د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۱

"نامشروع مالي جریانونو افغان اقتصاد ته زیان رسولی"


د افغانستان د شفافیت د څار بنسټ وايي، دا هېواد هرکال د غېر مشروع مالي جریاناتو له امله میلیارډونو ډالر له لاسه ورکوي.

دغه بنسټ په دې اړه د پنجشنبې په ورځ په کابل یو سروې خپره کړه او ويي ویل، د افغانستانه په میلیارډونو غیر مشروع ډالر د شرکتونو، حوالو او ځینو چارواکو له خوا بهرته ایستل کيږي او له مینځلو وروسته بیرته هېواد ته داخلیږي.

د دغه بنسټ چارواکو له حکومته وغوښتل چې د دغو نامشروعو مالي جریانونو مخه دې ونیسي.

دا بنسټ وايي، نامشروعو مالي جریانونو د هېواد ثبات، امنیت، اقتصاد او ټولنیز پرمختګ ته زیان رسولی او دا هېواد یې د ترهګرو ډلو او د منظمو مالي فسادونو لپاره په یوه خوندي ځای اړولی دی.

د دغه بنسټ ريیس اکرام افضلي د پنجشنبې په ورځ په کابل کې یوې خبري ناستې ته وویل، له افغانستانه هرکال په میلیارډونو ډالر عواید، په هېواد کې د روانو نامشروعو مالي جریانونو له امله، له لاسه ورکوي.

ښاغلي افضلي زیاته کړه:

"افغانستان هرکال د نامشروع مالي جریانونو له امله میلیارډونه ډالر زیان مومي.د مخدرو مواد د تولید او قاچاق له لارې هرکال ۷۰ میلیارده ډالره ترلاسه کیږي چې دا پیسې په مختلفو ډولونو له هېواده ایستل کیږي او بیا بیرته افغانستان ته داخلیږي او د وسله والو او جرمي ډلو د تمویل او قوت سبب کیږي."

اکرام افضلي وویل، له افغانستانه هرکال په میلیارډونو ډالر عواید، په هېواد کې د روانو نامشروعو مالي جریانونو له امله، له لاسه ورکوي.
اکرام افضلي وویل، له افغانستانه هرکال په میلیارډونو ډالر عواید، په هېواد کې د روانو نامشروعو مالي جریانونو له امله، له لاسه ورکوي.

ښاغلي افضلي وویل، په دې اړه يې په یوه کال کې یوه سروې ترسره کړې ده.

ده وویل، دغه نا مشروع او تورعواید د حوالو، شرکتونو او ځینو چارواکو په ذریعه بهرته لیږدول کیږي او له سپینولو وروسته "پرته له دې چې دولت ته مالیه ورکړي" بېرته هېواد ته د مشروعو پیسو په بڼه داخلیږي.

د دغه بنسټ د معلوماتو له مخې له افغانستانه په ۲۰۱۱ میلادي کال کې شاوخوا ۴.۵ میلیارده ډالر وایستل شول.

همدارنګه دا بنسټ وايي، له کابل بانکه هم په همدې توګه پیسې و ایستل شوې چې حکومت ته یې مالي ستونزې جوړې کړې.

د دغه بنسټ چارواکو سره له دې چې د اختلاس کوونکو، د مخدرو موادو د قاچاقچیانو او په مالي فساد کې د ښکیلو کسانو نومونه یاد نه کړل خو پر حکومت یې تاکید وکړ چې که د دې نامشروعو جریانونو مخه ونه نیسي، د هېواد اقتصاد ته به له دې هم زیات زیان ورسیږي.

د افغانستان د مالېې وزارت وايي، د قانون له مخې ترڅو چې یو کس د خپلو پیسو قانوني مرجع واضحه نه کړي، دا اجازه نه ورکول کیږي چې پیسې له افغانستانه وباسي.

ښاغلي عبدالرحیمزي زیاته کړه، د قانون له مخې ترڅو چې یو کس د خپلو پیسو قانوني مرجع واضحه نه کړي، دا اجازه نه ورکول کیږي چې پیسې له افغانستانه وباسي.
ښاغلي عبدالرحیمزي زیاته کړه، د قانون له مخې ترڅو چې یو کس د خپلو پیسو قانوني مرجع واضحه نه کړي، دا اجازه نه ورکول کیږي چې پیسې له افغانستانه وباسي.

د دې وزارت ویاند اجمل عبدالرحیمزي ازادي راډیو ته وویل:

"د پیسو د لیږد په هکله قانون هم شته او زموږ په ګمرکاتو کې داخلي پروسیجر هم شته. هرکس چې پیسې انتقالوي اندازه یې معلومه ده. که د پیسو اندازه زیاته وي، فورمه به اخلي او قانوني منبع به واضح کوي. موږ دا کار د مرکزي بانک په همغږۍ پرمخ وړو او هیچا ته اجازه نه ورکوو چې په غیر قانوني توګه پیسې له هېواده وباسي."

دا څرګندونې په داسې حال کې کیږي چې اوس مهال په افغانستان کې د تورو پیسو د سپینولو د منع قانون نافذ دی او چارواکي وایي چې له سرغړونکو سره یې قانوني چلند کیږي.

خو د افغانستان د شفافیت د څار بنسټ وايي، د تورو پیسو د سپینولو د مخنیوي په برخه کې د حکومت اقدامات کمزوري دي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG