د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۵۹

افغانستان کې د ملکي تلفاتو په اړه د نړیوالو ورځپاڼو تبصرې


په افغانستان کې د ملکي تلفاتو د شمېر زیاتېدل او د هلمند له ښوونځیو څخه د پوځي هدفونو لپاره کار اخیستل د افغانستان په اړه د څو لوېدیځو ورځپاڼو د لیکنو موضوعات دي.

نیویارک ټایمز امریکايي ورځپاڼې د ملګروملتو راپور ته په اشارې لیکلي چې د سږ کال په لومړیو درې میاشتو کې نژدې ۲ زره ملکي افغانان وژل شوي یا ټپیان شوي دي او تر ۸۰ زره زیات نور بې ځایه شوي دي.

نیویارک ټایمز وايي، اټکل کېږي چې سږنی کال به په افغانستان کې د وینې بهېدو له نظره بې ساری وي ځکه چې وسله والو طالبانو د سولې له خبرو انکار وکړ.

د ملګروملتو په راپور کې ویل شوي چې د سږ کال په لومړیو درې میاشتو کې د تېر کال د ورته مودې په پرتله په جګړو کې د وژل شویو افغانانو شمېر په سلو کې ۱۳ لږ دی خو د ټپیانو شمېر د تېر کال د ورته مودې په پرتله ډېر زیات دی.

په دې راپور کې د افغانستان د دولت وسله وال مخالفین د ۶۰ فیصده ملکیانو د وژلو مسؤل بلل شوی او په سلو کې د ۱۹ نورو مسؤلیت یې د افغان امنیتي ځواکونو په غاړه بللی دی.

ګارډین:

له همدې کبله ګارډین ورځپاڼې خپلې لیکنې ته دا سرلیک غوره کړی،د افغانستان د حکومتي ځواکونو په لاس د ملکیانو د مرګ ژوبلو زیاتېدا.

ګارډین چې په بریتانیا کې خپرېږي، لیکي، سره له دې چې لا هم وسله وال طالبان اساساً د اکثرو ملکیانو د وژلو مسؤلیت په غاړه لري خو داسي ښکاري چې سږ کال د ملکي مرګ ژوبلو په برخه کې توازن یو څه بدل شوی دی.

دې ورځپاڼې په یوه بله لیکنه کې د افغان امنیتي ځواکونو له لوري په هلمند کې له ښوونځیو څخه د پوستو په توګه کار اخیستلو ته اشاره کړې او د څو داسي ښوونځیو نومونه یې اخیستي چې د بریتانیا په مالي مرسته جوړ شوي وو خو اوس افغان امنیتي ځواکونو پکې اړولي دي.

د ملګروملتو په هغه راپور کې چې پرون دوشنبې خپور شو ویل شوي چې په ۲۰۱۵ میلادي کال په افغانستان کې یو لکو ۳۹زره زده کوونکي د ښوونځیو د بندېدو له کبله له زده کړو بې برخې شوي دي.

اکثره ښوونځي د دولت د وسله والو مخالفانو له لوري بند شوي دي.

په دې راپور کې د دولت د وسله والو مخالفانو له خوا د ښوونکو د وژنو او ګواښلو د یادونې په ترڅ کې راغلي چې تېر کال په ۳۶۹ بندو کړای شویو ښوونځیو کې د اسلامي دولت په نوم وسله والې سخت دریځې ډلې یوازې په ننګرهار کې ۶۸ ښوونځي او ۱۱ کلینیکونه بند کړي دي.

XS
SM
MD
LG