د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۲

له موږکانو بېرېدونکی محب‎الله انتحاري کوونکی شو


تزئیني بڼه لري - آرشیف
تزئیني بڼه لري - آرشیف

محب‌الله وسله‎والو طالبانو غولولی او د انتحاري حملې لپاره تیار کړی و، خو محب‎الله ځان پولیسو ته تسلیم کړ او له هغه راهیسې د تنکیو ځوانانو په بندیخانه کې دی.

۱۵ کلن محب‎الله ظاهراً بشاش او چابک کلیوال هلک دی او که موقع ورته برابره شي، غواړي چې «کېک بوکس» وکړي.

دا چې محب‎الله څرنګه د وسله‎والو طالبانو لومې ته ولوېد؟

د دې پوښتنې ځواب ښايي د هغو سلګونو تنکیو ځوانانو پر ژوند رڼا واچوي چې د وسله‎والو افراطي ډلو د تبلیغ ښکار شوي یا په بېلا بېلو ډولونو په جګړه کې قرباني کېږي او له داسې ګواښ سره مخامخ کېدای شي.

د وسله‎والو افراطي ډلو د تبلیغ ښکار شوي ماشومانو ته انتحاري روزنه ورکول کېږي.
د وسله‎والو افراطي ډلو د تبلیغ ښکار شوي ماشومانو ته انتحاري روزنه ورکول کېږي.

محب‎الله ته ویل شوي و چې په انتحاري حمله کې مرګ جنت ته د تګ لنډه لار ده.

ده ته د چاودېدونکو موادو کمربند ورکړل شوی و څو په ارغنداب ولسوالۍ کې انتحاري حمله وکړي او جنت ته چې د شېدو او عسلو ویالې په کې روانې دي، ولاړ شي.

محب‎الله په کندهار کې د فرانس پرس خبریال ته ویلي:

"ماته‎یې وویل چې واسکټ واغوندم او ځان والوزوم. کله چې والوزم نو هېڅ درد به احساس نه‎کړم او مخامخ به جنت ته ورننوځم."

د فرانسې خبري اژانس خبریال وایي:

"محب‎الله د محبس پر څوکۍ، ناکرار ناست و، د محبس زرغونه جامه‎یې پر تن او کندهارۍ خولۍ يې پر سر وه."

محب‌الله په پاکستان کې مدرسې ته تللی، هلته یې د انتحاري حملو زده کړه کړې او د کندهار د ارغنداب ولسوالۍ پر دفتر د حملې لپاره تیار شوی و.

محب‌الله پاکستان کې مدرسه کې د انتحاري حملو زده کړه کړې.
محب‌الله پاکستان کې مدرسه کې د انتحاري حملو زده کړه کړې.

دی وايي، له مدرسې تر ارغندابه د رسېدو لپاره یې څو ورځې په لار او زیاتې شپې يې د موټرو په ډاله کې تېرې کړې دي.

په افغانستان کې وخت نا وخت داسې تنکي ځوانان چې د انتحاري حملو لپاره تیار شوي وي، نیول کېږي یا خپله امنیتي ځواکونو ته تسلیمېږي.

دوی یوه مشترکه ادعا لري او هغه دا ده چې د پاکستان په مدرسو کې یې د انتحاري حملو زده کړې کړي دي.

عزیزالله یو بل تنکی افغان ځوان دی چې محب‎الله ته ورته برخلیک سره مخامخ شوی دی.

عزیزالله وايي:

"ما مدرسه ویلې او له هغه ځایه یې، یوه ورځ د طالبانو مشر ته وورستم، هلته یې واسکټ راکړ او بیا یې افغانستان ته راوستم. د حملې په ورځ، دوی لیرې په یوه جر کې راته پټ شول او ما ته‎یې وویل چې کله امریکایان راغلل، ځان والوزوم. خو زه امنیتي ځواکونو ونیولم."

فرانس پرس، د امریکا د استخباراتو د مرکزي ادارې له لوري د انتحاري حملو په اړه د ځانګړي څېړونکي براین ویلیمز فرانس په حواله لیکي چې په قبایلو کې مدرسې د انتحاري حملو لپاره د ځوانانو د روزنې فابریکې دي او افغانستان یې د تړلو لپاره یوازې ناکامې هڅې کړي دي.

د دې څارونکي په وینا، هغه میندې او پلرونه چې خپل ماشومان داسې مدرسو ته استوي، نه پوهېږي چې زامن یې انتحاري حملو ته تیاروي. دا کورنۍ، عموماً یوازې هغه پيسې ترلاسه کوي چې د ماشومانو تر مرګ وروسته ورکول کېږي.

د قبایلو چارو څارونکی عبدالرشید وزیري، په پاکستان کې د دې مدرسو د فعالیت په اړه وايي:

"په سرحدي سیمو کې چې د القاعدې یا طالبانو مرکزونه دي، په بلوچستان او وزیرستان کې داسې مرکزونه شته او هغه سیمې په ډېر څرګند ډول د تربیې په مرکزونو بدل شوي دي. حقیقت دی چې «ای اس ای»، د دې لپاره ډېر تجربه لرونکي او په تبلیغ کې لایق کسان ګومارلي دي."

د پاکستان حکومت او استخباراتي ادارې د افغانستان له لوري داسې ادعاوې په شدت ردوي، خو دا حقیقت دی چې د افغانستان په جګړه کې له ماشومانو او تنکیو ځوانانو د مزائیل په توګه کار اخیستل کېږي.

تېره میاشت یو ۱۲ کلن هلک چې د انتحاري حملې لپاره ننګرهار ته استول شوی و، امنیتي ځواکونو ته تسلیم شو.

دې ماشوم مطبوعاتو ته وویل:

"ماته یې ویلي و چې کفار ووژنم خو کله چې په ننګرهار کې د حملې لپاره د عسکرو ځای ته ورغلم، ومې لیدل چې هغوی ټول په لمانځه ولاړ دي نو له حملې پښېمانه شوم او ځان مې تسلیم کړ."

له کوچنیانو کار اخیستل یو بل وحشتناک اړخ دی.
له کوچنیانو کار اخیستل یو بل وحشتناک اړخ دی.

د بشري حقونو د څارنې نړیواله اداره «هیومن رایټس واچ» وايي:

"په جګړه کې له کوچنیانو او تنکیو ځوانانو کار اخیستل د افغانستان د اوږدې جګړې، یو بل وحشتناک اړخ دی. کوچنیان باید ښوونځي ته ولاړ شي او له خپلو کورنیو سره په امن کې ژوند وکړي."

د فرانس پرس خبریال چې په سپین بولدک کې د محب‌الله کورنۍ ته ورغلی، وايي:

"د محب‌الله مور ژړل او حیرانه وه چې هغه هلک چې له موږکانو وېرېده، انتحاري حملې ته څنګه تیار شو؟"

XS
SM
MD
LG