د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۱۱

په بلخ کې اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون عملي بڼه نه ده غوره کړې


د بشرحقونو خپلواک کمېسیون چارواکي او د بلخ ولایتي شورا استازي د دې ولایت په دولتي ادارو کې اطلاعاتو ته د لاس رسي قانون د نه عملي کېدو په اړه اندېښمن دي.

د بلخ د ولایتي شورا استازي د قوانینو د نقض مسله په هېواد کې د ودې پر حال ناوړه دود ګني او د دې ولایت په دولتي ادارو کې د یاد قانون په عملي کېدو ټینګار ګوي.
په شمال زون کې د بشر حقونو د خپلواک کمېسیون چارواکي هم وايي چې اطلاعاتو ته د لاس رسي قانون د مزایاوو په اړه د دولتي ادارو د مسوولان بې خبري سبب شوې ترڅو د یادو بنسټونو مراجعینو ته ځواب وینه هم ترسره نه شي.

په شمال زون کې د بشر حقونو خپلواک کمېسیون د بلخ دولتي ادارو چارواکو ته د اطلاعاتو د لاس رسي قانون په اړه د پوهاوي یو کنفرانس جوړ کړ.

د یاد کنفرانس په ترڅ کې اطلاعاتو ته د لاس رسي قانون د عملي کېدو په اړه تبادل نظر وشو او د بلخ ولایتي شورا غړو د دې ولایت په دولتي ادارو کې د یاد قانون په تطبیق ټینګار وکړ.

د بلخ ولایتي شورا مشر افضل حدید وايي چې همدا اوس مهال له قانونه سرغړونه په یو فرهنګ بدله شوې او دوی توقع لري چې د بلخ په دولتي ادارو کې اطلاعاتو ته د لاس رسي قانون جراییوي بڼه خپله کړي.

ښاغلي حدید وویل:

"د قانونه سرغړونه په یو فرهنګ تبدیل شوې ده، اطلاعاتو ته لاس رسی د ټولنې د روښانتیا په خاطر ده او هیله لرو چې دا قانون ژر تر ژره عملي بڼه خپله کړي."

هاخوا بیا د بلخ عدلیې ریاست چارواکي په دې اند دي چې تر دمه دې ولایت کې اطلاعاتو ته د لاس رسي قانون نه دی تطبیق شوی او اکثرآ د دولتي ادارو چارواکي د یاد قانون په اړه معلومات نه لري.

د بلخ عدلیې ریاست چارواکي په دې اند دي چې تر دمه دې ولایت کې اطلاعاتو ته د لاس رسي قانون نه دی.
د بلخ عدلیې ریاست چارواکي په دې اند دي چې تر دمه دې ولایت کې اطلاعاتو ته د لاس رسي قانون نه دی.

د بلخ عدلیې ریاست مشر سید جعفر مصباح له دې چې اطلاعاتو ته د لاس رسي قانونو له ستونزو ډګ بولي خو پر عملي کېدو یې ټینګار کوي.

هغه زیاته کړه:

"قانون هم خپلې تشې لري او پرې د کار کولو پروسه کې هم ستونزې موجودې وې، په هر حال هر هغه ستونزه چې په کې ده خو تصویب شوی اوس نو باید خپل اجرايي بڼه خپله کړي. دا قانون یو نیم کال کیږي چې عملي بڼه یې نه ده خپله کړې."

په عین وخت کې په شمال زون کې د بشر حقونو خپلواک کمېسیون د مطبوعاتو څانګې مسوول تقي واحدي اطلاعاتو ته لاس رسی د افغانانو له اساسي حقونو څخه ګڼي او وايي چې په ډېرو مواردو کې خپله دولتي چارواکي د یاد قانون له خوندونو څخه بې خبره دي او ډېری د عدلي او قضايي ارګانونه په اړه دا چې له رسنیو سره معلومات نه شریکوي، دوی ته شکایتونه شوي دي.

ښاغلي واحدي یې په آزادي راډیو ته داسې وویل:

"اطلاعاتو ته لاس رسی د خلکو حق دی او دا چې دا مسله له ستونزو سره مخ ده او مسوولان یې په اړه خپله بې خبره دي په نتیجه کې یې د خلکو پوښتنې هم بېځوابه پاتیږي. او بل دا تفکیک ورسره نشته چې ادارې څه ډول معالومات باید شریک کړي."

دا پداسې حال کې ده چې تر دې دمخه هم د رسنیو له حقونو څخه مدافع بنسټونو خبریالانو ته د دولتي ادارو له خوا په موقع د اطلاعاتو د نه ورکولو په اړه شکایت درلود.

مجیب الرحمن حبیب زی

XS
SM
MD
LG