د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۴۴

د خوست وزیرستاني کډوال: خپل سیمو ته د امن په راتلو ستنیږو


په خوست کې د وزیرستانیو کډوالو مشران وايي تر هغه چې د دوی په سیمه کې امنیت ټېنګ نه شي، هلته د یو حکومت پر ځای څو حکومتونه موجود وي، کورونه او بازارونه يې همداسې وران او ویجاړ وي، نو دوی به خپلو سیمو ته ستانه نه شي.

خوست او پکتیکا هغه ولایتونه دي چې په شمالي وزیرستان کې د پاکستان د پوځ تر عملیاتو وروسته د وزیرو، داوړو، محسودو او نورو وړو قومونو ډیری خلک هلته میشت شول.

ملک محمدعمر خان وزیر ازادي راډیو ته وايي چې دوی ته تر ټولو مهمه داده چې خپلو کورونو تر ستنیدو وړاندې په وزیرستان کې یو ځواکمن حکومت موجود وي او خلک د بیلابیلو ډلو، ټپلو له خوا ونه ځورول شي.

ملک محمدعمرخان زیاتوي:

"زه د پاکستان حکومت نه غواړم چې زه په وزیرستان کې څلور حکومته نشم قبولولای، یو حکومت د امریکې وو چې پاس به ډرون راباندې ګرځیدې، دویم حکومت د طالبانو وو، درېیم حکومت د پوځ وو، څلورم حکومت زما خپل قبایلي رواج وو، اوس یو حکومت زه د شپې هم درومم او د ورځې هم ورځم، څلورو حکومتونو ته زه هلته نشم تللی، په څلورو حکومتونو کې چې کوم عزت او اسلام راپاتې دی هغه هم بای کیږي، د هغې نه راته دا ځای سهي دی."

بل خوا د خوست په ګلان کېمپ کې میشت وزیرستاني کډوال وايي چې د پخوا په پرتله ورسره مرستې کمې شوي او د مرستو په وېش کې هم له پيژندګلوی او واسطې پرته ټولو ته په یو ډول حقوق او امتیازات نه ورکول کیږي.

وزیرستاني کډوال وايي چې د پخوا په پرتله ورسره مرستې کمې شوي
وزیرستاني کډوال وايي چې د پخوا په پرتله ورسره مرستې کمې شوي

"۱-اصیل الدین نومیږم د ډنډې کلي اوسیدونکی یم، په خدای قسم چې زه داسې غریب او یتم لرم، چې تر اوسه په ټټ کې پروت دی او داسې ملکان هم شته، چې ځانونو ته يې لس، لس پارچې جوړې کړې دي او داسې کورنۍ هم شته، چې که څوک مې له دې کېمپه باسي بیايې هم وایم، چې څوک ورته هېڅ حق نه ورکوي.

۲-فیاض نومیږم موږ ته يې خیمه نده راکړې، خو خلکو لس لس خیمې اخیستي او ځنو ته یوه هم نه ورکول کیږي.

۳-نوم مې حاجي اسماعیل خان مخکې خو هر څه ښه ډېر وو، کمبلې يې ورکولې، غوړي يې ورکول د هيڅ شي خواري نه وه، خو نن سبا پدې مرستو د چا ګزاره نه کیږي ځکه داسې کور نشته چې پنځه شپږ اولادونه نه لري."

مدني فعال یوسف انتظار وايي چې افغان حکومت او د کډوالو په برخه کې نړیوالې ادارې دنده لري، تر څو هغه حقوق او امتیازات چې په نړیواله کچه بې ځایه شویو کورنیو او کډوالو ته ورکول کیږي، په خوست کې یې میشتو متاثرینو ته هم برابر کړي.

د خوست د والي ویاند مبارز محمد ځدراڼ وايي چې ځايي اداره په خوست کې هغه شمیر میشتو وزیرستانیو کډوالو سره مرستو ته ژمنه ده چې غواړي په په خپله خوښه په دې ځای کې واوسیږي.

ده زیاته کړه، افغان حکومت د کډوالو په اړه روښانه پالیسي لري، زموږ مرستې د دوی سره تر هغې دي، چې کډوال په خپله خوښه خوست کې اوسیږي.

مبارز محمد ځدراڼ وړاندې وویل:

"د ولایتي ادارې پالیسي ډېره روښانه ده، موږ وزیرستاینو وروڼو ته ډاډ ورکړی او بیا هم ډاډ ورکوو، تر څو چې دوی وغواړي دلته په دوطلب ډول واوسیږي، ولایتي اداره ژمنه ده چې د تېر په شان کډوالو ته د مرستو په راجلب کې تیاره وي، ځکه موږ دوی نه بیګانه نه بولو، د دوی درد، خوشالي او خفګان زموږ هم دي، د ولایتي ادارې چې هر څه په وس پوره وي له دوی به دریغ نه کوي."

یاده دې وي، چې په شمالي وزیرستان کې د پاکستان د پوځ د عملیاتو په لومړیو وختونو کې خواوشا دونیم لکه اوسیدونکي یوازې خوست ته کډه شول، اوسمهال چې د پاکستان د پوځ د چارواکو په وینا د وزیرستان ډیری سیمې د وسلوالو له شتونه پاکې شوي، بیا هم کډوال د ځنو مسالو نه انديښنې لري او تر ستنولو مخکې غواړي، چې کورونه او بازارونه يې بیرته ورغول شي او امن يې خوندي شي.

راپور: نجیب الله الوخېل

XS
SM
MD
LG