د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۴۷

افغانستان د فلسطین او سوریې د لوبې د کوربتوب چانس له لاسه ورکړ


د افغانستان د فوټبال فدراسیون وايي چې د بهرنیو چارو وزارت په کابل کې د فلسطین او سوریې د فوټبال سیالۍ د ترسره کولو په هکله هیڅ ځواب ورنه کړ.

د فوټبال فدراسیون ویاند سیدعلي کاظمي ازادي راډیو ته وویل، تمه وه دا لوبه همدا چهارشنبه وشي خو د بهرنیو چارو وزارت د یادې لوبې په اړه د فوټبال فدراسیون غوښتنلیک ته ځواب نه دی ورکړی او افغانستان دا چانس له لاسه ورکړ چې د یادو ټیمونه کوربه توب وکړي.

د فوټبال فدراسیون وايي، افغانستان د فلسطین او سوریې تر منځ د لوبې د کوربه توب چانس له لاسه ورکړ.

د دغه فدراسیون ویاند سیدعلي کاظمي د چهارشنبې په ورځ آزادي راډیو ته وویل، فلسطین له افغانستانه غوښتي و چې د سوریې په وړاندې د لوبې لپاره سټډیوم ورکړي خو د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د فوټبال فدراسیون هغه غوښتنلیک چې دا لوبغاړي یې راغوښتل ځواب نه کړ:

"د بهرنیو چارو وزارت د ځواب منتظر یو چې په دې اړه څه کوي. خو د دې لوبې وخت تېر شوی دی تمه وه همدا چهارشنبې دا لوبه وشي. زه فکر کوم موږ دا چانس له لاسه ورکړ او تر اوسه پورې ملي وحدت حکومت او بیا بهرنیو چارو وزارت فوټبال فدراسیون ته کوم ځواب نه دی ورکړی."

ښاغلي کاظمي زیاته کړه، افغانستان په یادې تېروتنې سره یوه لویه موقع له لاسه ورکړه څو نړیوالو ته ثابته کړي چې د سپورټ په ډګر کې یې پرمختګ کړی او د دې مستحقه دی چې ډېرې مرستې ورسره وشي.

د فوټبال فدراسیون وروسته له هغه دا څرګندونې کوي چې څه وخت مخکې یې د فلسطین هغه غوښتنلیک چې له دوی یې د سټډيوم د ورکولو غوښتنه کړې وه له رسنیو سره شریک کړ او له پراخ هرکلي سره هم مخ شو.

خو د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، د فوټبال فدراسیون غوښتنلیک یې مخکې ځواب کړی و او له هغوی یې غوښتي و چې د فلسطین او سوریې د ټیمونو د لوبغاړو په اړه له دوی سره معلومات شریک کړي خو په دې اړه یې تر اوسه هم کوم ځواب نه دی موندلی.

د دغه وزارت ویاند احمد شکیب مستغني د چهارشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل، د دې لپاره چې فوټبال فدراسیون له دوی سره د یادو ټیمونو جزییات شریک نه کړل پاتې نور اجراات هم په ټپه ودرېدل.

احمد شکیب مستغني
احمد شکیب مستغني

ښاغلي مستغني زیاته کړه:

"د بهرنیو چارو وزارت فرهنګي ریاست د فوټبال له فدراسیونه غوښتي و چې د یادو ټیمونو د لوبغاړو نومونه او د پاسپورټ شمېره دوی ته وسپاري څو په بهر کې د افغانستان له یوې سیاسي څانګې څخه ورته ویزه صادره شي خو د بهرنیو چارو وزارت په دې اړه له فوټبال فدراسیونه هېڅ ځواب ترلاسه نه کړ."

افغانستان یوځل مخکې هم د پاکستان په وړاندې کوربه توب وکړچې هغه دوستانه لوبه یې له پاکستانه وګټله او که دا ځل یې د فلسطین او سوریې د مهمو ټیمونو د لوبې کوربه توب کړای وای دا به په رسمي لوبو کې د افغانستان لومړی ځل کوربه توب و چې له خورا اهمیته برخمن و.

اخوا د ورزش د برخې فعالین په دې اړه انتقاد کوي چې ولې افغان حکومت د یادې لوبې کوربه توب له لاسه ورکړ.

د ورزش د ډګر یوه فعال ذبیح الله شهزاد ازادي راډیو ته وویل چې د حکومت د یادې بې غورۍ په خاطر افغانستان دا فرصت له لاسه ورکړ چې د یادې مهمې سیالۍ کوربه توب وکړي.

ښاغلي شهزاد زیاته کړه:

"که بېلابېل امنیتي او نور مسایل په پام کې نیول شوي وای او د سوریې او فلسطین د ټیمونو کوربه توب موږ کړای وای ډېر ښه اغیزې به یې د افغانستان په فوټبال پرېښې وای. په راتلونکي کې به هم نورو ټیمونو دې ته زړه ښه کړی وای چې راشي او افغانستان کې لوبې وکړي. خو متاسفانه دا چانس موږ له لاسه ورکړ."

ښاغلي شهزاد ټینګار وکړ چې راتلونکي کې باید د ورته سیالیو لپاره مخکې له مخکې چمتووالی ونیول شي څو د فوټبال د پرمختګ په وړاندې هر ډول مانع له مخې لېرې شي.

یو پخوانی افغان فوټبالر او روزونکی یاسین محمدي بیا په دې نظر دی چې د ورزش سیاسي کول د دې لامل شول چې افغان حکومت د یادې لوبې کوربه توب ته زړه ښه نه کړي.

د محمدي په خبره فوټبال فدراسیون که د سیاست ښکار نه وای شوی نو هیڅکله به له یاد برخلیک سره نه مخ کېده.

راپور:صفي الله ستانکزی

XS
SM
MD
LG