د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۳

له جرمني سره د افغان کډوالو د تفاهمنامې مسوده بشپړه شوې


د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو وزارت وايي چې له جرمني سره یې د افغان کډوالو د ستونزو د حل په اړه د تفاهمنامې مسوده بشپړه کړې ده.

دغه وزارت وايي، د هغو داوطلبه افغان کډوالو د امکاناتو او د ستونزو د حل په هدف له اروپايي ټولنې سره په ګډه کار کوي چې غواړي له اروپايي هېواونو افغانستان ته ستانه شي.

د دغه وزارت مطبوعاتي سلاکارحفیظ احمد میاخیل وویل، حکومت هڅه کوي چې د بروکسل له غونډې وړاندې له اروپايي ټولنې او یو شمېر اروپايي هېوادونو سره د افغان کډولو د ستونزو د حل په اړه واضح تفاهم ته ورسیږي.

ښاغلي میاخیل د دوشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې له جرمني سره چې ډیر افغان کډوال په کې دي، د همدغسې یوې موافقې مسوده نهایي شوې ده.

ښاغلي میاخېل زیاته کړه:

"حکومت غواړي چې د هغو افغان پناه غوښتونکو د ستونزو د حل په اړه چې اروپا ته تللي، له اروپايي ټولنې او یو شمېر اروپايي هېوادونو سره واضح تفاهم ته ورسیږي، په دې اړه بېلابېل وزارتونه کار کوي، له جرمني سره د تفاهمنامې مسوده بشپړه شوې، دغه مسوده به له جرمني سره شریکه شي او بیا به خبرې پیل شي."

که څه هم ښاغلي میاخیل د یادې تفاهمنامې په اړه زیات جزیات ورنه کړل، خو وېې ویل چې افغان پناه غوښتونکو د امکاناتو د برابرولو لپاره یې د اروپايي هېوادونو له چارواکو سره خبرې کړې دي.

له دې وړاندې افغان چارواکو ویلي و چې د افغان کډوالو د ستونزو د حل په هدف یې له اتریش او ځینو نورو اروپايي هېوادونو سره په دې اړه تفاهمنامې لاسلیک کړې وې.

د افغان حکومت د معلوماتو په اساس له تېرمیلادي کال راهیسې ۲۵۰ زره افغان کډوالو په اروپايي هېوادونو کې د پناه غوښتنې درخواستونه ورکړي چې یونیم لک شااوخوا یې جرمني ته تللي.

د جرمني د کورنیو چارو وزیر څه موده وړاندې کابل ته د سفر پر مهال وویل، هيواد یې نه شي کولای چې ټولو افغان پنا غوښتونکو ته پنا ورکړي.

په ورته وخت کې یو شمېرکارپوهان د افغان پناه غوښتونکو د داوطلبې راستنیدنې لپاره تړون د بشري حقوقونو د نړیوال کنوانسیون خلاف بولي.

مطیع الله خروټي ازادي راډیو ته وویل، ترهغه چې په افغانستان کې موجوده خطرونه له منځه ولاړ نه شي هیڅ افغان حاضر نه دی چې بېرته راستون شي.

مطیع الله خروټي ازادي راډیو ته وویل، ترهغه چې په افغانستان کې موجوده خطرونه له منځه ولاړ نه شي هیڅ افغان حاضر نه دی چې بېرته راستون شي.
مطیع الله خروټي ازادي راډیو ته وویل، ترهغه چې په افغانستان کې موجوده خطرونه له منځه ولاړ نه شي هیڅ افغان حاضر نه دی چې بېرته راستون شي.

ښاغلي خروټي زیاته کړه:

"د هېواد امنیتي وضعت ته په کتو فکر نه کوم چې هیڅوک دې بېرته هېواد په داوطلب توګه راستون شي، حکومت مکلف دی هغه کډوال چې د توافق نامې په اساس غواړي هېواد ته راستانه کړي، باید دوی ته د کار، تحصیل او امنیت زمینه برابره کړي."

دا په داسې حال کې ده چې د ملګروملتونو یو تازه راپور ښيي، د هغو افغان کډوالو کچه چې د روانو جګړو اواقتصادي ستونزو له امله یې هېواد پرېښې په بېسارې توګه لوړه شوې ده.

په ورته وخت کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمیشنرۍ وايي چې افغان حکومت او ورسره نړیوال متحدین یې باید د کډوالو د مخنیوي لپاره په هېواد کې کاري فرصتونه برابر کړي.

رحمت الله افغان

XS
SM
MD
LG