د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ لړم ۱۴۰۰ کابل ۰۴:۲۲

جزايي کوډ او د افغانستان پر جزايي قانون یې اغېزه


د افغانستان عدلیې وزارت وايي چې د جزايي کوډ د طرحې په بشپړېدو سره به د افغانستان په جزايي قانون کې شته ټولې ستونزې هوارې شي.

د جزايي قانون د بیا کتنې او اصلاح ډلې نن د جزايي کوډ د طرحې عمومي برخه عدلیې وزارت ته وسپارله او په اختصاصي برخې یې خپل کار پیل کړ.

د افغانستان د عدلیې وزارت سلاکار او د جزايي قانون د اصلاح او بیا کتنې ډله وايي چې نوی جزایي کوډ به د اوسني عصر پېچلو جرایمو ته جزا وټاکي او د جزا په قانون کې شته ټولې ستونزې به په بشپړه توګه حل کړي.

د دغې ډلې مشر محمد اشرف رسولي د یکشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې د جزايي کوډ د عمومي برخې طرحه یې بشپړه کړې اوعدلیې وزرات ته یې وسپارله.

ښاغلی رسولي زیاتوي چې په نوي کوډ کې د اوسني اجتماعي، اقتصادي شرایطو په نظر کې نیولو سره د جرم او جزا تر منځ تناسب مراعت شوی.

هغه زیاته کړه:

"د جزا په پخواني قانون کې نږدې۵۰۰ مادې وې چې په خواکې وسره څو نور خپلواک قوانین هم جوړ شوي و چې ټول اوس په یوه کوډ کې سره را نغاړو، دا دوه څانګې لري لومړۍ برخه یې عمومي احکام او دویمه یې اختصاصي احکام لري، عمومي برخه کې ټول جرایمو باندې د تطبیق وړ ده او اختصاصي برخه کې هر له ډول جرم څخه جلا جلا تعریف شوی، د اوسني اجتماعي او اقتصادي شرایطو په نظر کې نیولو سره د جرم او جزا ترمنځ په کې تناسب مراعت شوی."

د افغانستان جزايي کوډ باندې درې کاله وړاندې د عدليې، ښځو چارو، کورنیو چارو وزارتونو، د ملي امنیت ریاست، د بشري حقونو خپلواک کمېسیون، مدني او د حقوق پوهانو ټولنو او یو شمېر نړیوالو مرستندیو موسسو له خوا کار پیل شوی و.

د دغه کوډ عمومي طرحه ۲۲ فصله او ۲۲۹ مادې لري چې کار یې بشپړ شوی او اختصاصي برخه یې ۴۴ فصله او ۴۴۰ مادې لري چې د مسئولینو په خبره کار به یې تر راتلونکو پنځو میاشتو پورې بشپړ شي.

د افغانستان د عدلیې وزارت وايي چې پخوا د جزا په برخه کې ۱۱ قوانین او ۶۳ احکام موجود وو چې ډېر مغلق او یو شمېر مادو یې یو په بل کې تداخل درلود، خو د جزا د قانون د طرحې په نوي کوډ کې ډېر وضاحتونه موجود دي او اوسني عصر ته ځواب ویونکی دی.

دغه پلاوي دا جزیات ورنه کړل چې د جزا د قانون د طرحې په نوي کوډ کې کومو هغو جرمونو ته د سزا کوډونه ټاکل شوي چې پخوا یې کوډ نه درلود.

یو شمېر افغان حقوق پوهان په دې باور دي چې اوسنی د جزا نوی کوډ به ټول هغه پېچلي جرایم چې د افغانستان په جزايي قانون کې ورته مادې نه وې موجودې د جزا مادې وټاکي.

د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو د پوهنځي استاد نصرالله ستانکزي ازادي راډیو ته وویل اړتیا وه چې د افغانستان په جزايي قانون باندې کتنه شوې وی، ځکه ځینې مادې کاپي شوې وې.

د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو د پوهنځي استاد نصرالله ستانکزی
د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو د پوهنځي استاد نصرالله ستانکزی

هغه زیاته کړه:

"ټولې هغې ستونزې چې په پخواني قانون کې موجودې وې لرې شوې دي او له اړتیا سره سم په نوې کوډ کې ځینې مادې زیاتې شوي دي او یو بشپړ جزايي قانون ترې جوړشوی، د جزايي سیسټم ځینې مادې کاپی شوې، ځینې مادې ډېرې زړې دي د اوسني عصر مطابق غوښتنو ته ځواب نه شي ویلی، نو اړتیا شته چې جزايي سیسټم باید اصلاح شي او په نوي جزايي کوډ کې به دا ستونزې هوارې شي."

د افغانستان د جزايي کوډ د اصلاح او بیا کتنې ډلې وايي چې د نوي جزايي کوډ په جوړولو کې یې د ګاونډیانو په ګډون د یو شمېر پرمختللو هېوادونو له جزايي قوانینو څخه ګټه اخیستې ده.

نصرالله ستانکزی سپارښتنه کوي چې د جزايي کوډ د اصلاح ډله باید د انټرنیټي سایبر په ګډون د اوسني عصر الکترونیکي جرایمو ته هم په جزايي کوډ کې جزا وټاکل شي.

راپور: رحمت الله افغان

XS
SM
MD
LG