د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۳۵

"د تروریستانو د داخلي همکارانو په اړه دي جدي اقدام وشي."


د افغانستان د مدني ټولنو یو شمېر غړي وايي، که په نظام کې دننه له وسله والو مخالفینو سره همکاري ونشي دوی د خونړۍ بریدونو توان نه لري.

دغه فعالان وايي حکومت باید له ځنډ پرته په نظام کې د ننه د ورانکاره کړیو پر ضد جدي ګامونه پورته کړي.

په کابل کې د سې شنبې ورځې د خونړي برید په وړاندې د غبرګونونو په دوام یو شمېر مدني فعالانو دغه برید جنګي جنایت وباله.

مدني فعالانو د چهارشنبې په ورځ د یوې خبرې ناستې پرمهال اداعا وکړه چې په افغانستان کې د نظام دننه ځیني کړۍ له وسله والو سره د ورانکاره کړونو په ترسره کېدو کې همکاري کوي.

مدني فعال شکیب کامجو وايي دا امکان نه لري چې وسله وال دې په نظام کې دننه د نفوذي کسانو له همکارۍ پرته د سې شنبې د ورځې په څېر خونړي بریدونه وکړي.

د نظام دننه ځیني کړۍ له وسله والو سره د ورانکاره کړونو په ترسره کېدو کې همکاري کوي
د نظام دننه ځیني کړۍ له وسله والو سره د ورانکاره کړونو په ترسره کېدو کې همکاري کوي

هغه زیاته کړه:

"د ملي یوالي د حکومت له مشرانو غوښتنه کوو چې په نظام کې د ننه د تروریستانو د داخلي همکارانو د پیژند ګلوۍ په برخه کې عملي اقدامات وکړي او د دوی د محاکمې په برخه کې فوري او جدي اجرات وکړي."

دا لومړی ځل نه دي چې په نظام کې د وسله والو د نفوذو کسانو د موجودیت په اړه دا ډول اندېښنې مطرح کېږي بلکې تر وړاندې ځینو مطرحو سیاسي څېرو هم په نظام کې د وسله والو د نفوذي کسانو په اړه ویلي و او په دې برخه کې یې د حکومت د جدي او عملي اقداماتو غوښتنه کړې وه.

د سې شنبې په ورځ په کابل کې د زوره ورې موټر بمي چاودنې له کبله څلور ۶۴ کسان ووژل شول او درې ۳۴۰ تنه ټپیان شول چې د کورنیو چارو وزارت بیا دا تایید کړه چې د دغې پېښې په باب له وسله والو سره له داخله همکاري شوې وه.

په ورته وخت کې مدني فعال احمد الله ستانکزی بیا وايي هرڅوک چې بې ګناه افغانان وژني دا د ټولو دنده چې له هرې ممکنې لارې یې مخه ونیسي.

په کابل کې د زوره ورې موټر بمي چاودنې له کبله څلور ۶۴ کسان ووژل شول او درې ۳۴۰ تنه ټپیان شول
په کابل کې د زوره ورې موټر بمي چاودنې له کبله څلور ۶۴ کسان ووژل شول او درې ۳۴۰ تنه ټپیان شول

هغه زیاته کړه:

"راشی د تروریزم پرضد د مبارزې په برخه کې د افغانستان خلکو سره یو شی دا مبارزه یوازې د افغانستان د خلکو نه ده بلکې د ټولو هېوادونو ده ، موږه نه شو کولای چې د غوښو د دېوال په څېر د دوی په مقابل کې ودرېږو."

د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ بیا وايي، ولسمشر د هغو په اړه چې د نظام په داخل او یا بهر کې له وسله والو سره همکاري کوي جدي اقداماتو ته ژمن دی.

د ولسمشر د ویاند مرستیال دوا خان مینه د چهارشنبې په ورځ له ازادي راډیو سره په خبرو کې که څه هم دا رد نه کړه چې ګواګې له داخل څخه د وسله والو مرسته کېږي خو وايي ولسمشر ژمن دی چې د هرې قطرې بې ګناه وینې تویونې انتقام به اخلي.

ولسمشر ژمن دی چې د هرې قطرې بې ګناه وینې تویونې انتقام به اخلي.
ولسمشر ژمن دی چې د هرې قطرې بې ګناه وینې تویونې انتقام به اخلي.

هغه زیاته کړه:

"موږ دا نه ردوو چې له داخله څخه به همکاري نه وي ورسره ولې پر وړاندې یې د افغانستان ولسمشر جدي او قاطع دی، د افغانستان د حکومت دریځ ډېر واضح او جدي دی پر پېښه باندې څېړنې کېږي او که هر څوک په پېښو کې ملوث وي پر وړاندې به یې جدي غبرګون ښودل کېږي."

مدني فعالانو د یویې اعلامیې په خپرولو سره له خلکو او نورو مدني فعالانو وغوښتل چې نور په هېواد کې د بې ګناه وینې تویونې په اړه چپ پاتې نه شي.

دوی همدا راز انتقاد وکړ چې حکومت باید د کابل د سې شنبې د ورځې د خونړۍ حملي وروسته په هېواد کې ملي ماتم اعلان کړی وای.

راپور: محمد حدیث پردېس

XS
SM
MD
LG