د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۳۶

افغان حکومت د ۴ اړخيزې ډلې په پنځمه غونډه کې پر ګډون غور کوي


افغان حکومت وايي د څلور اړخيزې ډلې په پنځمه غونډه کې پر ګډون غور کوي.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت د پنج شنبې په ورځ وويل چې ممکنه دغه غونډه د روانې ميلادي مياشتې تر پايه جوړه شي.

افغان حکومت د پاکستان هغه اعلان ته ډېر هيله من نه ښکاري چې ويلي يې دي، د څلور اړخيزې ډلې پنځمه غونډه ښايي په روانه ميلادي مياشت کې وشي.

د افغانستان، پاکستان، چين او امريکا له استازو جوړه دغه ډله هڅه کوي، وسله وال طالبان له افغان حکومت سره د سولې مخامخ خبرو ته حاضر کړي.

خو د افغان حکومت يوې معتبرې سرچينې د نوم نه ښوولو په شرط ازادي راډيو ته وويل، دوى د څلور اړخيزې ډلې په پنځمه غونډه کې پر ګډون غور کوي.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وياند نفيس ذکريا د پنج شنبې په ورځ په اسلام اباد کې يوې غونډې ته وويل:

د افغانستان، پاکستان، چين او امريکا له استازو جوړه دغه ډله هڅه کوي
د افغانستان، پاکستان، چين او امريکا له استازو جوړه دغه ډله هڅه کوي

"پروګرام لرو او کوښښ کوو چې ښايي په مۍ مياشت کې د څلور اړخيزې کارډېنشن کمېټې پېنځمه غونډه جوړه شي، که څه هم د دغې غونډۍ نېټه نه ده ټاکل شوې، خو همدا مياشت مو په ذهن کې ده، په ورته وخت کې به افغان طالبان د خبرو مېز ته د راوستلو کوښښونه هم جاري وي."

څلوراړخيزې ډلې په کابل او اسلام اباد کې څلور غونډې کړي، خو پنځمه يې ځنډېدلې ده.

د حکومت دغې سرچينې ازادي راډيو ته وويل تر هغو چې پاکستان د څلور اړخيزې ډلې په تېرو غونډو کې خپلې ژمنې عملي کړي نه وي، دوى په پنځمه غونډه کې ګډون نه کوي.

په کابل کې د تېرې مياشتې له حملې وروسته افغان ولسمشر محمد اشرف غني په خپله وينا کې وويل چې په څلور اړخيزو غونډو کې پاکستان په ليکلې ډول ژمنه کړې وه که ځينې طالبان د سولې له پروسې سره ملګري نه شي په وړاندې به يې له پوځي قوې استفاده وشي.

افغان ولسمشر په خپله هغه وينا کې له پاکستانه د دغې ژمنې د عملي کولو غوښتنه وکړه.

XS
SM
MD
LG