د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۵

نړیواله ټولنه دې د افغان کډوالو د کړکېچ حل ته جدي پاملرنه وکړي


د کډوالۍ په برخه کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ په جدې او قاطع توګه له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د افغان کډوالو د کړکېچ په هواري کې لازمه همکاري وکړي.

ددغه کمېشنرۍ عملیاتي مرستیال وايي، که په دې برخه کې د ټولو خواوو له لورې ګټور ګامونه پورته نه شي نو افغانستان څخه به لا ډېر خلک ووځي.

که څه هم په افغانستان کې دننه د بې ځایه شویو کورنیو او په بهر کې د افغان پناه غوښتونکو د خراب وضعیت په اړه اندېښنې تازه نه دي خو د کډوالۍ په برخه کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنري بیا په دې برخه کې پر نړیوالې ټولنې انتقاد کوي.

د ملګرو ملتونو د کډوالۍ د عالي کمېشنرۍ عملیاتي معاون جورج اکوت د یکشنبې په ورځ په کابل کې یویې خبرې غونډې ته د خبرو پرمهال په کلکه له نړیوالې ټولنې د افغان کډوالو د ستونزو په باب د همکارۍ غوښتنه وکړه.

ښاغلی اکوت وايي< دی باوري دی چې نړیواله ټولنه د دغه کړکېچ د هوارۍ توان لري:

"زه له دغې موقعې په استفادې غواړم له نړیوالو ټولنې یوه جدي غوښتنه وکړم او هغه غوښتنه مې داده لکه څنګه چې موږ ګورو نړیواله ټولنه په اروپا کې د پناه غوښتنې او کډوالۍ کړکېچ د هواري توان لري او کولای شي له ډېرې قوي او منظمي لارې دغه مشکلات حل کړي او دا ډېره مهمه ده چې د افغان پناه غوښتونکو وضعیت چې له تیرو دریو لسیزو روان دی باید ترې قوي او جدي ملاتړ وشي."

د ملګرو ملتونو د کډوالۍ د عالي کمېشنرۍ د معلوماتو له مخې یوازې تېر میلادي کال کې له افغانستان څخه تقریباً یو لک او اتیا زره کسان وتلي چې د اروپا سربېره ځیني افغانان ان پاکستان او ایران ته هم ګډوال شوي دي.

د رسمي شمېرو له مخې دا مهال یو نیم میلیون افغانان په قانوني توګه په پاکستان او شاخوا یو میلیون یې په ایران کې د مهاجرت ورځې شپې سبا کوي.

ملګرې ملتونه د افغانستان له دغو ګاونډيو غواړي چې د کډوالو د ستونزې په هواري کې له افغان حکومت سره همکاري وکړی.

په ورته وخت کې د ملګرو ملتونو د کډوالۍ عالي کمېشنري وايي، تر هغې چې په افغانستان کې د ثبات ترڅنګ لازم کاري فرصتونه رامنځته نه شي د کډوالۍ د کړکېچ هوارۍ به ستونزمن وي.

د ملګرو ملتونو د کډوالۍ د عالي کمېشنرۍ مرستیال جورج اکوت ټینګار کوي چې نړیوال ټولنه باید له افغانستان کې سره د یادې ستونزې د دایمي او اساسي حل په برخه کې مرسته وکړي:

"د مناسبو شرایطو د رامنځته کېدو لپاره باید مرسته وشي په ځانګړې توګه د سولې، امنیت او مسونیت په برخه کې چې دا د ټولو افغانانو غوښتنه ده او زه ډېره هیله لرم چې افغانستان او خلک یې په پایداره سوله او رفاه کې ژوند وکړي."

د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ همدا راز اندېښنه وښوده چې د تېرکال په پرتله افغانستان ته په خپله خوښه د افغان کډوالو د راتګ لړۍ ورو شوې ده.

د ملګرو ملتونو دغه اداره وایې، پکار ده چې افغان حکومت د نړیوالو په مرسته په کور دننه د بې ځایه شویو کورنیو او هغو چې په خپله خوښه هېواد ته راستنیږي د ژوند کولو امکانات برابر کړي.

راپور: محمد حدیث پردېس

XS
SM
MD
LG