د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۷

د ازادي راډیو د کرکټ لوبډلې نیمه پایلوبې ته لار پیدا کړه


د زادي راډیو د کرکټ لوبډلې د جام دوستي سیالیو نیمه پایلوبې ته لار پیدا کړه.

ټاکل شوی وه چې نن د ازادي راډیو د کرکټ ټیم دشمشاد شبکې د کرکټ له ټيم سره سیالي لوبه کړې وه خو د لوبغالي د لوندوالي له امله لوبه ترسره نه شوه او د لوبې د اصولو له مخې دواړو ټیمونو ته یو یو امتیازه ورکړل شو دا چې د ازادي راډیو د کرکټ ټيم د شمشاد له شبکې څخه زیات امتیازونه درلودل وتوانید چې نیمه پایلوبې ته لار پیدا کړی.

دا په داسې حال کې ده چې پرون د ازادي راډیو د کرکټ ټیم په خپله لومړنۍ لوبه کې د خبریالانو ورزشي فدراسیون ته ماتې ورکړه.

دغه لوبې د جام دوستي سیالیو په لړ کې د رسنیو د شپږ غوره ټيمونو ترمنځ د جمعې په ورځ پیل شوي.

XS
SM
MD
LG