د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۴

د لغمان ولسونو له خپلو امنیتي ځواکونو ملاتړ اعلان کړ


د لغمان ولایت ولسونو له خپلو امنيتي ځواکونو څخه د ملاتړ ترڅنګ د کابل وروستۍ پيښه وغندله.

دغه غونډه چې د چهار شنبې په ورځ د لغمان په مرکز کې جوړه شوې وه، د دې ولایت په سلګونو ځوانانو، قومي مشرانو او ديني علماو په کې برخه اخیستې وه.

د لغمان والي عبدالجبار نعيمي د دې ولایت له ولسوونو څخه مننه وکړه چې په یوه غږ يې د خپلو امنيتي ځواکونو څخه ملاتړ اعلان کړ:

"په دې غونډه کې زموږ علما کرام،له ولسواليو څخه راغلو مخورو او ځوانانو نن د کابل پېښه وغندله او د دې پېښې د غندنې سره-سره يې ټولو له خپلو مسلحو قواوو څخه ملاتړ اعلان وکړ او په یو غږ يې د خپلو امنيتي ځواکونو سره د دریدو اعلان وکړ."

په دې غونډه کې د نورو ویناوالو سره په خوا کې د علماو په استازولی مولوی محمد یونسف شمه خيل په خپلو خبرو کې وویل، همدا امنيتي ځواکونه دي چې د خپل سر په بدله د دې خاورې او هېوادوالو دفاع کوي:

"موږ ځکه ملاتړ وکړو د امنيتي ځواکونو نه چې امنيتي ځواکونه زموږ ملي نوامیس، زموږ ښځې او زموږ بچيان او مدارسونه دفاع کوي نو موږ ملاتړ کړی او بیا هم کوو نو زه په فخر سره وایم چې زموږ ملي ځواکونه مخور دي او موږ ورسره ولاړ یو."

دارنګه د غونډې برخوالو د کابل وروستۍ خونړۍ پېښه هم په کلکو ټکو وغندله او زیاته یې کړه، دغه ډول بریدونه چې تل مسلمانان يې قرباني شوي د اسلام سره په ټکر کې دي.

دوی وویل، اوس ولس په دې پوه شوی چې یو شمېر وسله والې ډلې د اسلام د نوم څخه په استفادې کله په یوه او کله په بل نوم د نورو بهرنیو استخباراتو د ګټو لپاره په هیواد کې جنګيږي.

ننګرهار ـ شاه محمود شینواری

XS
SM
MD
LG