د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۸ زمری ۱۴۰۰ کابل ۰۸:۳۳

په ننګرهار کې بې ځایه شوي کورنیو بې برخلیکه ژوند


د ننګرهار د شینوارو د شپږو ولسوالیو څخه بې ځایه شوي کورنۍ وايي، شاوخوا یوکال وشو چې له خپلو سیمو څخه راکډه شوي او بې سرنوشته پراته دي.

د دغو ولسوالیو قومي مشران وايي، کلي ته د داعش له ویرې ستنيدی نه شي او ښار کې کرایه کورونه د اور په بیه دي.

یو تن ملک عبدالاحد وايي:

"په دې ملک کې داسې راګير يو چې ریښتیا او دروغ ویل دواړه تاوان کوي که ریښتیا وايو بدن ته مو تاوان دی او که دروغ وايو نو ایمان ته مو تاوان دی، په درې طاقتونو کې راګير يو خو ښه دا ده چې موږ ته د اوسېدو ځای پیدا شي ځکه دلته کرایه ګرانه شوې ده ویل کیږي چې شینواري راکډه شوي دلته یوه یوه کوټه په ۱۰ زره افغانۍ راته انتخاب شوې ده."

بل یو ملک کمین بیا وايي:

"د دې خلکو نه کورونه پاتې دي، مالونه ترې پاتې دي او یو د دې کډالو نه مکتبونه پاتې شول د دوی باید غم وخوړل شي."

د شینوارو اوسیدونکی ديني عالم مولوي عبدالبصيرحقاني وايي، د ناامنۍ له امله راکډه شوې کورنۍ د تعلیم او روغتيايي خدماتو څخه بې برخې پاتې شوي او د دې ستونزو د حل په هدف دې ورته یو پنډغالی جوړ شي.

د شینوارو اوسیدونکی ديني عالم مولوي عبدالبصيرحقاني وايي، د ناامنۍ له امله راکډه شوې کورنۍ د تعلیم او روغتيايي خدماتو څخه بې برخې پاتې شوي
د شینوارو اوسیدونکی ديني عالم مولوي عبدالبصيرحقاني وايي، د ناامنۍ له امله راکډه شوې کورنۍ د تعلیم او روغتيايي خدماتو څخه بې برخې پاتې شوي

ښاغلي حقاني زیاته کړه:

"زموږ مکاتب او مدارس په هغه ساحه کې اکثریت بند دي او دا خلک له هغو ساحونه راغلي که دوی ته یو کمپ برابر شي او دا کلنیکونه او مکتبونه په موقت ډول فعاله شي."

د ننګرهار ولایت ویاند عطالله خوګياڼی وايي، لا هم د شینوارو په سیمو کې د داعش پرضد عمليات روان دي ترڅو یادې سیمې له وسله والو پاکې کړي.

نوموړی وايي، ولایتي اداره هڅه کوي چې د کډوالو د سرنوشت معلوم او ستونزو ته يې د حل لاره ولټوي.

ښاغلي خوګیاڼي وویل:

"موږ هڅه کوو چې د دغو کډوالو لپاره هغه پلرنی ځمکې دي کورونه يې دي هلته ځای پرځای شي خو که اړتیا ولیدل شي هغو ساحو کې چې هغه ځای پنډغالي لپاره مناسب وي نو د دغو خلکو ستونزو لپاره به د حل لاره ولټول شي."

د شینوارو د علماو شورا مشر مولوی علامحمد وویل، که چيرې حکومتي چارواکي د دوی ستونزې حل نه کړي نو دوی مجبوره دي چې د مدني حرکتونو له لارې خپل غږ پورته کړي:

"نو دا مې غوښتنه ده چې زموږ غوښتنو لپاره دې ژر تر ژره ځواب وویل شي او که زموږ غږ ته ځواب ونه ویل شي نو موږ به په راتلوونکو کې مدني حرکتونه او مظاهرې وکړو ترڅو زموږ غږ واوریدل شي."

د ویلو ده چې شاوخوا یو کال وشو چې د شینوارو د شپږو ولسوالیو څخه په زرګونو کورنۍ د داعش له ویرې مختلفو سیمو ته راکډه شوي.

دغو کورنیو سره هغه تنکي ماشومان چې په ښوونځیو کې به يې زده کړې کولې اوس په نابلد ماحول کې له زده کړې بې برخې پراته دي.

ننګرهار ـ شاه محمود شینواری

XS
SM
MD
LG