د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۵ زمری ۱۴۰۰ کابل ۰۶:۵۵

ایا د کوه نور الماس د هندوستان دی؟


د انګلستان ملکه "دوهمه الیزابت" د پنجشنبې په ورځ به خپله نويمه کلیزه لمانځي.

د ملکې د نویمې کالیزې د لمانځنې لپاره به د تېرو کلونو په څیر اور لوبې نه کیږي او جشن به یې په کورنۍ کړۍ کې ولمانځل شي.

د ملکې د نویمې کلیزې له را رسېدو سره یو وار بیا د کوه نور الماس پر مالکیت دعوې زور اخیستی دی.

د الماسو دا غمی چې یو وخت "۱۰۸" قراطه و ، د هند د لویې وچې د اشغال پر مهال انګلیسانو ته په لاس ورغلی و او د هند په ګډون څلور هېوادونه یې د مالکیت ادعا لري.

په هند کې د بشري حقونو او عدالت جبهه په نوم یوه غیر حکومتي سازمان مبارزه پيل کړې او له انګلستانه غواړي چې د کوه نور په نوم د الماسو دا غمی هند ته وسپاري.

خو د هند د لوی څارنوال مرستیال رنجیت کمار سترې محکمې ته وویل چې دا بې ساری غمی په ۱۹ پيړۍ کې، پر هند د انګلیسانو د واکمنۍپر مهال،د پنجاب مهاراجا رنجیت سنګ انګلیستانو ته سوغات ورکړی و.

د کوه نور الماس په ۱۹۵۰ میلادي کال کې انګلستان ته له رسېدو سره سم، د ملکې الزابت د مور،ملکې ویکتوریا په تاج کې ځای پرځای شوی.

په ۲۰۰۲ میلادي کال کې د ملکې ویکتوریاله مړینې سره د لندن په برج کې نندارې ته کيښودل شو.

د هند د لوی څارنوال مرستیال روانه اوونۍ د دې هېواد سترې محکمې ته وویل:

"کوه نور الماس انګلیسانو په غلا نه دی وړی. دا غمی رنجیت سنګ هغوي ته له خپله لوري سوغات ورکړی دی. رنجیت سنګ د سیکهانو په جنګ کې د انګلیستانو له مرستې د مننې لپاره دا غمی هغوی ته ورکړی دی."

د کوه نور غمي اصلي ځای مرموز پاتې دی.

معاصر تاریخ یوازې دومره وايي چې دا غمی د فارس د شاهي کورنۍ و چې د افغانستان شاهي کورنۍ ته یې ورکړ او کله چې پاچا دوست محمد خان هند ته وتښتید او پناه يې وغوښته، دا غمی یې رنجیت سنګ ته ورکړ.

باور پر دې دی چې دا غمی پر نارینه ښه قدم نه لري او د بدبختۍ سبب کیږي، نو له دې امله یې د انګلستان د ملکې په تاج کې ایښی دی.

د بریتانیې صدراعظم ډیویډ کامیرون ویلي چې د کوه نور له ستنولو سره به مخالفت لري.
د بریتانیې صدراعظم ډیویډ کامیرون ویلي چې د کوه نور له ستنولو سره به مخالفت لري.

پر دې غمي څو وارې مخکې هم دعوا شوې ده.

د بریتانیې حکومت په ۱۹۷۶ میلادي کال کې هم هند ته د دې غمي له ورکولو ډډه وکړه او ویې ویل چې دا به د انګلیسانو او سیکانو د موافقې مخالف کار وي.

د بریتانیې صدراعظم ډیویډ کامیرون ویلي چې د کوه نور له ستنولو سره به مخالفت لري.

ډیویډ کامیرون وویل زیاته کړه:

"که موږ یو شئ ستون کړ نو بله ورځ به وګورو چې زموږ ملي موزیم تش دی."

XS
SM
MD
LG