د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۵ وری ۱۴۰۴ کابل ۱۱:۲۰

ناټو روسيي ته د ځواب ورکولو هڅې کوي


امریکایي جنرال کورتیس سکاپاروتي
امریکایي جنرال کورتیس سکاپاروتي

ناټو پر دې غور کوي چې په اروپا کې د روسیې له پولي سره نژدې په یو شمېر هېوادو کې خپل پوځیان ځای پرځای کړي.

ناټو وروسته تر دې دا خبره وکړه چې روسیې اعلان وکړ چې خپلو لویدیځو او جنوبي سرحدونو ته، د ناټو په ځواب کې لږترلږه ۱۵ زره اضافي پوځیان استوي.

د اروپا لپاره د ناټو نوی جګپوړی قوماندان وایي چې دغه پوځي تړون د سړې جګړې تر ختمېدو ۲۵ کاله وروسته هم مهم دی.

امریکایي جنرال کورتیس سکاپاروتي د چهارشنبې په ورځ د بلجیم په مونس ښار کې د ناټو په پوځي مرکز کې په داسې وخت کې دا خبره وکړه چې روسیې ویلي دي چې په زرګونو پوځیان به پر خپلو لویدیځو او جنوبي پولو کې ځای پرځای کړي.

جنرال سکاپاروتي وویل چې روسانو ته ځواب ورکوو:

"ناټو په خپل ختیځ سرحد کې د روسانو تیري ته ځواب ورکړ. زه فکر کوم د ځواکونو وضعیت او د تمرین تغیر ډیر مهم دی. زما نیت دا دی چې دا دوام پیدا کړي او زما په فکر دا ځواب دی. زه چې کار ته ځم، زه به خپلو پلانونو ته بیا کتنه کوم، د روسیې له وضعیت سره سم به خپلو ځواکونو ته د وضعیت یا تمریناتو سلامشوره ورکړم، د مخنیوي لپاره د دې ادامې ته اړتیا لرو ترڅو دا توان ولرو چې ځواب ورکړو."

جنرال سکاپاروتي زیاته کړه، د سړې جګړې له پای ته رسېدو سره هم د ناټو تړون خپل اهمیت له لاسه ورنه کړ ځکه چې موږ له نوېو ګواښونو سره مخامخېدو چې پرته له څه شکه په دغو کې یو هم د روسیې بیا تنظیمیدل وو چې هڅه یې کوله ځان د نړۍ د یوه ځواکمن په توګه راڅرګند کړي.

د روسیې او ناټو تر منځ اړیکې وروسته تر دې سړې شوې چې روسیې د کریمیا ټاپوزمه د ۲۰۱۴ کال په مارچ کې له اوکراینه بېله کړه او له خپلې خاورې سره یې یوځای کړه.

پر مسکو دا تور هم پورې شوی دی چې د اوکراین په ختیځ کې له بیلتون غوښتونکو سره مرستې کوي.

د اروپا لپاره د ناټو نوي جګپوړي قوماندان وویل چې روسیه د اوکراین په ختیځ کې ډیره فعاله ده او داسې نه ښکارې چې په لنډ راتلونکي کې د روسانو دا دریځ بدل شي.

خو مسکو پر ناټو تور پورې کوي چې په ختیځې اروپا کې خپل پوځي فشار زیاتوي.

د روسيي د دفاع وزیر
د روسيي د دفاع وزیر

د روسیې دفاع وزیر د چهارشنبې په ورځ وویل چې په خپلو سرحدونو کې د ناټو د فعالیتونو په ځواب کې خپل پوځیان ځای پر ځای کوي.

ناټو دا مسئله څیړي چې په پولنډ او بالټیک هېوادونو کې چې له روسیې سره سرحد لري یو شمېر ځواکونه ځای پرځای کړي.

تمه ده چې په دې اړه د جولای په میاشت کې په وارسا کې د ناټو په سرمشریزه کې پریکړه وشي.

XS
SM
MD
LG