د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۱۲

ولې ایران د طالبانو په وړاندې په خپل دریځ کې تغیر راوستی؟


افغانستان ته د اروپايي اتحاديې ځانګړي استازي ويلي چې ايران له افغانستان سره پر پوله حايله سيمه جوړول غواړي څو د داعش مخه ونيسي او د دې کار لپاره له طالبانو او جګړه مارانو سره يوځای کار کوي.

ايران تل طالبانو ته د يوه مستقيم تهديد په سترګه کتل خو د راپورونو له مخې، دغه هېواد اوس په خپله پاليسي کې د پام وړ بدلون راوستلی دی.

افغانستان ته د اروپايي اتحاديې ځانګړي استازي فرانز مايکل میلبین فارن پاليسي مجلې ته ويلي چې ايران غواړي له افغانستان سره پر پوله يوه حايله سيمه جوړه کړي او د اسلامي دولت سخت دريځو د مخنیوي لپاره يې له طالبانو سره نږدې روابط پيل کړي دي.

مېلبين ويلي، د ايران له خوا له طالبانو سره تر پخوانۍ دښمنۍ تېرېدل له سعودي عربستان سره د دغه هېواد له سيالۍ سره هم تړاو لري.

دغه اروپايي ډیپلوماټ چې اکثره له ايراني چارواکو سره ويني وايي، تهران په دې باور دی چې اسلامي دولت سخت دريځه ډله د سعودي عربستان د ښي لاس په توګه کاریږي.

امريکايي چارواکو د ايران او طالبانو تر منځ د اړیکو په اړه څه نه دي ويلي خو دوو دفاعي چارواکو د نوم نه ښودلو په شرط فارن پالیسي مجلې ته ويلي چې په سوریه او عراق کې د داعش پر ضد د ايران هڅو ته په کتو سره به دا حيرانوونکې نه وي چې ايران په افغانستان کې د دغې ډلې له حضوره اندېښمن وي.

په افغانستان کې د سیاسي چارو کارپوه ودير صافي په دې اړه ازادي راډيو سره په خبرو کې وويل چې طالبان به تر هغه وخته چې يې وسه کيږي له سولې ليري تښتي ځکه چې له ايران سره د روابطو له لارې به خپل دښمن ولې چې داعش دی او خپلو نطامي اهدافو ته به ځان رسوي.

د فارن پاليسي د راپور له مخې، واشنګټن هم د ايران په څېر په افغانستان کې د داعش پر وړاندي جګړې ته لېواله دی خو اندېښنه لري چې هغه پيسې او وسلې چې ايران يې طالبانو ته ورکوي، يوه ورځ د امریکا پر ضد کارېدای شي.

په ۲۰۱۴میلادي کال کې د داعش وياند ابو محمد العدناني وويل، داعش ډله تياره ده چې ايران په وينو کې ولمبوي.

داعش همدا راز د طالبانو پر ضد هم جګړه کوي چې د فارن پاليسي د راپور له مخې، دا ايران ته يو فرصت برابروي چې د داعش پر ضد له طالبانو سره لاس يو کړي.

پخوا تهران هغه وخت د طالبانو علني پر ضد شو چې په ۱۹۹۸ کال کې طالبانو په مزار شريف کې د شيعه ګانو د زیارت په ځای کې اته ايراني ډیپلوماټان اعدام کړل.

XS
SM
MD
LG