د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۴ زمری ۱۴۰۰ کابل ۰۶:۳۹

معلول لوبغاړي: د سیالیو لپاره مناسب ځای نه لرو


د افغانستان معلولو لوبغاړو فدراسیون مسولین وايي چې د نورو ستونزو تر څنګ لوبغاړي یې د سیالیو لپاره مناسب ځای نه لري.

د دغه فدراسیون مشر کبیر خوشبین ازادي راډیو ته وویل چې لوبغاړي یې نه شي کولای چې د دغه ستونزو تر څنګ خپل ورزش په ښه ډول تر سره کړي.

دا په داسې حال کې ده چې افغان معلولو لوبغاړو هېواد ته په څو بهرنیو سیالیو کې د برونزو، سپینو زرو او د سروزو مډالونه هم راوړي دي.

XS
SM
MD
LG