د لویدیځ مشرانو له زندانه د اوکراینۍ پیلوټې د خوشې کېدو هرکلی کړی او دا یې د اوکراین لپاره یو بریالیتوب بللی دی.
نادیا سافچینکو دوه کاله مخکې د اوکراین په ختیځ کې روسیي پلوه بیلتون غوښتونکو ونیوله او روسیې ته یې وسپارله.
په روسیه کې محکمې دا په دوه ویشت کاله بند محکومه کړه، خو نادیا سافچینکو د چهارشنبې په ورځ له دوو روسي اسیرانو سره تبادله شوه او خپل هېواد ته ستنه شوه.
اوکراینۍ پیلوټه نادیا سافچینکو چې کله د چهارشنبې په ورځ اوکراین ته ستنه شوه د یوې ملي اتلې په څېر یې هرکلی وشو.
مرکز کییف ته له رسېدو سره سم نادیا یو ځل بیا ژمنه وکړه چې د هېواد د دفاع لپاره بیا هم چمتو ده چې د جګړې ډګر ته ولاړه شي او ځان د وطن په لاره کې قرباني کړي، دې د جګړې د قربانیانو د کورنیو او د یو شمېر اسیرانو د کورنیو غړېو ته په کییف کې وویل:
"زه ازاده شوم، زه له هغو ټولو میندو بخښنه غواړم چې بچیان یې د جګړې له ډګره نه دي ستانه شوي او زه ستنه شوې یم. زه له هغو میندو هم بخښه غواړم چې بچیان یې په زندان کې دي او زه ازاده شوې یم. خو زه غواړم چې یو څه تاسو ته ووایم، دا واقعیت دی چې مړي نه شو راستنولی، خو زه چمتو یم چې یو ځل بیا خپل ځان د اوکراین لپاره د جګړې په ډګر کې قرباني کړم. زه به تر وسه وسه هڅه وکړم ترڅو هغه ټول کسان چې اسیران شوي او خپلو کورونو ته لا نه دي راستانه شوي، راوګرځي. دا ضروري نه ده چې د اوکراین ټول اتلان دې ووژل شي."
سافچینکو هغه څوک ده چې یوځل د روسې په محکمه کې د قاضي د حکم د اعلان پر مهال پاڅېده او د اوکراین ملي سرود یې ووایه.
دا اوس په خپل هېواد کې یو ډول د روسیې پرضد د مقاومت په سمبول بدله شوې ده.
د سافچینکو د هرکلي په غونډه کې د اوکراین ولسمشر پیترو پروشینکو وویل، د نادیا سافچینکو ازادي د اوکراین بریا ده او لکه څرنګه چې دا هېواد ته ستنه شوه د اوکراین د بیلتون غوښتونکو تر واک لاندې سیمې او د کریمیا ټاپوزمه به هم بېرته له اوکراین سره یوځای شي.
له سافچینکو سره دوه روسیي اسیران الکساندر الکساندروف او یفکنی یروفییف خوشې شول او د سافچینکو تر خوشې کېدو مخکې مسکو ته ورسېدل.
د اروپایي هېوادو مشرانو له زندانه د سافچینکو د خوشې کېدو هرکلی وکړ په اروپایي پارلمان کې د لیتوانیا غړي پیتراس اوسترو ویسوس وویل، سافچینکو د اوکراین لپاره یوه هیله ده، په همدې پارلمان کې د کروایشیا استازي اندري پین کوویچ وویل، سافچینکو د اوکراین د ازادۍ د جګړې سمبول ګڼل کیږي.
د اروپایي هېوادو مشرانو چې تل یې د سافچینکو د خوشې کېدو غوښتنه کوله له زندانه یې د هغې پر خوشې کېدو خوښي څرګنده کړې ده.