د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۳۲

د امریکايي پاپ سندر غاړي پرینس مړی د هغه کور کې موندل شوی


د امریکايي پاپ سندرغاړي پرينس مړی په مينياپاليس ايالت کې د ده په کور کې موندل شوی.

پرينس نوښتګر سندرغاړی او د سندرو ليکوال وو او د جاز تر څنګ يې فَنک او ډيسکو موسيقي هم غږوله.

پرينس په ۱۹۷۰يمه لسيزه کې شهرت وموند او په وروسته درو لسيزو کې د امریکايي پاپ موسيقي له نوښتګرو او غوره سندرغاړو څخه ګڼل کې دی.

د امریکا د پاپ موسيقي د يوه لوی ستاره پرينس مړی په خپل کور کې موندل شوی او د مړينې لامل يې تر اوسه نه دی څرګند.

د ځايي پولیسو په وينا، د پنجشنبې په ورځ روغتيايي عملې د ده زړه ته سي پي ار ورکړ خو ونه توانېدل د دغه ۵۷ کلن ستوري مرسته وکړي چې د سهار پر لس بجې مړ شوی اعلان شو.

د پرينس د مرګ د خبر اورېدو وروسته په مينياپالیس ايالت کې د هغه کلب مخې ته چې په کې د پرينس مشهوره سندره پرپل رېن يا ارغواني باران فيلم شوې وه، د پرينس سلګونو مينه وال راټول شول او د ده پر همدې سندره يې د ده په وياړ نڅاوې وکړې.

د امريکا په لاس انجلس ښار کې خلک له کورو راووتل او د پرینس په یاد کې يې شمعې بلې کړې.

په دغه راټولو شويو کسانو کې يوې مينه والې داسي وويل:

"هر چا له پرینس سره مينه کوله، يوازي د يوه نژاد يا کلتور خلکو نه بلکه ټولو، او زما په فکر دا هغه څه وو چې دی يې دومره مشهوره او ستر کړی وو."

د پرينس له مشهوره سندرو څخه ليټس ګو کرېزي، آی ووډ ډای فور يو، ليټل ریډ کورويټ، پرپل رېن او کيس وې.

ده د موسيقي په جاز، فنک، ار. اين. بي او راک ژانرو کې کار کړی وو او اووه ګرامي او یو اسکار جايزې يې ګټلي وې.

د پرينس د مړينې په وير کې د لاس انجلس د ولايت ودانۍ په ارغواني رنګ رڼاوو روښانه کړل شوه.

همداراز د امریکا په ټولو ښارونو کې مهمې ودانۍ په ارغواني رڼاوو روښانه شوې.

د پرينس مرګ دوې اوونۍ وروسته له هغه دی چې په اټلانټا ايالت کې يې کنسرتونه لغوه کړل ځکه چې روغتيايي حالت يې ښه نه وو.

ده په اټلانټا کې د اپرېل په څوارلسمه یو کنسرت وکړ او د نورو کنسرتونو د لغوه کولو په اړه يې هملته اعلان وکړ.

وروسته، کله چې د سندرو پر منځ کې ده له مينه والو سره خبرې کولې، د اسوشيېټډ پريس خبري اژانس د راپور له مخې، غږ يې کمزوری وو او ډېر وخت خپلې پيانو ته ناست وو او هلته یې سندرې ویلې.

د خپل روغتيايي وضعيت په اړه د خبرونو اورېدو وروسته پرينس په ميناسوټا کې په خپل کور کې د اپرېل په ۱۶مه د نڅا مېلمستيا جوړه کړه.

د يوې ويب پاڼې لیکوال چې پرينس يې پېژانده، ويلي ښايي پرينس دا مېلمستيا ځکه کړې وي چې وښيي روغ رمټ دی.

XS
SM
MD
LG