د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۳

منګل: د امنيتي ځواکونو څخه ملاتړ د ټولو افغانانو مسولیت دی


د ننګرهار ولسونو خپل امنيتي ځواکونه وستایل او ټولو ورڅخه د ملاتړ غږ پورته کړ.

دغه غونډه چې د پنجشنبې په ورځ د ننګرهار ولایت په شاهي ماڼۍ کې جوړه شوې وه د دې ولایت قومي مشرانو، دیني علماو او ځوانانو سربېره په کې له کابله راغلو لوړ پوړو چارواکو په کې برخه اخیستې وه.

د هېواد د قومونو او قبایلو وزير محمد ګلاب منګل وویل افغان امنيتي ځواکونه د دې سیمې او خلکو د عزت ساتنې په موخه شپه او ورځ قرباني ورکوي.

دی وايي، دا د ټولو افغانانو مسولیت دی چې له خپلو امنيتي ځواکونو سره همکاري او ملاتړ وکړي:

"د هېواد په هر وګړي، مشر او کشر، ځوان او سپين ږيري، په ديني عالم او عامې، په ښځه او نر دا لازمه ده چې د خپل وطن د ساتونکو، د خپل هېواد د عزت او سرلوړۍ او د خپلو خلکو د سوکالۍ د ساتندويانو قدرداني وکړي."

بل خوا د ننګرهار والي سلیم خان کندزي دغه ډول غونډې ګټورې وبللې او زیاته کړه چې دې سره د افغان ځواکونو مرال نور هم لوړيږي:

"نن د همغه مجاهد ولس بچيان، د دې خاورې د دښمنانو او د پردو مزدورانو په مقابل کې په ډېره مېړانه او افتخار باندې خپله وينه ورکوي او د لوېشتې لوېشتې خاورې نه دفاع کوي. د دغسې زمريو او با جراته ځوانانو ستاینه او د دوی مورال لوړونه او دوی ته مینه ورکول، په موږ او تاسو فرض دي."

د ننګرهار د ولایتي شورا منشي ذبیح الله زمري د ولسونو په استازولی ډاډ ورکړ چې ولسونه به د خپلو امنيتي ځواکونو سره اوږه په اوږه همکار ووسي او په هر ډګر کې به يې ملاتړ کوي:

"موږ پر خپلو ټولو قواوو ویاړو، موږ خوشاله يو چې د ملي اردو، پوليسو او ملي امنيت چې دفاعي قواوې دي خاوندان يو. د دوی تقويه کول، زموږ او ستاسو د ټولو افغانانو مکلفيت دی."

په دې غونډه کې یو شمېرهغو افسرانو او سرتېرو ته چې د خپلې دندې پرمهال يې ميړانه ښودلې وه ستاینلیکونه هم ورکړل.

له دې وړاندې د شینوارو شپږو ولسوالیو قومي مشرانو او ځوانانو هم د غني خيلو په ولسوالۍ کې ورته غونډه جوړه کړې وه او له خپلو امنيتي ځواکونو څخه يې ملاتړ اعلان کړی و.

ننګرهار ـ شاه محمود شینواری

XS
SM
MD
LG