د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۰۲

ولسمشر اوباما د خلیج له مایوسه شویو مشرانو سره خبرې کوي


د امریکا د متحدوایالاتو ولسمشربارک اوباما نن په ریاض کې د خلیج د هېوادونو له مشرانو سره خبرې پيل کړې.

په نننۍ سرمشریزه کې د سوریې، یمن او عراق کې پر وضعیت خبرې کیږي.

سره له دې چې د خلیج هېوادونو او امریکا په عراق، سوریه او یمن کې ګډ ماموریتونه ترسره کړي خو لاهم پر ځیني مسایلو اختلاف لري چې په نننۍ سرمشریزه کې به خبرې ورباندې وکړي.

ولسمشر اوباما هیله لري چې د خلیج هېوادونه به د افراطي ډلو پرضد جدي مبارزې ته وهڅوی.

دی به همدا راز هڅه وکړي چې په خلیج کې خپل ناراضي سني متحدان، د امریکا له تعهده ډاډه کړي.

ولسمشر اوباما هیله لري چې د خلیج هېوادونه به د افراطي ډلو پرضد جدي مبارزې ته وهڅوی.
ولسمشر اوباما هیله لري چې د خلیج هېوادونه به د افراطي ډلو پرضد جدي مبارزې ته وهڅوی.

د خلیج د عربي هېوادونو د مشرانو په غونډه کې نن پر هغو خطرونو هم خبرې کیږي چې دا سیمه یې د ایران او د اسلامي دولت ډلې یا داعش له لوري ځان ته متوجه ګڼي.

ولسمشر اوباما د چهارشنبې په ورځ سعودي عربستان ته ورسید.

دی هیله لري چې د ایران له لوري له ممکنو خطرونو به د خلیج د هېوادونو د ویرې پر ګډو عواملو تمرکز وشي او هغو به د داعش د خطر د کمولو لپاره د فرقه یې شخړو کمولو ته وهڅوي.

ولسمشربارک اوباما د چهارشنبې په ورځ د سعودي عربستان له پاچا ملک سلمان بن عدالعزیز ال سعود او د متحده عربي اماراتو له امیر سره پر دې مسئلو ځانګړې خبرې وکړې.

دی به نن د خلیج د همکارۍ شورا په سرمشریزه کې چې په ریاض کې جوړه شوې، د خلیج د نورو هېوادونو له مشرانو سره هم پرهمدې ټکو وغږیږي.

دا سعودي عربستان ته د ولسمشر بارک اوباما څلورم او ښايي د امریکا د متحدوایالاتو د جمهور ریس په توګه، د هغه وروستی رسمي سفر وي.

له دې امله، د خلیج د هېوادونو مشران، په ځانګړي ډول د سعودي پاچا ښايي د هغه خبرو ته ډير اهتمام ونه کړي.

داسې ګڼل کیږي چې منځنۍ ختیځ د اکثریت سني هېوادونو چې د خلیج غرب پلوي امیران مهم رول په کې لري او د اکثریت شیعه ایران او د ایران د پلویانو د نفوذ ترمنځ ویشل شوی دی.

د کويټ، قطر، بحرین او عمان په ګډون د خلیج یو شمېرهېوادونه باور څرګندوي چې ولسمشربارک اوباما له دې سیمې ځان تر ډیره حده شاته کړی او ایران ته یې ډیره موقع ورکړې ده.

د خلیج هېوادونه له دې امله، د اوباما له ادارې مایوس دي.

د خلیج رهبران له یوې مجلې سره د ولسمشر اوباما پر هغې مرکې هم متاثر دي چې اوباما په خپله بهرنۍ کړن لاره کې د خلیج ځیني هېوادونه "مفتخوره" بللي او ږغ یې ورباندې کړی چې له ایران سره په سمیه کې شراکت زیات کړي.

د امریکا ولسمشر وايي چې په خلیج کې زیات ډیموکراتیک اصلاحات غواړي او بشري حقونو ته درناوی هم باید زیات شي.

جمهور ریس اوباما پرون د سعودي له پاچا سره په دې اړه هم خبرې کړې دي.

یوه بله جنجالي مسئله د امریکا په کانګرس کې پر داسې یوه طرحه بحث دی چې که ومنل شي، پر مشکوکو سعودي چارواکو به د معافیت پرده لېرې کړی.

په دې صورت کې به هغه سعودي چارواکي چې د ۲۰۰۱ میلادي کال د سپتمبر د ۱۱مې په حمله کې په لاس درلودو مشکوک ګڼل کیږي، له قانوني څارنې مصئون نه وي.

همدا راز، هغه امریکاییان به چې د سپټمبر په حملو کې زیانمن شوي، کولای شي چې له سعودي عربستانه تاوان وغواړي.

د سیپټمبر پېښه
د سیپټمبر پېښه

پر امریکا په دې حمله کې لږ تر لږه ۳۰۰۰ امریکاییان ووژل شول. له هغو ۱۹کسانو چې د تښتول شوو الوتکو په وسله یې، په امریکا کې حملې وکړې، ۱۵سعودي وګړي وو.

د امریکا ولسمشر بارک اوباما به نن د خلیج د همکارۍ شورا په سرمشریزه کې تر ګډون وروسته، یوه وینا وکړي او بیا به لندن ته روان شي.

XS
SM
MD
LG