د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۴۶

هاشمي: بریتانیه تر ۲۰۲۰ کاله د افغان پوځ روزنې ته ادامه ورکوي


د افغانستان جمهوري ریاست وايي بریتانیا ژمنه کړې چې تر ۲۰۲۰ کاله به د افغان ځواکونو د روزنې په برخه کې خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

د جمهور رئیس د ویاند مرستیال د شنبې په ورځ په کابل کې خبرې ناستې ته وویل چې دغه ژمنه بریتانیوي چارواکو په لندن کې له جمهور رئیس محمد اشرف غني سره د کتنې پرمهال کړې ده.

ارګ ماڼۍ بریتانیا ته د جمهور رئیس محمد اشرف غني سفر له لاسته راوړنو ډک بولي او وايي، بریتانیوي چارواکو له جمهور رئیس سره ژمنه کړې چې تر ۲۰۲۰ کاله به له پوځي اکاډمۍ څخه ملاتړ کوي.

د جمهور رئیس د ویاند مرستیال سید ظفر هاشمي د شنبې په ورځ په کابل کې خبرې ناستې ته وویل، بریتانوي چارواکو ژمنه وکړه چې هر کال به سل میلیونه ډالره د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو د روزنې په برخه کې مصرف کړي.

هغه زیاته کړه:

"بریتانیا ژمنه وکړه چې تر ۲۰۲۰کاله به د افغان ځواکونو د روزنې په برخه کې خپلو مرستو ته دوام ورکړي او تر ۲۰۲۰ کاله به بریتانیا د افغان ځواکونو د روزنې په برخه کې هر کال سل میلیونه ډالره مرسته کوي."

ښاغلی هاشمي وايي، دغه ژمنه د بریتانیا صدراعظم او د دغه هېواد د کورنیو چارو او دفاع وزیرانو، د اداري فساد پروړاندې د نړیوال کنفراس په څنډه کې له جمهور رئیس محمد اشرف غني سره کړې ده.

افغان عسکر د تمرین پرمهال
افغان عسکر د تمرین پرمهال

جمهور رئیس محمد اشرف غني دوه ورځې وړاندې د اداري فساد پر ضد د مبارزې په نړیوال کنفراس کې د ګډون په هدف بریتانیا ته ولاړ او په دغه کنفراس کې له ګډون وروسته بیرته د شنبې په ورځ افغانستان ته راستون شو.

د ارګ ماڼۍ له لوري په خپرې شوې خبر پاڼه کې هم ویل شوي چې جمهور رییس اشرف غني د بریتانیا له دفاع وزیر سره د کتنې پرمهال د سیمې د ثبات په اړه خبرې کړي دي.

بریتانیا له دې وړاندې هم د افغان ځواکونو د روزنې په برخه کې د افغانستان له پوځي اکاډمۍ سره مرسته کړې ده.

د بریتانیا سربیره چین، امریکا او د ترکیې په ګډون ځینو نورو هېوادونو هم د افغان امنیتي ځواکونو د روزنې په برخه کې مرسته کړې ده.

په ورته وخت کې یو شمېر افغان پوځي کارپوهان بیا په هېواد کې مخ پر زیاتیدونکو امنیتي ګواښونو ته په کتو له افغان ځواکونو د نړیوالې ټولنې ملاتړ ضروري بولي.

پوځي کارپوه او د کورنیو چارو وزارت پخواني مرستیال عبدالهادي خالد په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

عبدالهادي خالد
عبدالهادي خالد

"تروریزم او مخدره مواد نړیواله ستونزه ده چې افغانستان یې لومړی خط دی له همدې امله دا د نړیوالې ټولنې سیاسي او اخلاقي مسولیت دي او په ورته وخت کې باید د خپلو هېوادونو د ساتنې لپاره له افغانستان سره مرسته وکړي."

په ورستیو کې روسیې، هند او د امریکا متحدو ایالتونو د افغانستان د ځمکنیو او هوايي ځواکونو د پیاوړتیا په برخه کې ځینې طیارې او وسلې افغان ځواکونو ته ورکړي دي.

پوځي کارپوه عبدالهادي خالد وايي افغانستان لاهم د نړۍ له بې وزله هېوادونو څخه دی چې د نړیوالې ټولنې مرستې جدي ضرورت لري اونړیواله ټولنه باید افغانستان د تروریزم پر ضد د مبارزې په برخه کې یوازې پرینږدي.

راپور: محمد حدیث پردېس

XS
SM
MD
LG