د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۷

حامد کرزی د سوکوهنې د نامتو لوبغاړي محمد علي جنازې ته لاړ


د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی د سوکوهنې د نامتو لوبغاړي محمد علي د جنازې په مراسمو کې د ګډون لپاره امریکا ته ولاړ.

تمه ده چې ښاغلی کرزی به نن د کنتاکي ایالت په لویي ویل ښار کې په دې مراسمو کې برخه واخلي.

د هغه پیغام له مخې چې د حامد کرزي دفتر په فیسبوک کې خپور کړی دی، پخوانی ولسمشر تېره ورځ ناوخته له کابله د امریکا په لور روان شو.

محمد علي د جمعې په شپه د ۷۴ کلونو په عمر د پارکینسون ناروغۍ له امله د امریکا په یوه روغتون کې ساه ورکړه.

ده په ۲۰۰۲ کال کې هغه وخت چې حامد کرزي په افغانستان کې د موقتې ادارې مشري کوله، د ملګرو ملتونو د سولې د سفیر په توګه افغانستان ته د درېیو ورځو په مخه سفر کړی و.

XS
SM
MD
LG