د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۳۱

روښنايي حرکت: حکومت به د سیاسي فشار لاندې راولو


د روښنایي حرکت وايي چې د سالنګ له لارې د ۵۰۰ کیلو ولټه بریښنا مزو د تېرېدو دولتي حکم نه مني او د هېواد دننه او بیرون مدني اعتراضونو ته دوام ورکوي.

د دې حرکت زرګونه غړي د جمعې په ورځ په کابل کې راټول شوي وو او د پریکړلیک په خپرېدو سره یې له حکومته وغوښتل چې د بریښنا مزو تېرېدو په اړه د کابینې او ټاکل شوی کمېسیون پریکړې باطلې اعلان کړي.

د روشنایي په نوم د جوړ شوي جنبش غړي وايي، د ترکمنستان ۵۰۰ ولټه بریښنا غځېدو په اړه د حکومت پریکړه نه مني او که غوښتونو ته یې پاملرنه ونه شي خپلو اعتراضونو ته به دوام ورکړي.

د دې حرکت غړو د جمعې په ورځ په یوه غونډه کې چې زرګونو کسانو په کې ګډون درلود ټینګار وکړ چې د خپلو اهدافو د پوره کېدو لپاره به ورځ تر بلې د ملي یووالي حکومت تر سیاسي فشار لاندې راولي.

د حامد کرزي د حکومت مرستیال او د اسلامي وحدت ګوند مشر کریم خلیلي دې غونډې ته وویل چې د سالنګ له لارې د ۵۰۰ کیلو ولټه بریښنا غځېدو په اړه د حکومت پریکړه غېر ملي او د منلو وړ نه ده.

خلیلي:د سالنګ له لارې د ۵۰۰ کیلو ولټه بریښنا غځېدو په اړه د حکومت پریکړه غېر ملي او د منلو وړ نه ده.
خلیلي:د سالنګ له لارې د ۵۰۰ کیلو ولټه بریښنا غځېدو په اړه د حکومت پریکړه غېر ملي او د منلو وړ نه ده.

ښاغلي خلیلي د دې ستونزو د حل په خاطر جوړ شوی کمېسیون یو طرفه حکومتي کمېسیون وباله او ټینګار کوي چې د پریکړې نه بدلېدو په صورت کې به میلیونونه کسان د حکومت ضد مظاهرو ته راوباسي.

دی وايي:

"باید د خپلې کابینې فیصله باطله اعلان کړي او د خلکو برحقه غوښتنو ته ورسیږی، له دې پرته دا خلک نه له ګواښه ډاریږي او نه له فشارونو ویره لري، خلک د عدالت د تامین لپاره غښتلي قدمونه اخلي او د عدالت بېرغ به ډېر ژر پورته کړي."

د روشنایي جنبش په پریکړه لیک کې راغلي چې له دې وروسته به د هېواده د باندې هم د حکومتي مشرانو په وړاندې اعتراضي غونډې جوړې کړي.

دا غونډه او مخالفت له هغې وروسته کیږي چې د ملي یووالي حکومت له څېړنو وروسته یو ځل بیا د سالنګ له لارې د بریښنا مزو په غځېدو ټینګار وکړ.

له دې سره حکومت اعلان کړی چې د ۲۲۰ کیلو ولټه ظرفیت په اندازه به بریښنا د دوشي له لارې بامیان ته هم انتقال شي.

له دې لس ورځې وړاندې هم د روښنایي په نوم جوړ شوي جنبش په کابل کې لویه مظاهره رابللي وه چې د بامیان له لارې د وارداتي بریښنا غځېدو غوښتنه یې کوله.

افغان حکومت بیا یو ځل بیا د کابینې او کمېسیون په پریکړو د عمل ټینګار کوي.

د جمهور ریس د ویاند مرستیال شاه حسین مرتضوي ازادي راډيو ته وویل چې دا پریکړه د مرکزي ولایتونو د اوسیدونکو او مشرانو سره په مشورې شوي او د انتقاد کوم ټکی په کې نه دی پاتې.

مرتضوي:پریکړه د مرکزي ولایتونو د اوسیدونکو او مشرانو سره په مشورې شوي
مرتضوي:پریکړه د مرکزي ولایتونو د اوسیدونکو او مشرانو سره په مشورې شوي

​ښاغلي مرتضوي زیاته کړه:

"جمهور رییس د کمېسیون د پریکړې سره سم حکم صادر کړی دی، د هغه مهالویش له مخې چې په پام کې نیول شوی د بامیان او مرکزي ولایتونو بریښنا تامینیږي، اوس انتظار دا دی چې دواړه لوري لاس په لاس شي تر څو دا پروژه په خپل وخت تطبیق شي."

د افغانستان جمهوري ریاست وايي چې د روشنایي جنبش مشران په دې اړه نه خبرو ته حاضریږي او نه د دې پروژې لپاره د حل بله ښه لار لري.

خو د دې حرکت مشران بیا خلک اوږدو مبارزو ته هڅوي او له خلکو غواړي چې د عدالت د تامین لپاره د دې جنبش په راتلونکو غونډو کې پراخ ګډون وکړي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG