په داسې حال کې چې د اسراییل له خوا د جولان د لوړو اشغال د عربو او اسراییلو د کړکیچ له مهمو مسایلو څخه دی، د اسراییلو صدراعظم ویلي دي چې د هېواد پوځ به یې هیڅکله هم د جولان له لوړو څخه ونه ځي.
نتنیاهو ویلي، هغه وخت را رسیدلی چې نړېوال پر دې سیمه د اسراییل ولکه په رسمیت وپیژني. دمشق د اسراییلو د دې اقدام په وړاندې ملګروملتونو ته شکایت کړی.
د اسراییل صدراعظم بنیامین نتنیاهو پرون وویل، د جولان لوړې به تل ترتله د اسراییل په لاس کې وي.
نتنیاهو دا څرګندونې د اسراییلو د حکومت د جوړېدو د کلیزې په مناسبت د کابینې په ځانګړي غونډه کې وکړې. په دې تشریفاتي مراسمو کې چې د جولان په لوړو کې جوړ شوي وو.
نوموړي ټینګار وکړ چې اسراییلي سرتیري به له دې ستراتیژیکي سیمې څخه هیڅکله هم ونه وځي:
"ما د کابینې د دې جشني غونډې د جوړولو لپاره د جولان د لوړو سیمه ځکه خوښه کړه چې دا څرګند پیغام ورکړم چې د جولان لوړې به د تل لپاره د اسراییلو په لاس کې پاتې شي. اسراییل به د جولان له لوړو څخه هیڅکله هم ونه وځي."
نتنیاهو همدا راز وویل، دی په دې کې شک لري چې سوریه به بیا خپل هغه دریځ ترلاسه کړي چې د کورنۍ جګړې له پیل مخکې یې درلود او زیاته یې کړه، دی په سوریه کې د سولې او ثبات د ټینګښت لپاره له هڅو سره مخالف نه دی خو په دې شرط چې دا هڅې د اسراییل امنیت له ګواښ سره مخامخ نه کړي.
نتنیاهو یادونه وکړه چې په اوسنيو سرحدونو کې به بدلون رانه شي او هغه وخت رارسیدلی چې نړیوال د جولان پر لوړو د اسراییلو ولکه په رسمیت وپیژني.
اسراییلو په منځني ختیځ کې د ۱۹۶۷ کال په جګړه کې د جولان لوړې له سوریې څخه ونیولې او په ۱۹۸۱ کال کې یې دا سیمه د خپلې خاورې ضمیمه کړه.
دمشق د نتنیاهو د وینا په اړه سمدستي غبرګون وښود. د سوریې د بهرنیو چارو وزارت د ملګرو ملتونو سرمنشي او امنیت شورا ته خپل اعتراض وسپاره او دا یې پاروونکی اقدام وباله.
د سوریې د بهرنیو چارو وزارت د جولان لوړې د خپلې خاورې اشغال شوې برخه وبلله او پر نړیوالې ټولنې یې غږ وکړ چې پر اسراییلو له دې ځایه د وتلو لپاره فشار راوړي.
د جولان له لوړو څخه د اسراییلو وتل تر دېرې مودې د اسراییلو او سوریې ترمنځ د سولې د بحثونو مهمه برخه وه خو په سوریه کې د کړکیچ له پیل او د دې هېواد له ټوټې کیدو سره سوریې ته د دې سیمې چې د اسراییلي وګړو لپاره هیڅکله په زړه پورې نه وه، د بیرته سپارلو احتمال اوس تقریباً له منځه تللی دی.