د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۴ زمری ۱۴۰۰ کابل ۰۶:۵۶

اسماعیلووا وايي د ژورنالیستې په توګه به کار ته دوام ورکوي


د ازادې اروپا/ازادي راډیو خبریاله خدیجه اسماعیلووا چې تازه له بنده خوشې شوې وايي چې د ژورنالیستې په توګه به خپل کار ته دوام ورکړي.

خدیجه اسماعیلووا له زندانه تر خوشې کېدو لنډه شېبه وروسته پر فیسبوک ولیکل:

"زه له زندانه خوشې شوم او ستاسې ټولو له ملاتړه مننه کوم. د ژورنالېستې په توګه خپل کار له سره پيل کړم."

هغې پرون پنجشنبې په باکو کې له ازادي راډیو سره په ځانګړي مرکه کې وویل:

"زه فکر کوم چې د اذربایجان حکومت بلاخره پر دې قانع شو چې په زندان کې زما ساتل د هغوي لپاره په ګرانه بیه تمامیږي ځکه هغو اهدافو ته چې له امله یې زه نیولې وم، ونه رسېدل. هغوی ونه توانیدل چې پر خپل حکومت انتقادونه کمروزي کړي. هغوی په بهرنیو هېوادونو کې د حکومتي چارواکو د شرکتونو او کمپنیو په اړه د تحقیقاتي ژورنالېزم په مخنیوي بریالي نه شو. زما توقیف هېڅ مرسته ورسره ونه کړه."

د اذربایجان حکومت خدیجه اسماعیلووا د ۲۰۱۴میلادي کال په ډېسمبر کې د مالیې نه ورکولو او له خپل صلاحیته د ناوړه استفادې په تور توقیف کړه.

د اذربایجان حکومت خدیجه اسماعیلووا د ۲۰۱۴میلادي کال په ډېسمبر کې د مالیې نه ورکولو او له خپل صلاحیته د ناوړه استفادې په تور توقیف کړه.
د اذربایجان حکومت خدیجه اسماعیلووا د ۲۰۱۴میلادي کال په ډېسمبر کې د مالیې نه ورکولو او له خپل صلاحیته د ناوړه استفادې په تور توقیف کړه.

هغه د ۲۰۱۵میلادي کال په دوبي کې د باکو محکمې په اوه نیم کاله بند محکومه کړه.

غربي حکومتونو او د مطبوعاتو د ازادۍ پلویانو ګروپونو د هغې د ازادۍ غوښتنه کوله.

د روانې میاشتې په پیل کې د ملګرو ملتونو د یونسکو ادارې خدیجه اسماعیلووا ته د بیان د ازادي نړیواله جایزه ورکړه او د عفوې نړیوال سازمان په هغو کسانو کې وګڼله چې د "خپل فکر د بیان" له امله زنداني شوې وه.

خدیجې اسماعیلووا ازادي راډیو ته څرګنده کړه چې د زندان په موده کې یې داسې هیڅ سند نه دی لاسلیک کړی چې په هغه کې د اذربایجان له حکومته د عفوې غوښتنه وکړي.

اسماعیلووا وویل:

"ما له حکومته هیڅ نه دي غوښتي او حکومتونه باید وپوهیږي چې د بیان د ازادۍ له امله د خلکو نیول په ګرانه بیه ورته تمامیدلای شي."

XS
SM
MD
LG