د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۴۱

اوباما: طالبان به جګړې او تاوتریخوالي ته دوام ورکړي


د امریکا ولسمشر بارک اوباما ويلي، طالبان پر نوي مشرتابه سربېره ښايي په نږدې راتلونکي کې له افغان حکومت سره د سولې خبرو ته حاضر نه شي.

اوباما خبريالانو ته د جاپان په ايس شیما کې وويل، ګومان يې دا دی چې دغه سخت دريځه ډله به په افغانستان کې حملو ته دوام ورکړي.

موږ ګومان کوو چې طالبان به د تشدد اجنډا غوره کړي.

ده زياته کړه:

"ما تمه نه کوله چې د طالبانو نوی ټاکل شوی مشر دې يو لبرال ډموکراټ وي. دغه ډله اوس هم هغه ډله ده چې خپلو اهدافو ته د رسېدو او په افغانستان کې خپله اجنډا پراخولو لپاره تشدد يوه ستراتيژي بولي. افغانستان په ډیموکراټيکه توګه انتخاب شوی حکومت لري چې موږ يې ملاتړ کوو او اوس مهال زموږ هدف دا دی چې يقيني کړو د دوی اساسي قانون او ډیموکراټيکه پروسه پلي وي."

اوباماد جي اووه غونډې ته په وینا کې وويل: فکر کوو طالبان به په لنډ مهال کې د تشدد اجنډا جاري وساتي.
اوباماد جي اووه غونډې ته په وینا کې وويل: فکر کوو طالبان به په لنډ مهال کې د تشدد اجنډا جاري وساتي.

د فرانسې خبري اژانس د راپور له مخې څېړونکي وايي، دا څرګنده نه ده چې ملا هبت الله به د خپل پخواني مشر په څېر د سولې په بهير کې له ګډونه ډډه وکړي او که نه.

اوباما همدا راز په ايس شيما کې د جي اووه غونډې ته په وینا کې وويل:

"موږ فکر کوو طالبان به په لنډ مهال کې د تشدد اجنډا جاري وساتي او همغسې کارونه به کوي لکه چاودنې او د بې ګناه."

انسانانو وژل چې له تېرو پنځلسو څخه تر شلو کالو راهيسي يې کړي.

اوباما يوه ورځ وروسته له هغه دا خبرې کړي چې افغان طالبانو خپل نوی مشر ملا هبت الله اخوندزاده وټاکه.

XS
SM
MD
LG