نړۍ
د ترکيې په جنوب کې لږ تر لږه څوارلس کسان ووژل شول
د ترکيې په جنوب کې لږ تر لږه څوارلس کسان هغه وخت ووژل شول چې د زده کوونکو يو بس موټر پر يوه پله له خپل مسير څخه واوښت او يوه کانال ته ولوېد.
د ترکيې خبري اژانسونه ليکي چې دغه بس پرون عثمانيه ښار ته نژدې د يوې لرغونې ساحې له يوه علمي سفر څخه راستنېده.
راپور وايي، په ١٤مړو کې ښايي شپږ تنه يې د منځني ښوونځي زده کوونکي وي، په پېښه کې ٢٤ تنه نور ټپيان شوي دي.
د ترکيې دوګان خبري اژانس خبر ورکړى، چې د بس موټر چلوونکى کنټرول له لاسه ورکړى و.
د پېښې د څرنګوالي په اړه څېړنې پيل شوې دي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
اسراییل د سوریې یو پوځي بنسټ ویشتی
د اسراییل په نننیو حملو کې د سوریې په جنوب کې د سوریې یو پوځي بنسټ ویشتل شوی دی.
د سوریې د بشري حقونو د څار ډلې مشر رامي عبدالرحمن ویلي، د سوریې د سویدا او درعا ولایتونو ترمنځ په دې حمله کې چې ګومان کېږي د اسراییل له خوا شوې، د سوریې د پوځ د رادار تاسیستات په نښه شوي دي.
د سوریې دولتي اژانس سانا د پوځ د اعلامیې په حواله راپور ورکړی چې ویلي یې دي، اسراییل د سوریې په جنوب کې د هوايي مدافع یوه قطعه ویشتلې او مالي زیانونه یې اړولي دي.
زیلینسکي یو وار بیا له لوېدیځو متحدانو د نورو هوايي مدافع دستګاوو غوښتنه وکړه
د اوکراین ولسمشر ولودمیر زیلینسکي یو وار بیا د اوکراین له لوېدیځو متحدانو وغوښتل چې کییف ته د هوايي مدافع نورې دستګاوې ورکړي.
دا غوښتنه داسې وخت کېږي چې د روسیې د میزاییلو په نننیو خونړیو حملو کې هم د اوکراین ښارونه او د انرژۍ مهم بنسټونه په نښه شوي دي.
زیلینسکي نن په خپله ایکس شبکه کې لیکلي: "هر هېواد چې اوکراین ته د هوايي مدافع دستګاوې ورکوي او هر رهبر چې زموږ شریکان هڅوي، څو د هوايي مدافع دستګاوې باید په تحویلخانو کې خوندي نه شي بلکې باید په هغو ښارونو کې ځای پر ځای شي چې له ترور سره مخامخ دي، دا د ژوند د خوندي کولو یو ملاتړ دی."
نن سهار وختي د اوکراین پر دنیپرو سیمه د روسیې د میزاییلو په حمله کې لږ تر لږه ۲ کسان ووژل شول او ۱۵ نور ټپیان شول.
غچ اخيستنه؛ اسراییل په ایران هوايي برید کړی
د راپورونو له مخې اسراییلو د ایران د بریدونو په غچ په ایران باندې هوايي برید کړی دی.
دا خبره اې بي سي امریکايي تلوېزیون ته یوه لوړپوړي امریکايي چارواکي تایید کړې ده.
یو شمېر رسنیو بیا د ایران له اصفهانه د درنو چاودنو د غږونو د اورېدو راپورونه ورکړي.
د ایران فارس خبري اژانس هم د جزییاتو له ورکړې پرته تایید کړې چې د اصفهان په ښار کې د چاودنو غږونه اورېدل شوي.
اصفهان کې د ایران ګڼې اټومي تاسیسات پراته دي چې تر ټولو مهم یې د نطنز بټۍ او د یورانیمو د بډاینې مرکز دی.
اسراییلو تر دې مخکې خبرداری ورکړی وو چې د ایران د توغندیزو بریدونو ځواب به ورکړي.
اخوا د ایران دولتي رسنیو خبر ورکړی چې په ګڼو ښارونو کې یې د جمعې په ورځ د هوايي دفاع سیستمونه فعاله کړي دي.
د تهران د پلازمېنې امام هوايي ډګر پروازونه هم تر سهاره پورې ځنډېدلي دي.
په پاکستان کې سختو ورښتونو او سېلابونو تر ۴۰ زیات کسان مړه کړي
د پاکستان په بېلابېلو سیمو کې سختو ورښتونو او د سېلابونو راوتلو تر ۴۰ زیات کسان مړه کړي دي.
ناورینونو پر وړاندې د مبارزې ادارې (پي ډي اېم اې) د اپرېل پر ۱۸مه پر ايکس پاڼه ویلي چې په بارانونو او سېلابونو کې د ۱۵ ماشومانو په ګډون ۳۳ تنه وژل شوي او ۴۶ ژوبل دي.
پي ډي اېم اې وايي چې په وروستیو ورښتونو او سېلابونو کې ۳۲۶ کورونه او ودانۍ بشپړې ړنګې شوي.
د بلوچستان حکومتي چارواکو هم ویلي دي چې په هغه صوبه کې د ورښتونو پر مهال په بېلابېلو پېښو او سېلابونو کې د وژل شویو شمېر اتو ته رسېدلی او نهه تنه ژوبل دي.
اخوا د پاکستان صدراعظم شهبازشریف په ورښتونو کې د پېښو او سېلابونو پر مهال د وژل شویو کورنیو ته ۲۰، ۲۰ لکه او ژوبلو کسانو ته د پنځه لکه روپیو ورکولو اعلان کړی دی.
ګوټېرېش: د غزې کړکېچ او پر اسراییل د ایران حمله ممکن د سیمې په یوه بشپړه جګړه بدله شي
د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټېرېش پرون د منځني ختیځ په اړه اندېښنه وښوده او خبرداری یې ورکړ چې د غزې د جګړې پر سر کړکېچ او پر اسراییل د ایران حمله ممکن د سیمې په یوه بشپړه جګړه بدله شي.
ګوټېرېش د امنیت شورا په هغه غونډه کې چې د اردن او ایران په ګډون د ځینو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په کې برخه درلوده وویل: "منځنی ختیځ د بحران پر پاڼ ولاړ دی او په وروستیو ورځو کې، هم په خبرو او هم عمل کې د خطرناکو کړکېچونو شاهدان یوو."
د ملګرو ملتونو سرمنشي یو وار بیا له ټولو ښکېلو لوریو غوښتنه وکړه چې له زغم کار واخلي.
انټونيو ګوټېرېش په دمشق کې د ایران پر قونسلګرۍ حمله او پر اسراییل د ایران د توغندیو او بې پیلوټه الوتکو حملې وغندلې.
هغه د بې پیلوټه الوتکو حمله د کړکېچونو نوی زیاتېدل وبلل او ویې ویل د دې وخت راغلی چې د غچ اخیستنې دا لړۍ بنده شي.
بورېل: د اروپايي ټولنې غړي هېوادونه دې اوکراین ته د هوايي مدافع نورې دستګاوې ورکړي
د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مشر جوزیپ بورېل د اروپايي ټولنې پر غړو هېوادونو غږ وکړ چې اوکراین ته د هوايي مدافع نورې دستګاوې ورکړي.
دا په داسې حال کې ده چې جګړه ځپلی اوکراین پر خپلو بنسټونو د روسیې له زیاتېدونکو هوايي حملو سره مخامخ دی او د وسلو زېرمې یې هم کمې شوې دي.
اوکراین ته د امریکا د متحدو ایالتونو د مرستو پروګرام هم په کانګرس کې له خنډ سره مخامخ دی.
د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مشر جوزیپ بورېل ویلي: "موږ د پیټرویت په نوم د هوايي مدافع امریکايي دستګاوې او د میزاییلو ضد دستګاوې لرو باید اوکراین ته یې ولېږو چې جګړه په کې سخته شوې ده."
تر دې مخکې د اوکراین ولسمشر ولودمیر زیلینسکي هم له غربي هېوادونو د وسلو او مهماتو د مرستې غوښتنه کړې وه.
د اوکراین هوایي ځواک: د روسیې ۱۳ بې پيلوټه الوتکې مو غورځولي
د اوکراین د هوایي مدافعې ځواکونه وایي، نن پنجشنبې یې د روسیې ټولې هغې دیارلس بې پيلوټه الوتکې را غورځولې چې پراوکراین د حملو لپاره کارول شوې وې.
اکثره دغو الوتکو د اوکراین پرلویدیځې ایوانا- فرانکیوسک Ivano-Frankivsk کې بنسټیز تاسیسات په نښه کړي وو.
د روسیې ریا نووستي خبري اژانس ادعاکړې چې ډرون الوتکو په سیمه کې د اوکراین پوځي تاسیسات ویشتي دي، خو د دې سیمې د مرکز ښاروال روسلان مارټینکیوف ازادي راډیو ته ویلي چې په دغو بریدونو کې یوازې ملکي تاسیسات په نښه شوي دي.
د هغه په خبره، د بې پلوټه الوتکو ټوټې د راپرېوتو په مهال د اور د لګېدو سبب شوې چې وروسته هغه مړ شو.
د فلسطینیانو لپاره د ملګرو ملتونو یوه اداره: مه پرېږدئ چې د اسراییل په غوښتنه منحل شوو
د ملګرو ملتونو د هغې ادارې چې له لسیزو راهیسې یې په غزه او لویدیځه غاړه کې میلیونونو فلسطینیانو ته مرستې رسولې، مشر پرون چهارشنبې د ملګرو ملتونو له امنیت شورا څخه وغوښتل چې د دې ادارې بقا تضمین کړي ځکه اسراییل یو ځل بیا د هغې د منحل کیدو غوښتنه کړې او هغه یې د حماس د ترهګرۍ د جګړې د ماشین برخه بللې ده.
د هغې ډلې چې امریکا او اروپایي ټولنه یې ترهګره ډله ګڼي.
فیلیپ لازاریني دې شورا ته وویل چې د UNRWA په نوم د دغې ادارې له منځه وړل به د غزې بشري بحران لا پراخ او د قحطۍ پیل به ګړندی کړي.
اسراییل دغه اداره تورنه کړې چې یو شمېر کارکونکو یې له حماس سره پراسراییل د تېرکال د اوکتوبرد اوومې په برید کې همکاري کړې ده، هغه ادعا چې ملګرو ملتونو رد کړې ده.
ایکس یا پخوانۍ ټویټر شبکه: د پاکستان حکومت سره غږیږو چې زموږ د فعالیت په اړه یې په اړه اندېښنو پوه شوو
ټولنیزې شبکې ایکس چې پخوا ټویټر نومیده ژمنه کړې چې د پاکستان له حکومت سره به کار وکړي چې پراندېښنو یې پوه شي.
دا وروسته له هغې چې پاکستاني چارواکو وویل، له دوو میاشتو راهیسې یې د دغې ټولنیزې شبکې فعالیت خپل ملي امنیت ته د ګواښ پراساس بند کړی دی.
د ایکس شبکې د نړیوالو چارو ډلې پرون چهارشنبې ناوخته په یوه پوست کې ولیکل چې دوی د پاکستان له دولت سره د هغوی د اندېښنو د درک کولو لپاره همکارۍ ته دوام ورکوي.
دا د فبرورۍ میاشتې له اولسمې وروسته چې د پاکستان پخواني صدراعظم عمران خان په دې هېواد کې د ترسره شویو عمومي انتخاباتو وروسته چې په هغو کې یې درغلۍ ادعاوې کړې، په ټول هېواد کې د عمومي مظاهرو غوښتنه وکړه او د دې ټولنیزې شبکې فعالیت مختل شو، د دې نړیوالې شبکې لومړنۍ رسمي څرګندونې دي.
اوکراین: د روسیې د پروني هوایي برید تلفات ۱۷ تنو ته لوړ شوي
د اوکراین پر چیرنیهیف ښار د روسیې د پروني هوایي برید د وژل شویو کسانو شمېر ۱۷ ته پورته شوی دی.
د ازادۍ راډیو د خبر مرکزي څانګې لیکلي چې دغه برید پرون سهار شاوخوا نهه بجې پر ملکي ودانیو شوی دی.
پرون په لومړیو کې د وژل شویو کسانو شمېر ۱۰ تنه ښودل شوی و.
د چیرنیهیف والي ویاچیسلاف چاوس ویلي، لږ تر لږه درې توغندي د ښار پر مرکز لګیدلي چې ورسره د هستوګنې ۱۶ اپارتمانونه، یو ښونځی او یو روغتون تخریب شوي دي.
برید کې لږ تر لږه ۱۶ ملکیان ټپیان شوي هم دي.
د اوکراین ولسمشر ویلي، د روسیې دغه برید ځکه نه دی شنډ شوی چې د متحدانو د ملاتړ د کمښت له کبله له دوی سره د هوایي مدافع تجهیزات کم شوي دي.