د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۱۴

کندز تر محاصرې لاندې دی، "اقدام وکړئ"


د افغانستان د ځوانانو د مدافعینو په نوم د یو بنسټ غړو او د کندز د ولایتي شورا یو شمېر استازو د دغه ولایت اوسنی وضعیت د اندېښنې وړ بولي او له حکومته غواړي چې د ټولو امکاناتو په لرلو سره باید د کندز امنیت ته پاملرنه وکړي.

دوی په کابل کې له امنیتي ځواکونو څخه د ملاتړ د اعلان تر څنګ وویل، له افغان امنیتي ځواکونو نه په کوم ډول چې لازمه ده ملاتړ نه کېږي او دغو ځواکونو یوازې دفاعي حالت غوره کړی دی.

یادو کسانو د یکشنبي په ورځ په کابل کې "خپلې سیاسي لوبې یوې خوا ته پرېږدی" تر شعار لاندې یوې غونډه کې خبرداری ورکړ، که چېرې د کندز وضعیت ته پاملرنه ونه شي د دی احتمال شته چې دغه ولایت بیا سقوط وکړي.

د دغه بنسټ رئیس فیض برهمن په دی اړه وايي:

"حکومت یوازې دا نه چې خپلې وعدې یې نه دي عملي کړي، بلکې دوهمه فاجعه هم رامنځ ته شوه او کندز تر محاصرې لاندي دی، حکومت چې نن کومه لاره نیولې، هغه داده چې امنیتي ځواکونه کندز ته لېږي دوی هم په دفاعي حالت کې قرار لری نه په تعرضي."

کندوز ولایت د دری ورځو راپه د ېخوا د طالبانو او افغان امنیتي ځواکونو د جنګ میدان دی د ولایتي شورا د غړو په خبره یې چې په دی جګړه کې تر دې دمه سلګونه کسان وژل شوي او ټپیان او ټپيان شوي.

کندز ښار د تېرکال په میزان میاشت کې د وسله والو طالبانو لاس ته ورغي، خو افعان امنیتي ځواکونو له سختو جګړو وروسته د دغه ولایت یو شمېر سیمې بېرته ونیولې.

د کندوز د ولایتي شورا غړی محمد یوسف ایوبي وايي، کندز اوس ځکه بېرته ناامنه شوی چې د طالبانو لاس ته د دغه ښار د لوېدلو پر مهال دغه ښار په بشپړه توګه تصفیه نه شو.

نوموړي زیاته کړه:

"د دې غوښتونکي یو چې د کندز ولایت ته پاملرنه وشي تر څو د میزان میاشتې شپږمه نېټه بیا تکرار نشي، په ځانګړي ډول د ولسمشر او د ملی یوالي د حکومت او نړیوالي ټولنې نه هم د کندز وضعیت ته د پاملرنه غوښتونکي یو."

په همدې حال کې د افغانستان د دفاع وزارت ویاند دولت وزیري وایي، د ځوانانو مدافعینو د بنسټ او د کندز د ولایتي شورا د غړو ادعاوي ردوي او وايي چې څلور پوځي عملیات په شمالی ولایتونو کې روان دي.

د دی وزارت ویاند دولت وزیري زیاته کړه:

"دښمن ته چې کوم تلفات اوښتي وسلې او جسدونه یې چې پاتي دی، د تعرضي حالت نتیجه ده او له بله پلوه زموږ قطعات او جزتامونه د نظامي تکیکونو او پروګرامونو په اساس مخکي ځي."

کندز د افغانستان په شمال لوېدیځ کې له تاجکستان سره ګډه پوله لري، یو شمېر خلک په دې باور دي چې په دې ولایت د امنیو یو لامل د یاد ولایت ستراتیژیک موقیعت دی.

د افغانستان د مدافعینو د بنسټ غړي نظیف الله نظیف وايي، د سیمي یو شمېر هېوادونه د خپلو اهدافو د لاس ته راوړلو لپاره غواړي دغه ولایت نا امنه کړي.

راپور: ابراهیم صافی

XS
SM
MD
LG