د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۳

اروپا ته ګڼ شمېر تلونکي پناه غوښتونکي کمه عمره ماشومان دي


اروپا ته په غېرقانوني توګه تللو پناه غوښتونکو کې ګڼ شمېرد کم عمر دي.

دغه کوچنیان پرته له کورنیو د اروپايي هېوادونو په کوڅو کې د ژوند ورځې شپې سبا کوي.

ځيني يې له دوکانونو غلاوې کوي، نور يې مخدره مواد پلوري څو ځان ته ګوله ډوډۍ پيدا کړي.

په اروپايي اتحاديه هېوادونو کې د کوچیني عمر پناه غوښتونکو ته داسې خطر شته چې هغوی د جنايت کارانو او مخدره موادو قاچا وړونکو لاسو ته لویږي.

په روم کې د ټرېن د تمځای دباندې، د کم عمر پناه غوښتونکي د ښوونځيو له بکسونو مخدره مواد پلوري او د پيسو او کالو په بدل کې جنس پلوري.

د سوېډن په پلازمېنه کې دوی له دوکانونو خوراک غلا کوي او په کوڅو کې بيديږي.

د فرانسې شمالي ساحل ته نږدې له کمپونو دغه کم عمره پناه غوښتونکي د شپې له خوا د بریتانيې پر لور روانو ټرکونو ته ټوپونه وهي چې بریتانيې ته په کې ولاړ شي.

د اسوشټېډ پريس خبري اژانس د راپور له مخې، په ټوله اروپا کې د کم عمره پناه غوښتونکو سېل راغلی چې يوازې او پرته له کورنيو ژوند کوي.

دوی په بېروبار کې پټ وي او هيڅ څوک نه پوهيږي د دوی شمېر څومره دی.

د يوروپور د اټکل له مخې، شاوخوا ۱۰زره کوچنيان له پناه ځايونو ورک شوي دي.

دغه کوچنيان اروپا ته له پناه غوښتونکو څخه تر ټولو لويه ستونزه دي.

د اسوشېټېډ پریس خبري اژانس د راپورله مخې، د بالغو پناه غوښتونکو په څېر، اروپا ته د کوچنيانو سېل هم روان دی چې د امنيت يا اقتصادي وجوهاتو له کبله اروپايي هېوادونو ته مخه کوي.

اسوشېټېډ پريس د يوه هلک چې عمران نوميږي او ديارلس کلن دی، په اړه لیکلي چې پياده تر اتو هېوادونو تېر شوی دی او اوس غواړي له کالېس کمپ څخه بریتانيې ته ولاړ شي.

راپور وايي چې عمران پاک کالي اغوندي او په ارامه د خپل ژوند کيسه کوي.

د عمران بوټونه شکېدلي چې د ده د ژوند د ستونزو څرګندونه کوي.

عمران اسوشېټېډ پريس خبري اژانس ته ويلي، طالبانو د ده پلار هغه وخت وواژه چې دی اته يا نهه کلن وو او وروسته يې د ده د وژلو تهديدونه هم کول.

مور يې کور خرڅ کړ او قاچاق وړونکي ته يې پيسې ورکړې چې عمران بریتانيې ته ورسوي څو له خپل اکا سره يوځای شي.

عمران هڅې کوي بریتانيې ته تلونکو ټرکونو ته ورټوپ کړي چې دا کار ډېر له خطره ډک دی.

د جنورۍ په مياشت کې يو بل پنځلس کلن هلک هغه وخت خپل ژوند له لاسه ورکړ چې د ټرک له کړکۍ يې سر ايستلی وو او سر يې له کوم خنډ سره ونيښت.

د ډېری کسانو پښې او لاسونه مات شوي چې غواړي روانو ټرکونو ته ورټوپ کړي.

عمران اسوشيټېډ پريس خبري اژانس ته ويلي چې له څلور مياشتو راهيسې يې له مورسره خبرې نه دي کړي او که هغه خبره شي چې دی په ځنګله کې اوسي، ډېره به خوابدې شي.

په ۲۰۱۵میلادي کال کې شاوخوا نيوي زره پناه غوښتونکي تر اتلس کاله کم عمر لرونکي کوچنيان وو چې اروپايي اتحاديې هېوادونو ته ننوتلي وو. ډېری د پناه غوښتنې له کمپونو څخه په دوو ورځو کې دننه تښتي.

د راپورونو له مخې، تر ټولو لوی خطر دا دی چې دغه کوچنيان د جنايت کارانو، قاچاق وړونکو او په غېرقانوني توګه په خلکو جبري کار کوونکو لاسو ته لويږي.

XS
SM
MD
LG