د لاسرسي لېنکونه

سه شنبه ۲۶ وږی ۱۳۹۸ کابل ۰۲:۴۷

د امریکا د مسلمانانو په تاریخ کې د محمد علي جنازه تر ټولو ستره ده


"ما تاسو ته وویل چې د خپلې دورې تر ټولو غوره یو یم، نن مې هم تاسو ته همدا خبره وکړه چې تر ګردو غوره یم."

دا د بوکس د افسانوي لوبغاړي محمد علي خبرې دي چې نژدې څلویښت کاله مخکې یې له خپل یوه سیاله د لوبې تر ګټلو وروسته وکړې.

محمد علي چې تیره اوونۍ د ۷۴ کلونو په عمر وفات شو د جمعې په ورځ به خاورو ته وسپارل شي.

دی څو لسیزې په پارکینسون ناروغۍ اخته و، سر او ځان یې پوړېده او نه یې شوای تکیه کولی.

په زرګونو کسان به نن د محمد علي د جنازې په مراسمو کې د کنتاکي په لوویل ښار کې برخه واخلي.

محمد علي درې ځله د نړۍ د درانه وزن اتل شوی و او د یوه مدني فعال په توګه دی د شلمې پیړۍ په یوه تل پاتې شخصت بدل شو.

د محمد علي اصلي نوم کسیوس کلې و. دی په ۱۹۶۴ کې مسلمان شو او خپل نوم یې په محمد علي بدل کړ.

د محمد علي د جنازې مراسم به نن د لوویل ښار په ازادي سټیډیم کې د دیرش دقیقو په مخه ترسره شي دا هغه ځای دی چې محمد علي په کې خپله وروستۍ مسابقه کړې وه.

په دې لوبه کې چې په ۱۹۶۱ کال کې وشوه، محمد علي بیسمن هوف ته ماتې ورکړه.

د جنازې امامت به زید شاکر وکړي. امام زید شاکر وویل، محمد علي د نړۍ په میلیونونو مسلمانانو ته د اسلام یوه واقعي څېره ده چې سولې او زغم ته یې خلک رابلل:

"محمد علي د مسلمانانو د ټولنې ستره څېره وه. ده د ډېرو شیانو استازیتوب کاوه، ځکه چې دی د رښتونیو واقعتونو څرګندونه کوله د هغو واقعتونو چې هر مسلمان یې غوښتنه کوي، میړانه، سخاوت، عالي روحیه، مهرباني او مینه."

تمه ده چې د جمعې په ورځ چې کله محمد علي خاورو ته سپارل کیږي د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان او د اردن پاچا عبداله الثاني هم ګډون وکړي.

ویل سمیت چې د محمد علي نقش یې په یوه فلم کې لوبولی دی
ویل سمیت چې د محمد علي نقش یې په یوه فلم کې لوبولی دی

د امریکا پخوانی ولسمشر بل کلنټن به د محمد علي د جنازې پر سر خبرې وکړې او د امریکا د سینما پیژندل شوې څیره ویل سمیت چې د محمد علي نقش یې په یوه فلم کې لوبولی دی د محمد علي جنازې ته به اوږه ورکړي.

XS
SM
MD
LG