب نه شي، د هېواد اقتصاد اساسي ګرښې ونه ټاکل شوي او په افغانستان د کې د سوداګرو او پانګوالو امنیت خوندي نه شي، نو هیڅ کورنۍ او بهرنۍ سوداګر او پانګوال به په افغانستان کې پانګې اچونې ته زړه ښه نه کړي.

راپور: رحمت الله افغان

XS
SM
MD
LG