د کابل د نننۍ حملې په اړه نړیوالو هم عکس العملونه څرګند کړي او د غندنې ترڅنګ یې له تروریزم سره د مبارزې په برخه کې له افغانستان سره د همکاري د دوام ډاډ ورکړی دی.
د ملګروملتونو، د امریکا د متحدو ایالتونو او بریتانیا په ګډون د افغانستان ګاونډ پاکستان او هند د کابل نننۍ حمله په سختو ټکو غندلې ده.
د ملګرو ملتونو د سر منشي مرستیال تدامیچي یاماموتو په یوه خپرې کړې خبرپاڼه کې ویلي، دغه حملې چې چاودیدونکو موادو یې ډېره وراني رامنځ ته کړې، یوځل بیا د دې ښکارندوی دی چې په ښاري یعنې د خلکو د استوګنې پرسیمو د حملي لپاره له چاودیدونکې وسیلې کاراخیستل شوی او هغه هم څرګندوي چې د افغان ملکیانو ژوند ته بېخي اهمیت نه دی ورکړل شوی.
د هغه په وینا په دغسې حالت کې چې د خلکو د استوګنې په ګڼ مېشتو سیمو کې له قوي چاودیدونکو موادو څخه کاراخیستل کېږي، دا ښکاره خبره ده چي ملکیانو ته زیان رسېږي او هغه کېدای شي جنګي جنایت وبلل شي.
په کابل کې د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر یوناما پر وسله والو طالبانو غږ کړی چې د خلکو په ګڼ مېشتو سیمو حملې سمدستي ودروي.
په کابل کې د امریکا سفارت دغه حمله په کلکو ټکو غندلې. سفارت په خپره کړې اعلامیه کې دا یوه تروریستي او خونړۍ حمله بللې اویلي یې دي چې هغه د دې څرګندونه کوي چې طالبان غواړي د افغانستان خلکو ته زیان رسولو ته دوام ورکړي.
په خبرپاڼه کې امریکا یوځل بیا له افغانستانه د خپل ملاتړیادونه کړې او ویلي یې دي، متحده ایالات به د افغانستان د خلکو ترڅنګ ولاړوي او په دې هېواد کې به د سولې له پروسې خپل ملاتړته دوام ورکړي.
د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر فلیپ هاموند پر طالبانو غږ وکړ چې شخړې بس کړي او د ملکیانو له وژلو لاس واخلي.
فلیپ هامونډ وویل، د کابل نننۍ حمله غندي او د پېښې د قربانیانو له خپلوانو سره په غم کې ځان شریک ګڼي.
فلیپ هاموند زیاته کړه، طالبان د دې پر ځای چې د سولې د خبرو له فرصته استفاده وکړي دوی بې ګناه خلک په نښه کوي
د کابل د ننۍ حملې غندنه پاکستان هم کړې ده.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې د نننۍ حملې له قربانیانو سره د خواخوږۍ څرګندولو ترڅنګ ویلي چې د پاکستان حکومت هر ډول ترورستي عمل په کلکه غندي او د افغانستان له حکومت او د دې هېواد له وګړو سره خپل پیوستون او هم د تروریزم په وړاندې له مبارزې سره خپل ملاتړ اعلانوي.
هند هم د کابل حمله په سختو ټکو غندلې.
د هند صدراعظم نریندرا مودي په خپله تویترپاڼه کې لیکلي چې دی د کابل حمله په کلکه غندي او له قربانیانو سره یې خپله خواخوږي څرګندوي.