د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۵

چیچیني ښځې په سرپل کې د طالبانو د جګړې مشري کوي


د سرپل د ولایتي شورا استازي په دې ولایت کې د وروستیو جګړو له امله د نا امنۍ د زیاتوالي په اړه اندېښنه ښيي او وايي چې چیچیني ښځې په دې ولایت کې د دولت پر ضد د طالبانو د جګړې مشري کوي.

د سرپل د ولایتي شورا یوه غړي حسین مجاهد زاده ازادي راډیو ته ویلي دي چې د طالبانو د پسرلنيو عملیاتو له پیل سره سم د سرپل په مختلفو ولسوالیو کې پر دولتي تاسیساتو او حتا د دې ولایت پر مرکز د طالب وسله والو حملې زیاتې شوي دي.

د څو ورځو راهیسې په سرپل ولایت کې د افغان امنیتي ځواکونو او طالب وسله والو ترمنځ جګړه دوام لري، طالبانو د خپلو عمري عملیاتو له پیل سره سم لکه نورو شمالي ولایتونو په سرپل ولایت کې هم د دولت پر ضد خپلو حملو ته شدت ورکړی.

د سرپل د ولایتي شورا استازي وايي چې له یوې اوونۍ راپه دې خوا د آقسو او میرزا ولنګ سیمو سربېره په سنچارک، سوزمه قلعه او صیاد ولسوالیو کې د طالبانو وسله والو حملو زور اخیستی دی.

ښاغلي مجاهد زاده زیاته کړه:

"ډېر د سوزمه قلعې ولسوالۍ، د صیاد ولسوالۍ لوېدیزه برخه یعنې آقسو او میرز اولنګ سیمې تر لوی تهدید لاندې دي او خاصتاً د سوزمه قلعې ولسوالۍ ډېری برخو کې د طالبانو تحرکات ترسره کېږي."

مجاهد زاده په دې باور دی چې د طالبانو یادې حملې د نا امنۍ د زیاتوالي سبب شوي او په دې ولایت کې مېشت امنیتي ځواکونه په تنهایې سره نشي کولی چې د اوږدې مودې لپاره د دولت مخالف وسله والو حملې په متواتر ډول دفع کړي.

ښاغلی مجاهد زاده په سرپل ولایت کې د طالبانو په وړاندې د پراخو عملیاتو د ترسره کېدو غوښتنه کوي:

"بدبختانه چې د سرپل ولایت مرکزي ځواکونه په تنهایۍ سره د طالبانو په وړاندې یو سلسله تحرکات لري، خو تر دمه له مزارشریف او زون څخه د طالبانو په وړاندې د عملیاتو د ترسره کېدو په مقصد مرستندویه ځواکونه ندي راستول شوي او دا کار نه دی ترسره شوی."

مجاهد زاده وايي چې چیچیني ښځې په سرپل ولایت کې د دولت پر ضد د طالبانو د جګړې مشري او سازماندهي کوي.

حسین وايي چې دا ښځې په کوهستاناتو ولسوالۍ کې له خپلو کورنیو سره یوځای اوسېږي.

مجاهد زاده یې په اړه زیاته کړه:

"دوی یې مشري کوي، چیچیني ښځې یادوم چې له خپلو کورنیو سره په کوهستاناتو کې وسیږي، دوی په سرپل ولایت کې د طالبانو د جګړې مشري کوي."

په همدې حال کې د سرپل امنیه قوماندان عبدالقیوم باقي زوی وايي چې په دې وروستیو کې د طالب وسله والو حملو په دې ولایت کې زور اخیستی وو، خو د درېیو ورځو په ترڅ کې د افغان امنیتي ځواکونو په متقابل تحرکاتو کې د دولت ضد وسله والو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.

باقي زوی وویل:

"اوښتي تلفات دښمن ته دا دي چې د هغوی ۳۰ تنه وژل شوي دي، څه باندې ۶۰ یا هم ۷۰ تنه یې ټپیان شوي دي او حتا امنیتي ځواکونو د هغوی وسلې هم ترلاسه کړي دي."

د ښاغلي باقي زوی په خبره چې په یادو جګړو د یوه ولسي پاڅونکوي په ګډون دوه تنه محلي پولیس هم وژل شوي او څلور تنه نور ټپیان دي.

تر دمه د یادې موضوع په اړه طالب وسله والو څرګندونې نه دي کړې.

راپور: مجیب الرحمن حبیب زی

XS
SM
MD
LG