د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۷ غبرګولی ۱۴۰۰ کابل ۱۲:۳۷

خبرونه

ایران به سږکال د حج مراسمو ته خپل حاجیان ونه لیږي

ایران نن رسماً اعلان وکړ چې سږ کال به د حج مراسمو ته ایراني حاجیان ونه لیږي.

تهران د دې خبر د اعلان پر مهال سعودي عربستان ایراني حاجیانو ته د مناسب امنیت په ټینګولو کې په پاتې راتلو ګرم وباله.

د حج د مراسمو مسئله د ایران او سعودي ترمینځ وروسته له هغه لانجمنه شوه چې تېر کال د ۴۰۰ ایرانیانو په ګډون نژدې دوه نیم زره حاجیان د حج د مراسمو په ټیل ماټیل کې ووژل شول.

د ایران د حج د ادارې مشر سعیداوهادي نن وویل، سعودي عربستان د هغو ګرځنده کلینیکونو شمېر کم کړی چې تهران د خپلو حاجیانو لپاره غوښتي وو.

اوهادي زیاته کړه چې ریاض به د خپل دې چلند تاوان وګالي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

مکنزي سکاټ ۲ میلیارده او ۷۰۰ میلیونه ډالره مرستندویو ټولنو ته ورکوي

د امازون د بنسټګر پخوانۍ مېرمن مکنزي سکاټ

د امازون د بنسټګر پخوانۍ ماندینې مکنزي سکاټ اعلان وکړ چې دوه میلیارده او ۷۰۰ میلیونه ډالره مرستندویو ټولنو او هغې موسسې ته ورکوي چې د جنسیتي برابرۍ په برخه کې کار کوي.

اغلې سکاټ چې د نړۍ تر ټولو شتمنه ښځه ده، د ټولنیزو شبکو له لارې د دغه خبر د اعلانولو ترڅنګ ویلي دا پیسې چې دې بښلي؛ د مرستو ترلاسه کوونکو ته د مثبتو فعالیتونو لار هواروي.

مکنزي سکاټ تردې وړاندې په ۲۰۲۰ میلادي کې هم د خپلو شتمنیو ۶ میلیارده ډالره د کرونا ځپلیو د مالي مرستو پروګرام، د تور پوستو تعلیمي مرکزونو، د جنسیتي مساوات په برخه کې فعالو موسسو او پوهنتونونو ته بخښلي وو.

د فوربس مجلې پر اساس د مکنزي سکاټ شتمني ۶۰ میلیارد ډالرو ته رسېږي.

دا پیسې یې په ۲۰۱۹ میلادي کې له خپل مېړه جېف بیزوس څخه د طلاق پر سر له جوړ جاړي وروسته ترلاسه کړې.

سوداګرۍ خونه: د ۲۵۰ افغان سوداګرو سوداګریزې توکي چین کې بند پاتي

ارشیف، د افغانستان او چین ګډ بیرغونه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه وایي، د اوږدې مودې راهیسې د ۲۵۰ سوداګرو سوداګریز توکي په چین کې د ویزو نشتون له امله بند دي او تر اوسه د دې ستونزې د له منځه وړلو په برخه کې هېڅ ګام نه دی شوی.

د سوداګرۍ خونې مرستیال یونس مومند نن پنجشنبه (د غبرګولي ۲۷مه) ازادي راډیو ته وویل چې د سوداګرو د اتحاديي رئیس حاجي عبید او یو شمېر نورو غړو له سوداګرۍ خونې سره کتلي او د لیدنې په ترڅ کې د دوی د شته ستونزو او افغان سوداګرو ته د چین ویزو نه ورکولو په اړه خبرې شوي.

ښاغلي مومند وویل، افغان سوداګرو ته د چین ویزې نه ورکولو له امله سوداګر له ګڼو ستونزو او ننګونو سره مخ دي او دوی به دا ستونزې ژر تر ژره د چین سفارت او د نوموړي هېواد د سوداګریز قونسل سره حل کړي.

نوموړي ژمنه وکړه چې د سوداګرۍ خونه به د دوی دغو ستونزو هواري لپاره یوه انلاین ناسته د چیني مقاماتو، دولتي سکتور مسوولینو، کابل کې د چین مېشت سفیر، په چین کې مېشت افغان سفیر او یو شمېر سوداګرو په ګډون ترسره او شتو ستونزو ته به د حل لارې چارې ولټوي.

چارواکي وایي، د کرونا ویروس د دواړو هېوادونو ترمنځ په سوداګریزو اړیکو خورا بده اغیزه کړې ده.

هرات کې د روميانو معياري فارم جوړ شو

ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري

په هرات ولایت کې د روميانو معياري فارم جوړ شو.

د کرنې او مالدارۍ وزارت ویاند اکبر رستمي نن پنجشنبه (د غبرګولي ۲۷مه) ازادي راډیو ته وویل چې د روميانو دغه ستر فارم په دغه ولايت کې په ١٠٠ جريبه ځمکه کې جوړ شوى دى.

په دغه فارم کې له اصلاح شوېو تخمونو او د اوبو لګولو له پرمختللي سيستم څخه استفاده شوې ده.

چاراکي وایي، په دغه فارم کې کرل شوي تخمونه په هر هکتاره ځمکه کې له ١۵٠څخه تر ٢٠٠ مټريک ټنو پورې د حاصلاتو وړتيا لري.

د کرنې وزارت وایي، د دغه معیاري فارم په جوړولو سره لسګونو کسانو ته د کار زمینه هم برابره شوې ده.

لوګر چارواکي: پر یوه کور د هاوان مرمۍ په لګیدو ۴ تنه وژل شوي

د افغانستان په نقشه کې د لوګر ولایت

په لوګر کې پر یوه کور د هاوان مرمۍ د لګېدو په پېښه کې څلور تنه وژل شوي او شپږ نور ټپیان دي.

د لوګر د پولیسو ویاند ګل حیدر احمدي د پنجشنبې (د غبرګولي ۲۷مه) په ورځ ازادي رادیو ته وویل، چې وړمه ورځ د دې ولایت د محمد اغې ولسوالۍ اړوند په سرخ اب سیمه کې پر یوه کور د هاوان مرمۍ لګیدلې چې له امله دا مرګ ژوبله اړولې ده.

دده په وینا په مړو او ټپیانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

احمدي وایي، د هاوان یاده مرمۍ وسله والو طالبانو فیر کړې، خو د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د توغول شوي هاوان مرمۍ پړه پر افغان سرتېرو ور اچوي چې له امله یې یاده مرګ ژوبله رامنځته شوې ده.

دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې هم په دې ولایت کې د جګړې د دواړو خواوو په نښته کې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

پکتیا چارواکي: د ۱۱ پاکستانیو په ګډون ۲۷ طالبان وژل شوي

ارشیف، پکتیا کې امنیتي ځواکونه د عملیاتو پر مهال

د پکتیا په اریوب ځاځي ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو او وسله والو تر منځ نښتو کې دواړو لورو ته مرګ ژوبله اوښتې.

په پکتیا کې د ۲۰۳ تندر قول اردو ویاند ایمل مومند نن پنجشنبه (د غبرګولي ۲۷مه) سهار ازادي راډیو ته وویل چې تېره ورځ وسله والو طالبانو د دې ولایت د اریوب ځاځیو ولسوالۍ د بیان خېلو په سیمه کې د سرحدي ځواکونو پر یوه پوسته ډله ییز برید وکړ چې د افغان هوایي او ځمکنیو ځواکونو له ځوابي غبرګون سره مخ شول.

مومند وایي، د نښتې په پایله کې د ۱۱ پاکستانيو او ۲ مشهورو قوماندانانو په ګډون ۲۷ وسله وال طالبان ووژل شول او ۱۲ نور یې ټپيان شول.

د مومند په خبره په نښته کې د سرحدي ځواکونو ۳ سرتیري وژل شوي او ۶ تنه ټپیان دي.

خو یوې بلې امنیتي سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط ازادي راډیو ته وویل چې په دې نښته کې ۹ افغان سرتیري وژل شوي او ۴ نور ټپیان دي.

وسله والو طالبانو د دغې ادعا په اړه تر اوسه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

بښنې سازمان: افغان چارواکي دې پر ملکیانو د حملو عاملین عدالت ته راکاږي

د بښنې د نړیوال سازمان لوګو

د بښنې نړیوال سازمان یا امنیستي انټرنېشل له افغان چارواکو وغوښتل چې پر ولسي وګړو د وروستیو هغو خونړیو حملو د عاملانو په اړه دې څېړنه وکړي او هغوی دې عدالت ته راکاږي چې جنګي جرمونه بلل کېږي.

د جنوبي اسیا لپاره د دې لندن میشتي سازمان کمپاینرې سمیرا حمیدي پرون چهارشنبه (د غبرګولي ۲۶مه) په یوه بیان کې وویل چې د ملکیانو په نښه کول پرته له دې چې څوک مجازات شي، دوام لري.

دا وروسته تر دې چې په تېره یوه اوونۍ کې په افغانستان کې لږ تر لږه ۲۴ ملکیان ووژل شول.

نوموړې وویل، په داسې حال کې چې د سولې خبرې ټکنۍ شوي او له افغانستانه د نړیوالو ځواکونو د وتلو بهیر ګړندۍ روان دی، دا ولسي وګړي دي چې په دې هېواد کې د جګړې درون تاوان ګالي.

فرانسه: د ایران د اټمي تړون خبرو کې د پام وړ اختلافات لا شته

ارشیف، د ایران پر اټمي تړون د نړیوالو قدرتونو ترمنځ خبرې

د فرانسې د بهرنیو چارو وزارت وایي، د ایران د ۲۰۱۵ میلادي کال اټمي تړون د احیا لپاره د تهران او لویدیځو قدرتونو ترمنځ خبرو کې د پام وړ اختلافات تراوسه په خپل حال پاتې دي.

دې وزارت پرون چهارشنبه (د غبرګولي ۲۶مه) په یوه خبرپاڼه کې وویل چې خبرې ستونزمنې شوې او دې ته اړتیا ده چې زړورې پرېکړې وشي، ځکه چې وخت ډېر نشته.

تر دې یوه ورځ مخکې د نړیوالې اټمي انرژۍ د ادارې رییس رافایل ګروسي ویلي چې د ایران د اټمي تړون د احیا لپاره باید دې منتظر شو چې په ایران کې نوی ولسمشر وټاکل شي.

ټاکل شوې چې سبا جمعه د ایران د ولسمشرۍ انتخابات ترسره شي او تمه ده چې نوی ولسمشر به تر دوو میاشتو پورې خپله کابینه وټاکي.

درې چینایي ستورمزلي د فضایي اډې پر لور روان شول

ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري

درې چینایي ستورمزلي یا فضا نوردان نن په یوه فضایي بیړۍ کې د چین د فضایي اډې پر لور روان شول.

دغه درې ستورمزلي به چې دوه یې تجربه لرونکي دي، درې میاشتې د چین د فضایي اډې په تیانهي نومې برخه کې چې د دې اډې اصلي برخه ده، تېرې کړي.

دوی به په دې فضایي اډه کې څېړنې کوي، نوي وسایل به ازمویي او راتلونکي کال به له دې اډې سره د دوو نوېو مودولونو یا خونو د یوځای کېدو لپاره تیاری نیسي.

د شینزو ۱۲ په نوم د دوی د سپرلۍ فضایي بېړۍ چې د چین له شمال لویدیځ د جیوکوان له فضایي مرکزه د یوه توغندي په وسیله توغول شوې وه، د یوه لنډ واټن له وهلو وروسته ترې جلا شوه او له مهال ویش سره سم د ځمکې مدارته ننوته.

چین په پام کې لري چې په راتلونکي یو نیم کال کې ۱۱ نور فضایي ماموریتونه هم ترسره کړي، څو د تیانګونګ فضایي بیړۍ د نصبولو کار بشپړ کړي.

په پکتیا کې د روان جنګ پرضد خلکو سوله ییز لاریون وکړ

په پکتیا کې لاریون

د چهارشنبې په ورځ (د غبرګولي ۲۶مه) د پکتیا په مرکز ګردېز کې د دې ولایت لسګونه اوسیدونکو په هېواد په ځانګړي ډول په پکتیا کې د وروستیو ناامنیو او جنګونو د زیاتیدو په غبرګون کې لاریون وکړ او د جنګ له ټولو خواوو یې غوښتنه وکړه چې خپلې ستونزې د جنګ پر ځای په خبرو حل کړي.

دا لاریون وروسته له هغې کیږي چې له تېرو دوو اونیو راهیسې د پکتیا په یو شمېر ولسوالیو کې د وسله والو طالبانو او افغان حکومت تر منځ جګړو زور اخیستی چې دواړو لوریو ته په کې مرګ ژوبله هم اوښتې.

د دې لاریون یوه تنظیم کوونکي سیدجمال الدین اصف خېل ازادي راډیو ته وویل چې په پکتیا کې روانې جګړې ګڼې کورنۍ بې ځایه کړې، په څو ولسوالیو کې مخابراتي شبکې بندې شوي او ګڼ شمېر خلک روغتیایي اسانتیاوو ته لاسرسی نه لري.

د پکتیا زرمت ولسوالۍ چې د دې ولایت یوه له ګڼ نفوسه ولسوالیو شمېرل کېږي، د وسله والو طالبانو له لوري یې، په لویو لارو کې بمونه ځای پر ځای شوي چې له امله یې خلک له ډېرو ستونزو سره مخ شوي دي.

لاریونوال په داسې حال کې د اوربند غږ پورته کوي چې په ټول هېواد کې جګړه تېزه شوې او په دوحه کې لا هم د سولې د مذاکراتي پلاوو تر منځ په ناستو کې د پام وړ پرمختګ نه لیدل کیږي.

د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وایي، په یو شمېر لویو لارو کې ماینونه د نظامي کتارونو د مخنیوي په هدف ځای پرځای کړي دي.

ناټو د افغان پوځي افسرانو د روزلو لپاره له قطره پوځي اډه غواړي

ارشیف، د دوحې یوه څنډه

ناټو له قطري چارواکو غواړي چې یوه پوځي اډه ور وسپاري، څو هلته د افغانستان د پوځ افسران وروزي.

رویټرز اژانس په کابل کې د لویدیځ د یوه جګپوړي چارواکي او په واشنګټن کې د یوې سرچینې په وینا خبر ورکړچې ناټو له قطر سره په خبرو کې ده، څو د روان کال په وروستیو کې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته د قطر په یوه پوځي مرکز کې جګپوړي افغان افسران وروزل شي.

د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ په وروستیو کې ویلي و چې له افغانستانه به د سېپټمبر تر ۱۱مې وروسته چې ټول نړیوال ځواکونه وځي په بهر کې افغان ځواکونه وروزي.

په قطر کې له دوه زره دیارلسم کال راهیسې د طالبانو سیاسي دفتر هم فعال دی.

د نورستان والي: امنیتي ځواکونو په وانټ وایګل کې ۲۰ ملکیان نیولي

د نورستان والي حافظ عبدالقیوم

د نورستان په وانټ وایګل ولسوالۍ کې امنیتي ځواکونو شل ملکیان نیولي دي.

د دې ولایت چارواکي وایي چې دا کسان یې وروسته تردې ونیول چې دوی په وانټ وایګل ولسوالۍ کې له حکومتي مسوولینو غوښتل چې طالبانو ته له جګړې پرته ولسوالۍ وسپاري.

د نورستان والي حافظ عبدالقیوم ازادي راډیو ته وویل: "څو فتنه پسنده او شرپسنده کسانو د سپین ږیرو په نوم غوښتل چې هلته په امنیتي صفوفو کې غلط تبلیغات وکړي او هغوی وهڅوي چې له دولت سره خیانت وکړي او معامله ګري وکړي، نو بیداره امنیتي ځواکونو هغوی نیولي دي او تر پوښتنو او ګرویږنو لاندې دي."

تر اوسه وسله والو طالبانو د دې کسانو د نیولو په اړه څه نه دي ویلي.

د دې کسانو ترنیولو مخکې د نورستان په دواب او منډول ولسوالیو کې یو شمېر سیمې د ځینو سیمه ییزو د منځګړیتوب له لارې له جګړې پرته طالبانو ته سپارل شوي دي.

افغانستان د نوې ټکنالوژي په برخه کې د مرستې غوښتنه وکړه

ارشیف، د ساینس، ټکنالوژي او ابتکار په نوم د اسلامي همکاریو د سازمان په نوښت لومړۍ غونډه

افغانستان له اسلامي هېوادونو د نوې ټکنالوژي په برخه کې د مرستې غوښتنه وکړه. د ساینس، ټکنالوژي او ابتکار په نوم د اسلامي همکاریو د سازمان په نوښت دوهمې غونډې ته چې پرون چهارشنبه (د غبرګولي ۲۶مه) په انلاین بڼه ترسره شوه.

په دې غونډه کې ولسمشر اشرف غني وویل: "په لنډه موده کې د اسلامي همکارۍ سازمان کولی شي چې د ډیجیټلي تجربو په برخه کې غړیو هېوادونو ته د انلاین سوداګري، انلاین تعلیم او د همکاریو په ډګر کې اسانتیاوې چمتو کړي، څو د افغانستان په څېر هېوادونه ډېره ګټه ترې واخلي."

د اسلامي همکاریو سازمان ورته لومړۍ غونډه په دوه زره اوولسم کال کې په قزاقستان کې جوړه کړې وه چې هغه وخت د غړیو هېوادونو استازیو له نژدې په غونډه کې برخه اخېستې وه.

پرونۍ غونډه د متحد عربي اماراتو په کوربتوب، انلاین ترسره شوه.

چک جمهوریت د افغان ځواکونو د روزنې ژمنه وکړه

ارشیف، افغان ځواکونه

چک جمهوریت ته راغلي افغان پلاوي پرون چهارشنبه (د غبرګولي ۲۶مه) په پراګ کې د چک د بهرنیو چارو د وزیر په ګډون د دغهَ هېواد له یو شمېر چارواکو سره وکتل او دې جمهوریت ژمنه ورسره ورکړه چې افغان ځواکونه به روزي.

د افغان پلاوي مشري د کانونو او پټرولیم وزیر محمد هارون چخانسوري او د سوداګرۍ او صنایعو وزیر نثار احمد غوریاني کوي.

د چک د بهرنیو چارو وزیر یاکوب کولهانیک ژمنه وکړه چې هېواد به یې د افغان ځواکونو روزنې ته دوام ورکړي.

ټاکل شوې ده چې چکي پوځیان هم له نورو نړیوالو ځواکونو سره یوځای د سېپټمبر تر ۱۱مې له افغانستانه ووځي.

له غزې توغول شوي اور بلوونکو بالونونه؛ اسراییل د اور وژنې هڅې کوي

ارشیف

اسراییلي چارواکو پرون چهارشنبه (د غبرګولي ۲۶مه) ناوخته وویل چې اطفاییه د هغو څلورو لګېدلو اورونو د وژلو هڅې کوي چې له غزې راغلیو اور بلوونکو بالونونو لګولي دي.

د اسراییل او حماس ډلې ترمنځ کړکېچ وړمه شپه وروسته ترهغه زیات شو چې له غزې د اور اچوونکو بالونو تر پېښې وروسته د اسراییل نوي حکومت په ځواب کې په غزه کې بمباري وکړه او ویې ویل چې د حماس وسله وال مرکزونه یې په نښه کړل.

تېره میاشت تر ۱۱ ورځنۍ جګړې وروسته اوربند وشو او د وړمې شپې هوایي برید تردې اوربند وروسته لومړی یو و.

په ورته وخت کې اسراییلي پوځيان وایي چې د لویدیځې غاړې په رام الله کې یې یوه فلسطینۍ مېرمن وروسته تردې وویشته چې پر پوځیانو یې برید وکړ، خو د دې ښځې یوه خپل ویلي دي چې دې ښځې سهواً لاره غلطه کړې وه.

حماس د وړمې ورځې د بالونو د برید په اړه ویلي دي چې دا د سې شنبې په ورځ د اسراییل له لوري په ختیځ بیت المقدس کې د لاریون په ځواب کې شوی دی.

فوټبال؛ ډنمارک-بلجیم، یوکراین-مسدونیا او هالنډ-استریا سره لوبه لري

ارشیف، د ډنمارک ملي لوبډله

ټاکل شوې ده چې د اروپایي هېوادونو د فوټبال د اتلولۍ په ترڅ کې نن پنجشنبه(د غبرګولي ۲۷مه) ډنمارک له بلجیم سره، یوکراین له شمالي مسدونیا سره او هالنډ له استریا سره لوبه وکړي.

پرون چهارشنبه (د غبرګولي ۲۶مه) هم درې لوبې وشوې چې په یوې کې ولزد ترکیې ملي لوبډلې ته دوه په صفر ماتې ورکړه، ایټالیا د سویس لوبډلې ته درې د صفر پر وړاندې ماته ورکړه او روسیې پر فنلنډ یو ګول وکړ او لوبه یې وګټله.

دا مسابقې د جون په ۱۱مه پيل شوې.

په دې اتلولۍ کې ۲۴ لوبډلې په پنځو ګروپونو کې لوبې کوي او د جولای په ۱۱مه به یې پای لوبه وي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG