یوه نوې سروې ښيي چې د افغانستان پاسپورټ د ارزښت له پلوه د نړۍ د هېوادونو د فهرست په پای کې راغلی.
په فهرست کې د افغانستان پاسپورت د پاکستان، عراق او سومالیا له پاسپورتونو څخه هم بې ارزښته بلل شوی دی په داسې حال کې چې د جرمني پاسپورت د دې فهرست په سر کې دی.
پاسپورت انډیکس د یوې څېړنې پربنسټ د جرمني پاسپورت د با ارزښته پاسپورتونو د فهرست په سر کې او د افغانستان پاسپورت د فهرست په پای کې راوستی.
خو واورئ چې د دې درجه بندۍ اساس څه دی؟
ارتون کپیټلArton Capital ټولنې د نړۍ د ۱۹۹ هېوادونو پاسپورتونه د دې معیار له مخې درجه بندي کړي چې اتباع یې له ویزې پرته څو هېوادونو ته سفر کولای شي او د کومو هېوادونو هوايي ډګرونو ته له رسېدو سره سم ویزه ورته ورکول کیږي.
دا لیست پاسپورت انډکس موسسې پر خپله ویبپاڼه خپور کړی.
د دې دواړو معیارونو له مخې جرمني اتباع د ۱۵۷ هېوادونو ته یا بې له ویزې سفر کوي او یا د هغو هوايي ډګرونو ته له رسېدو سره سم ویزه ورکول کېږي، په داسې حال کې چې د افغانستان د پاسپورت لرونکي یوازې درېیو هېوادونو ته بې ویزې سفر کولای شي او ۲۱ هېوادونه خپلو هوايي ډګرونو ته له رسېدو سره سم ویزه ورکوي.
د افغانستان پاسپورت د فهرست په پای کې په ۱۹۹م د پاکستان په ۱۹۸، د عراق په ۱۹۷ او د سومالیا په ۱۹۶ ځای کې دي. بیا په ترتیب سره د سوریې، سودا او ایتوپیا پاسپورتونه دي.
خو د فهرست د سر ټول لس اروپايي هېوادونه دي.
له جرمني وروسته د سویډن او په دریم مقام کې د فنلنډ پاسپورتونه دي، په فنلنډ پسې ایټالیا او سویس، وروسته فرانسه او اسپانیا او په اتم ځای کې برتانیا دي. ډنمارک په نهم او هالنډ په لسم ځای کې دي خو د امریکا پاسپورت په دې فهرست کې له یونان مخکې اتلسم ځای خپل کړی دی.
د افغانستان په ګاونډیو هېوادونو کې د ایران پاسپورت په ۱۹۱م، د ترکمنستان په ۱۵۲، د ازبکستان او تاجکستان په ۱۴۳ او ۱۴۴ او د چین په ۱۵۶مه درجه کې راغلي دي.
فلسطین په ۱۸۷م، اردن په ۱۶۳م، مصر په ۱۵۳م، بنګلدیش په ۱۹۰م، شمالي کوریا په ۱۸۲ او هند په ۱۵۱ ځای کې دي.
اسراییل په ۴۴، سعودي عربستان په ۱۰۷، روسیه په ۷۹م او ترکیه په اتیایم ځای کې راغلي دي.