د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۴۱

بارک اوباما سبا چهارشنبې سعودي عربستان ته ځي


د امریکا جمهور رئیس سبا چهارشنبې سعودي عربستان ته ځي.

هغه غواړي په دغه سفر کې دا پیغام ورسوي چې واشنګټن دخلیج په سیمه کې خپل ملګري د ایران په وړاندې یوازې نه پرېږدي، د خلیج عربي هېوادونه وېره لري چې ایران ددوی امنیت ته ګواښیږي.

د خلیج عربي هېوادونه هغه څه نا هیلي کړي چې دوی یې په سیمه کې د اوږدې مودې ملګرو عربي هېوادونو سره د واشنګټن د ژمنو کموالی ګڼي.

دغه راز یوې مجلې ته دامریکا د جمهور رئیس د تیرې میاشتې څرګندونو عربي هېوادونه ناهیلې کړي دي او دوی په دې هم پوهیږي چې څو میاشتې وروسته په امریکا کې انتخابات کېږي او بل ولسمشر واک ته رسېږي.

نو داسې نه برېښې چې د امریکا د جمهور رئیس پيغام به د خلیج د هېوادونو زړه ته ولوېږي.

د عربي هېوادونو یوه چارواکي چې د خلیج د هېوادونو مشرانو سره د امریکا د جمهور رئیس د غونډې له ترتیباتو خبر دی رویترز خبري اژانس ته ویلي دي چې موږ غواړو واقعي ډاډ او اطمینان ترلاسه کړو.

ریاض او د خلیج عربي هېوادونه چې امریکا سره کوم معمول دفاعي تړون نه لري هیله من دي چې په دغې غونډې کې واشنګټن څخه د توغندیو د دفاعي چتر د سیسټمونو د ترلاسه کولو ژمنه واخلي.

بلخوا د امریکا ولسمشر باراک اوباما غواړي چې د عربي هېوادونو او ایران ترمنځ د یوې داسې سولې لار ولټوي چې په سیمه کې د فرقه ای کړکېچ اور مړ کړي او د افراطي وسله والو ډلو دخوریدو مخه ونیسي.

د رویترز خبري اژانس رپوټ زیاتوي چې دواړه خواوې کېدای شي له یوه بله یوڅه راضي شي.

امریکا او دخلیج عربي هېوادونه د هغه څه د مخنیوي د څرنګوالي په هکله سره اختلافات لري چې دوی یی په منځني ختیځ سیمه کې دایران لخوا د ناکراریو د پیدا کولو فعالیتونه ګڼي.

د ایران او لوېدیځو لویو هېوادونو ترمنځ شوي اټمی تړون د خلیج هېوادونه اندېښمن کړي دي.

په منځني ختیځ کې د امریکا د ولسمشر زړه نا زره سیاست چې نه غواړي د دغې سیمي په لانجو ځان اخته کړي په سیمه کې دایران لاس خلاص پریښی دی.

د خلیج په هېوادونو کې یواځې دعمان سلطنت دی چې ایران سره تاریخی ښې اړیکې لري او د دغو اړیکو څخه په استفاده یې دلوېدیځو هېوادونو او تهران ترمنځ اټمي توافق ته لاره هم اواره کړه.

ریاض په ځانکړې توګه دبشار اسد رژیم، دلبنان حزب الله، عراقی شیعه ملېشو او د یمن حوثیانو څخه د تهران ملاتړ، د منځني ختیځ د راتلونکې لپاره د هلوځلو یوه برخه ګڼي.

خو امریکايي چارواکي په دې باور دي چې د ایران لخوا داټومي وسلې د جوړولو احتمال او په سیمه کې د اسلامی دولت په څېرو ډلو پراختیا هم د امریکا او هم د خلیج د عربي هېوادونو ګټو ته تر ټولو لوی ګواښ دی.

د منځني ختیځ په چارو کې دامریکا د ولسمشر مشاور ، راب میلي د خلیج عربي هېوادونو سره د واشنګټن د ژورواړیکو او د هغو هلو ځلو ترمنځ د مقارنې لپاره چې دایران د ګواښونو د مخنیوي لپاره یې ترسره کوي رویترز خبري آژانس ته ویلي، زه فکر نه کوم چې دې کې به کوم شک او ابهام وي چې په سیمه کې څوک د موږ ملګری دی او څوک نه دی.

د امریکا ولسمشر سبا چهارشبنې د سعودي عربستان پاچا ملک سلمان سره ګوري او یوه ورځ وروسته د خلیج د همکاریو د شورا هېوادونو د مشرانو په غونډه کې برخه اخلي.

سعودی عربستان، کویټ، عربی متحد امارات، قطر، بحرین او د عمان سلطنت د دغې شورا غړي دي.

د امریکا جمهور رئیس تېره میاشت یوې مجلی ته ویلي وو چې د خلیج عربي هېوادونه باید ایران د منځني ختیځ په سیمه کې شریک وګڼي.

باراک اوباما د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا سعودی عربستان د امریکا دوست هېواد دی کنه ویلي وو چې دا یوه پېچلې او غوټه مسئله ده.

سره له دې چې د خلیج عربي هېوادونه د امریکا د جمهور رئیس د غو څرګندونو ته ورغبرګ نه شول خو شهزاده ترکي الفیصل د سعودی عربستان د استخباراتو پخواني مشر په یوه سرخلاصي لیک کې دغه څرګندونې وغندلې او دا پوښتنه یې وکړه چې دامریکا لخوا دده په ویناد ایران پلو نیول به څه عقلانیت او حکمت ولري.

XS
SM
MD
LG