د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۲

په کراچۍ کې د پوليو د واکسيناسيون ډلې ساتونکي٧پوليس وژل شوي


د پاکستان په کراچۍ ښار کې موټرسايکل سپرو وسله والو د پوليو د واکسيناسيون ډلې پر امنيت ساتونکيو پوليسو په دوو بريدونو کې اووه پوليس وژلي دي.

د دې بريد مسووليت د پاکستاني وسله والو طالبانو يوې ډلې جماعت الاحرار منلى دى. په کراچۍ کې پخوا هم د پوليوضد واکسيناسيون ډلې پر کارکوونکيو ورته بريدونه شوي دي.

د چارشنبې په ورځ د سند ايالت په مرکزي ښار کراچۍ کې وسله والو د ډزو په دوو جلا پېښو کې اووه پوليس سرتېري وويشتل او ويې وژل. پوليس چارواکي وايي، دا دواړه پېښې د ښار په اورنګي ټاون سيمه کې هغه وخت وشوې چې پوليس عسکرو له پوليو يا ګوزڼ ناروغۍ د ژغورنې په چارو بوخت د واکسيناسيون ډلې امنيت ساته او په څلورو موټر سايکلونو سپاره وسله وال ورته راغلل، ناببره ډزې يې ورباندې وکړې او د پېښې له ځايه و تښتېدل.

د کراچۍ د لوېديځ برخې د پوليسو يوه مشر فيروز شاه د پوليسو پر دغو ګرځنده ډلو باندې د وسله والو تر حملو وروسته له رسنيو سره په خبرو کې وويل چې وسله والو په لومړۍ حمله کې درې پوليس او په دويمه کې څلور پوليس عسکر په ډزو وژلي دي.

ښاغلي فیروز شاه زیاته کړه:

"په څلورو موټرسايکلونو سپاره اته ترهګر راغلي، د پوليو کارکوونکيو خواته د ور تېرېدو هڅه يې کړې، پوليسو يې مخه نيولې دوى پر پوليسو ډزې کړې چې زموږ درې پوليس پکې وژل شوي دي، تر دې پېښې وروسته په لږ فاصله سره همدغو وسلوالو زموږ پر يوه بله ګرځنده ډله باندې حمله کړې چې څلور پوليس مو پکې وژل شوي دي، د پوليو ډلې ته هيڅ زيان نه دى رسېدلى."

پوليس مشر وايي، دغه پوليس سرتېري په ډزو پر سرونو ويشتل شوي وو، چې دوه يې ځاى پر ځاى وژل شوي وو او يوه په عباسي شهيد روغتون کې ساه ورکړه، خو وايي په دواړو حملو کې د پوليو ضد واکسيناسيون ډلې کارکوونکيو ته کوم زيان نه دى رسېدلى.

په پاکستان کې د پوليو په ضد د واکسيناسيون د کمپاين مسووله عايشه رضا هارون وايي، د وسلوالو هدف پوليس وو، نه د واکسيناسيون د ډلې طبي کارکوونکي.

اغلي هارون وايي:

"دغه پوليس د پوليو کارکوونکيو پر امنيت ګومارل شوي وو، خو دغه حمله پر پوليس عسکرو شوې ده د پوليو د واکسيناسيون ډلې پر کارکوونکيو نه ده شوې، دا د غندنې وړ ده، خو تر اوسه دا څرګنده نه ده چې د دې حملې هدف پوليس وو که په ريښتيا هم د پوليو د واکسيناسيون ډلې کارکوونکي يې هدف وو."

د دې بريد مسووليت د پاکستاني طالبانو يوې وسلوالې ډلې «جماعت الاحرار» پر غاړه اخيستى دى.

د احسان الله احسان په نوم تن چې ځان د دې ډلې وياند بولي، رسنيو ته په لېږلي ايمېل کې يې ادعا کړې چې پر پوليسو دغه بريدونه د دوى کسانو کړي دي.

د کراچۍ په بېلابېلو برخو کې د دوشنبې له ورځې راهيسې ٢.٢ ميليونه ماشومانو ته له ګوزڼ ناروغۍ د ژغورنې څاڅکي ورکول کېدل او پرون يې وروستۍ ورځ وه، چې پر پوليسو تر حملې وروسته دا کمپاين په ټول ښار کې و ځنډول شو.

د يادونې وړ ده چې د پوليو يا ګوزڼ ناروغي يواځې په افغانستان او پاکستان کې پاته ده، خو پاکستان يواځينى هېواد دى چې د پوليو د واکسيناسيون پر ډلو يې په وروستيو کلونو کې حملې کېږي، چې په نتيجه کې يې د پوليس سرتېرو او د واکسيناسيون ډلو د کارکوونکيو په شمول لسګونه کسان وژل شوي دي.

رپوټ: بارکوال مياخېل

XS
SM
MD
LG