د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۵۰

د نړۍ مشرانو محمد علي يو افسانوي اتل وباله


محمد علي چې د سوک وهنې يا بوکس د ډګر يو افسانوي اتل ګڼل کېده، د شنبې په ورځ د پارکين-سن ناروغۍ له کبله چې له ډېرو کلونو ورسره لاس و ګرېوان و، د څلور اويا کلونو په عمر مړ شو.

د ده د جنازې عام مراسم به د جمعې په ورځ د ده په پلرني ټاټوبي د کينټکي په لويس وايل کې ترسره شي.

د سوک وهنې په ډګر کې د محمد علي ريکارډجوړوونکي شخصيت، د مسابقو د نندارو لپاره د ده حيرانوونکي استعداد او د ده جنجالي دريځونو دى د شلمې پېړۍ په يوې مشهورې څېرې بدل کړى و.

د ده پر مړينې د نړۍ ګڼو مشرانو خواخوږي څرګنده کړې ده. د امريکا ولسمشر بارک اوباما محمد علي يو غښتلى اتل ياد کړى. دى په محمد علي کلې هم مشهور و.

بارک اوباما وويل، که څه هم د علي فزيکي قوت کم شوى و، خو په نړۍ کې سوک وهنه د سولې او پخلاينې لپاره لا په يوه قوي ځواک بدل شو.

بارک اوباما وويل، که څه هم د علي فزيکي قوت کم شوى و،
بارک اوباما وويل، که څه هم د علي فزيکي قوت کم شوى و،

په امريکا کې د مدني حقونو مبارز جيسي جکسن وويل، علي چې کله د ويټنام په جګړه کې له ماموريت څخه ډډه وکړه، تيار و د خپلو اصولو لپاره خپل تاج او شتمني هم قربان کړي.

د امريکا د ولسمشرۍ انتخاباتو لپاره د ډيموکرات ګوند مخکښې کانديدې هليري کلېنټن وويل، امريکا هغه هېواد دى چې خلک کولاى شي خنډونه مات، د خپل خداى عبادت وکړي او ځان ته خپل يو نوم وټاکي، لکه محمد علي چې وکړ.

محمد علي د ١٩٤٢م کال د جنورۍ پر ١٧مه په لويس وايل کې زېږېدلى و، هغه وخت يې نوم کاسويس مارسيلوس کلې و.

ده په شپېتمه ميلادي لسيزه کې اسلام قبول کړ او خپل نوم يې په محمد علي بدل کړ.

علي په ١٢ کلنۍ کې سوک وهنه پيل کړه، اتلس کلن و، چې د روم د المپيک په سياليو کې يې د سوک وهنې په برخه کې د سرو زرو مډال وګاټه.

د امريکا د جمهوريت غوښتونکو مخکښ کانديد ډونالډ ټرمپ علي يو واقعي ستر اتل او حيرانوونکى شخصيت ياد کړى، چې د ده په خبره ټول به يې يادوي.

محمد علي د ١٩٧٤م کال د اکتوبر پر ٣٠مه د خپل رقيب جورج فورمن تر ماتولو وروسته ويلي وو:

"تاسې ټول خبرې کول ودروئ. پاملرنه! ما زه تاسو ټولو انتقادکوونکو او تاسو ټولو ته ويلي چې زه د ټول وخت تر ټولو ستر وم."

محمد علي چې کله په ١٩٨١م کال له سوک وهنې تقاعد شو درې کاله وروسته په کې د پارکين-سن ناروغي تشخيص شوه.

د دې ناروغۍ له کبله د ناروغ شخص سر يا هم د بدن نورې برخې رېږدي او دى يې نه شي کنټرولولاى.

په ١٩٦٤میلادي کال د سوني ليستن په ماتولو سره علي چې هغه وخت ٢٢ کلن و، د اول وار لپاره د نړۍ په کچه د درانه وزن سوک وهنې اتل شو.

پرون په لندن کې د ده يوه مينه وال واټسن دوتين د ده د مرګ د خبر تر خپرېدو وروسته رويټرز اژانس ته وويل:

"د محمد علي تر ټولو غوره مسابقه په بريتانيا کې وه، چې تر هغې مسابقې وروسته دى د درې نيمو کلونو لپاره له مسابقو منع شو، دا د ده بريتانوي مينه وال وو چې د ده ملاتړ يې وکړ، دا د محمد علي دويم هېواد و. کله چې د دويم ځل لپاره اتل شو، دى لندن ته راغى، زما لپاره تر ټولو ښه خاطره دا وه، چې د اول وار لپاره مې ورسره وکتل. ما يې لاس وښوراوه تر هغه وروسته دى ما همېش ځان ته نژدې احساساوه."

د سوک وهنې تر څنګ محمد علي د تورپوستو د خپلواکۍ او مدني حقونو لپاره هم مبارزه کوله.

د ده ځينو جنجالي اقداماتو او څرګندونو هم پر ده انتقادونه زيات کړل او هم يې د ده مينه وال.

محمد علي يوازې پنځه وارې په سوک وهنه کې ماتې خوړلې ده، ٥٦ مسابقې يې ګټلې او ٣٧ وارې ناک اوټ شوى دى.

XS
SM
MD
LG