د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۴

د سوريې جګړه کې وژل شوي افغانان ایران کې خاورو ته وسپارل شول


په دې وروستيو کې په سوريه کې د جګړې له زیاتېدو وروسته، په دغه کورنۍ جګړه کې وژل شوي یو شمېر افغانان د ايران په مشهد کې خاورو ته وسپارل شول.

د راپورونو له مخې، د ايران رژيم نه یوازې افغانان بلکه پاکستانيان هم د بشار الاسد د رژيم د ملاتړ لپاره په دغه جګړه کې استخدام کړي دي.

د ايران رسنيو د پنجشنبې په ورځ راپور ورکړی چې اته افغانان چې د بشار الاسد د رژيم د ملاتړ لپاره په سوريه کې وژل شوي، د ايران په مشهد ښار کې خاورو ته سپارل شوي دي.

د ايران دولتي خبري اژانس ايرنا راپور ورکړی چې دا اته کسان د لوای فاطميون غړي وو چې په دې وروستیو کې د سوريې په کورنۍ جګړه کې وژل شوي دي.

لوای فاطميون په ايران کې له اوسېدونکو افغانانو جوړه شوې چې د ايران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د قواوو له خوا د بشار الاسد د رژيم د ملاتړ لپاره کار کوي.

د ايران د دولتي خبري اژانس له خوا په خپرو شوېو عکسونو کې لیدل کيږي چې له جنازو سره بدرګه ځينو کسانو د افغانستان بيرغونه په لاس کې اخيستې.

د ايران د دولتي خبري اژانس له خوا په خپرو شوېو عکسونو کې لیدل کيږي چې له جنازو سره بدرګه ځينو کسانو د افغانستان بيرغونه په لاس کې اخيستې.
د ايران د دولتي خبري اژانس له خوا په خپرو شوېو عکسونو کې لیدل کيږي چې له جنازو سره بدرګه ځينو کسانو د افغانستان بيرغونه په لاس کې اخيستې.

په سوريه کې د غېر ايراني ځواکونو حضور تېرکال علني شو چې د تهران په مالي او معنوي ملاتړ هلته لېږل کيږي.

د بشري حقونو د څار ادارې په خپل راپور کې ويلي چې ايران له ۲۰۱۳کال راهيسې زرګونو غېر قانوني افغان کډوال استخدام کړي او د سوريې جګړې ته يې ليږلي دي.

دغه اداره وايي، استخدام شوي افغان کډوال د ايراني چارواکو له خوا ګواښل شوي چې که د سوريې جګړې ته ولاړ نه شي، هغوی به افغانستان ته واستوي.

له هغوی سره ژمنه شوې چې د سوريې د جګړې په بدل کې به ورته پيسې او په ايران کې د اوسېدو ويزه ورکړل شي.

د دغو افغانانو د څرګندونو په اړه د عربي ژبو د يو شمېر تلويزيونو راپورونه پر ټولنيزو رسنیو خپاره شوي.

له دوی څخه دوو کسانو دا پيغام درلود:

"زما نوم حيدر محمدي دی او د افغانستان د بلخ ولایت د شولګر سيمې يم. ايران ته له افغانستانه راغلو او له هغه ځايه سوريې ته راغلو. دلته ځکه راغلو چې راته ويل يې دوه میليونه تومن درکوو، سوريې ته ولاړ شئ. له دې ځايه، له سوريې خپل مور او پلار ته سلام وايم. موږ اوس مهال اسيران یو. زما مېرمنې، زما لورې، زما زويه، زه اوس په سوريه کې يم."

له دغو افغانانو څخه يو بل داسې وايي:

"هلکانو!، تاسو چې له افغانستانه د کار لپاره راځئ، هملته کار وکړئ، د ايران فريب مه خورئ. ايران تاسو ته وايي پاسپورټ او پيسې درکوو، دا ټولې خبرې درواغ دي. فريب ونه خورئ، سوريې ته هيڅ کله مه راځئ."

مشرق نیوز خبري ويب پاڼې د تېرکال په لومړېو کې راپور ورکړ چې ايران پر افغانانو سربېره پاکستانيان هم د سوريې د جګړې لپاره استخداموي او دا کسان په ځواکونو کې د لوای زينبيون په نامه جوړ شوي.

په تېرو دوو کلونو کې د افغانانو او پاکستانيانو يو د پام وړ شمېرکسان چې د سوريې په جګړه کې وژل شوي
په تېرو دوو کلونو کې د افغانانو او پاکستانيانو يو د پام وړ شمېرکسان چې د سوريې په جګړه کې وژل شوي

له دغو پاکستانیانو څخه ډېری د شيعه مېشتې سيمې پاره چنار څخه دي.

په تېرو دوو کلونو کې د افغانانو او پاکستانيانو يو د پام وړ شمېرکسان چې د سوريې په جګړه کې وژل شوي، د ايران په بېلابېلو ښارونو کې خاورو ته سپارل شوي دي.

ځیني افغان کورنیو چې په ايران کې اوسي او زامن يې د سوريې په جګړه کې وژل شوي، په دې وروستيو کې د ايران له ستر مذهبي مشر ايت الله علي خامنه اي سره وکتل.

د ايران رژيم د سوريې په جګړه کې وژل شوي دغه کسان د حرم مدافعين شهيدان بولي.

XS
SM
MD
LG