د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۴۸

ناټو افغانستان کې خپل روزنيز او د ملاتړ ماموريت ته ادامه ورکوي


د ناټو سرمنشي وايي، افغان قواوې به د وسله والو طالبانو په وړاندې په مبارزه کې له ځانه ښه وړتيا وښيي.

ينس سټولتنبرګ دا څرګندونې پرون د ناټو د بهرنيو چارو وزيرانو د دوه ورځنۍ غونډۍ په وروستۍ ورځ وکړې.

په دې غونډه کې د نورو مسايلو تر څنګ د افغان قواوو د ملاتړ پر دوام خبرې وشوې.

د ناټو د بهرنيو چارو وزيرانو په بروکسل کې پرېکړه وکړه چې تر ٢٠١٦میلادي کال وروسته هم په افغانستان کې خپل روزنيز او د ملاتړ ماموريت ته ادامه ورکړي.

د ناټو سرمنشي ينس سټولټنبرګ وويل له روان پوځي روزنيز پروګرام څخه چې په ٢٠١۵میلادي کال کې پيل شوى، افغان قواوو د طالب ياغيانو په وړاندې په مبارزه کې ښه ګټه اخيستې ده:

د ناټو د بهرنيو چارو وزيرانو په بروکسل کې پرېکړه وکړه
د ناټو د بهرنيو چارو وزيرانو په بروکسل کې پرېکړه وکړه

"افغان قواوې له ځانه واقعي جرئت، هوډ او مسلکيتوب ښيي، دوى زموږ له روزنې، مشورې او مرستې ګټه اخلي، افغانستان به له جدي امنيتي چلينجونو سره مخامخ شي، ځکه نو دلته وزيرانو تر ٢٠١٦ میلادي کال وروسته هم د غوڅ ملاتړ د ماموريت پر دوام موافقه وکړه، زموږ پوځي چارواکي به تر ٢٠١٦میلادي کال وروسته دلته او افغانستان کې د دغه ماموريت پر جزئياتو کار وکړي."

وروسته له هغې چې نړيوال ائتلاف په افغانستان کې خپل مستقيم جنګي رول پای ته ورساوه، د "غوڅ ملاتړ ماموريت" يې پيل کړ چې له لارې يې نړيوال پوځيان افغان ځواکونه روزي او سلا مشورې ورکوي.

د ناټو غړي هېوادونه په جلا-جلا ډول هم د افغانستان له وسله والو قواوو سره د مالي مرستې پر مسئله غور کوي.

دغه مالي مرسته د يوه پروګرام په مرسته تنظيمېږي چې تر ٢٠١٧میلادي کاله پورې په پام کې و، خو وروسته يې موده تر ٢٠٢٠میلادي کاله پورې وغزول شوه.

په همدې حال کې بريتانيا اعلان کړى چې د کاله به له افغانستان سره په پوځي برخه کې د شا و خوا ١٠٢ مليونه ډالرو مالي مرسته کوي.

د بريتانيا د بهرنيو چارو وزير فيليپ هاموند د ناټو د بهرنيو چارو وزيرانو په پرونۍ غونډه کې وويل، بريتانيا به د افغان دفاعي ځواکونو ملاتړ ته ادامه ورکړي او تر ٢٠٢٠میلادي کاله پورې به دغې کلنۍ مرستې ته ادامه ورکړي.

پرونۍ غونډې ته د ناټو سرمنشي وويل: "د افغان ملي اردو د مرستندوى صندوق" ټوله پانګه يو اعشاريه څلورو میليارډو ډالرو ته رسېدلې ده.

په داسې حال کې چې د افغان امنيتي ځواکونو شمېر درې نيم لکو ته رسېدلى، خو وسله وال طالبان لا هم يو لوى خطر ګڼل کېږي.

ځينې تحليل کوونکي وايي د بهرنيو پوځيانو له ملاتړ پرته به افغان ځواکونه د دولت ضد وسله والو په وړاندې په مبارزه کې له ستونزو سره مخامخ شي.

XS
SM
MD
LG