د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۵

د مدني ټولنو د همغږۍ مرکز : د اباسین قاتلین دې اعدام شي


د افغانستان د مدني ټولنو د همغږۍ مرکز له حکومته غواړي چې د اباسین قاتلینو ته سخته سزا ورکړي.

د دې ټولنې غړېو د دوشنبې په ورځ په کابل کې د یوې اعلاميي په خپرولو سره د ناامنیو او جنایي جرمنو د ډېرېدو په اړه اندیښنه وښوده او وېې ویل چې اداري فساد، د غیرمسوله وسله والو شتون، بې روزګاري او داسې نورهغه څه دی چې په هېواد کې د جنایي جرمنو د ډېرېدو لامل ګرځېدلي.

دوی په هغه اعلامه کې چې د دې ټولنې د ویاند ذبیح الله وردګ له خوا ولوستل شوه له حکومته خپل غوښتنې داسې مطرح کړې:

"دولت باید د اباسین د اختطاف او قتل قضیي ټول مراحل له رسنیو او خلکو سره په شفافه توګه شریک کړي او د دې قضیي ټول عاملین په علني محاکمه کې په اشد مجازات محکوم کړي."

د مدنې ټولنې د همغږۍ مرکز له حکومته وغوښتل چې د جنایت کارانو په وړاندې هر ډول اقدام باید له خلکو سره شریک کړای شي چې په دې برخه کې له لاسه تللی باور بېرته په لاس راوړل شي.

دغه غوښتنې په داسې وخت کې مطرح کیږي چې۱۴ کلن اباسین درې میاشتې مخکې د انسان تښتونکو له خوا د کابل ښار په کارته نو سیمه کې لمړی اختطاف او وروسته په ډېر بې رحمانه ډول ووژل شو.

د اباسین پلارحاجي عبدالغفور معصوم هم وایي چې د زوی قاتلین یې باید په علني ډول مجازات شي:

د اباسین پلارحاجي عبدالغفور معصوم
د اباسین پلارحاجي عبدالغفور معصوم

"زه د ولسمشر، پارلمان او مدني ټولنو څخه غواړم چې د دغه جنایت مخه ونیسي او زما د اباسین قاتلین په علني ډول اعدام کړي څو د ټولو لپاره عبرت شي."

په همدې حال کې اجرایه مشرعبدالله عبدالله ډاډ ورکوي چې د اباسین د وژنې د قضیي په برخه کې به عدالت پلی شي.

ښاغلي عبدالله عبدالله زیاته کړه:

"اباسین یو معصوم ماشوم و چې په شهادت ورسېد، دا یو نه بخښونکی عمل دی، د ده قاتلین نیول شوي او د قانون منګولو ته سپارل شوي او انشاالله د ده د قتل په قضیه کې به عدالت تطبیق شي."

د افغانستان ولسمشرمحمد اشرف غني هم د اباسین کورنۍ ته اطیمنان ورکړی چې په دغه قضیه کې به عدالت په بشپړه ډول رعایت شي.

د زلمکي اباسین قتل ډیر غبرګونونه راپارولي، د افغانستان د ملي شورا په ګډون، عام خلک او د مدني ټولنې مسولین د ده د قاتلینو او اختطاف کوونکو د سختې سزا غوښتونکې شوه.

دوی وویل، که د اباسین قاتلینوته سخته جزا ور نه کړل شي، په هېواد کې به جنایي پېښې لا ډیرې او پر امنیتي ارګانونو به د خلکو باور پای ومومي.

خو د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي چې د جنایي جُرمنو په مخنیوي کې جدي هڅې کوي.

راپور: سباوون کاکړ

XS
SM
MD
LG